Categories

اعلان

Loading…

افغانان جنتیان/افغانان دوزخیان

څومره چې زه ګرځیدلی یم او د نړۍ ځیني هېوادونه مې لیدلی، افغانان راته جنتیان معلومیږي، ځکه اسلام تر هر بل هېواد په افغانستان کې په ښه شکل پلي کېږي، د مسلمانانو فیصدي په کې ډېره ده، بې له سکانو د بل کوم مذهب عبادت ځای په کې نشته. خلک یې د تاریخ په اوږدو کې ان تر  دې دمه او په اینده کې به هم په اسلام سر ورکوي او د اسلام څخه به دفاع کوي.

د هېواد په داخل کې د شرابو څښل، زنا کول او نور ناروا اعمال په کلکه منع دی. خو په نورو اسلامي ملکونو لکه امارات، بحرین، اردن او نورو کې بیا داسې نه ده، دا هېوادونه تجارتي او سیاحتی بڼه لري هر ډول خلک په کې راشه درشه کوي همدا علت دی چې دا ناروا اعمال په کې د حکومت له خوا روا ګرځیدلی، خو شکر زموږ خلک او هېواد له دې مسایلو پاک دي.

موږ (افغانان) سره له دې چې پخپل مسلمانۍ کې کلک یو، خو بیا هم د ډېرو کبیره ګناهونو مرتکب کېږو. مثلاً په اسلام کې افراط کول حرام دی، مګر موږ ډېر افراطي عملونه کوو. د بیلګي په توګه: ژوند یو الهی ورکړه ده، هیڅوک نه شي کولای چې د چا ژوند واخلي مګر د شرعیت او قانون په اساس. قانون کې صریحاً راغلی چې یو شخص تر هغه وخته پورې بې ګناه دی تر څو چې محکمه پرې د مجرم حکم نه وي کړی. یعنی د فیصلي صلاحیت محکمه لري نه عادی افراد. مګر موږ بې له دې چې محکمه حکم وکړي وژني کوو لکه د فرخندي وهل،  مړه کول او بیا اور پورې کول. شاید ځیني داسې ووایی چې دا مرتده شوي وه. د مرتد لپاره اسلام شرایط لري، اول باید د شخص دلایل واوریدل شي کیدای شی چې سوی تفاهم رامنځته شوي وي او یا د نورو مذاهبو تر تاثیر لاندې راغلی وسي. که احیاناً مرتد شوي وی نو باید ورته نصیحت وشي که بیا هم نه پښیمانیده، که نارینه وي  د شرایطو په مطابق ووژل شي او که ښځینه ووسي په حبس ابد محکومیږي. دېته ورته نور مثالونه هم شته، لکه د لورګانو په بدوکی ورکول، ماشومانو ته د هغوي حقوق نه ورکول، خویندو ته میراث نه ورکول، د کفر ټاپی وهل. د اسلام له نوم څخه سوی استفاده کول…

ددې لپاره چې سپیڅلي جنتیان شو، نو پکار ده، چې د اسلام ټول شرایط څنګه چې امر شوي په ځان عملي کړو. باید هیر نه کړو چې د اسلام دښمنان د اسلام د بدنامولوهڅی کوی. نو باید ډېر هوښیار ووسو، تر څو دښمن بریالی نه شي.

ربه! رښتیني مسلمانان ډېر کړي، جهالت او بې اتفاقي زموږ له ټولنې نابود کړي

امین

صیام الدین پسرلی

56 total views, 3 views today

1 comment

  1. Dr.H.Zlrraver Sapfi Reply

    salamoonah;
    Ajmal Khattiq yw wakht wayli wo:
    Ghattan ghattan, nekan nekaan peyda di
    Doy kho la zaya Dgjanatyan peyda di
    Raziy che khwaro la djanatt wagattou
    Tszok che la mora Dozakhyan peyda di!!!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *