Categories

اعلان

Loading…

د کابل امنیه قومندان وايي، تحقیقاتو وښودله چې فرخنده کاملاً بې ګناه وه

تاند- د کابل امنیه قومندان وايي چې د پنجشنبې په ورځ د یو شمېر خپلسرو کسانو له لوري د قرآن کریم د نسخې د سوځولو په ادعا وژل شوې ښځه بې ګناه وه.

د کابل امنیه قومندان جنرال محمد ظاهر نن د مېرمن فرخندې د جنازې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل:«تېره شپه مې ټول اسناد او شواهد یوځل بیا وکتل، ما داسي هیځ نښه ونه لیده چې فرخندې دې قرآنکریم سوځولی وي. نوموړې بیخي بې ګناه ده.»

جنرال ظاهر، چې د دې قضیې د څېړنې مسوولیت په غاړه لري، ژمنه وکړه چې هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې په پېښه کې لاس لري. ده دا هم وویل چې د ۸ پولیسو په شمول ۱۳ تنه نیول شوي دي.

په خپرو شویو ویدیوګانو کې پولیس بې تفاوته لیدل کېږي او شاهدان وايي، که پولیسو جدي مداخله کړې وای ممکن له فرخندې سره داسي زیاتی نه وای شوی.

د افغانستان ولسمشر دا پېښه غندلې او یو کمیسیون یې ګومارلی چې د پېښې په اړه څېړنې وکړي.

د اووه ویشت کلنې فرخندې د ورور په وینا نوموړې د دیني (اسلامي) علومو ښوونکې وه.

نجیب الله په رسنیو کې هغه خپاره شوي راپورونه رد کړل چې ګنې فرخندې روحي ناروغي لرله.

د فرخندې ورور نجیب الله همداراز وویل چې د هغې د روحي ناروغۍ خبره د دوی پلار وروسته له دې جوړه کړه چې پولیسو ورته وویل، له ښاره ووځي ځکه چې خطر شته چې خلک د دوی پر کور حمله وکړي.

نجیب الله وویل:«زما پلار بېرول شوی و او د دې لپاره چې د خلکو غوسه ارامه کړي دا خبره یې له ځانه وکړه.»

نجیب الله د خپلې خور د مظلومانه قتل په خاطر فرخنده تخلص غوره کړی دی.

342 total views, 1 views today

7 comments

  1. wali Reply

    عجب شير بچه هاي داره كابل 
    به جان بيكسان نواي داره كابل 
    او كه از عقل خويش هيچ نداد
    عجب خود فتوحاي داره كابل 
    زن مسكين به بين خود فتادن
    عجب رسم و رواي داره كابل
    همه مشت و لگد بر اوزنند باز
    عجب بي غيرتاي داره كابل 
    همه گويند كه الله و اكبر 
    عجب خود يك خداي داره كابل 
    زنند أتش به ديوانه در انجا 
    عجب پست فطرتاي داره كابل 
    نمي خواهم دگر شهرم ببينم 
    عجب خون خوره هاي داره كابل 
    خداي رحم و كن بر مردم من 
    عجب دين و خداي داره كابل

  2. احمدفریدون حبیبی Reply

    ځما په آند ښه به داوی چی علمای کرام داحساساتی بیانونوپرځای دنبی کریم ص دحوصلی ترحم صبرزغم کیسی بیان کړی دوی لومړی خلق احساساتی کړی خو چی کله یی منفی نتیجی ووینی لکه ایازنیازی صاحب بیا نوحیران چی بیان ته یی څنګه ده ووړوپوزه جوړه کړی دجماعت تبلیغیه ووډیرښه طریقه داسلام دترویج ده چی هیڅ تشدد ته اجازه نه ورکوی ترڅوتبلیغی جماعت ته وده ورنکړل شی له بده مرغه به دعلماوو له احساساتی بیانونوله وجی به دفرخندی مظلومی خوری ترقضیی به د بدتره پیښو شاهدان شوخدای مکړه

  3. hassan Reply

    وایی ترڅو چی بیړا خبریږی ، کامه به سیلاب وړی وی.
    په ډیری خواشینی سره مونږ افغانان ټول همداسی د فیل په غوږ کی ویده یو . د دی پرځای چی خپل غوږونه وګورو مونږ په سپیو پسی منډی وهو. د غازی امان الله خان ځوان دولت چی غوښتل یی افغانستان له سیالانو سره سیال کړی د ګود ملا او پیر کرم چند ملا آی اس آی ، ملا فضلو او …. په خوله رانسکور او د جاهل سقاو په خوله کی ور واچاول شو. همدا لوبی تر نن پوری دوام کوی.
    د نجیب الله حکومت یی پدی تور چی « کمونست » دی رانسکور او پرځای یی د اوو غلو او د جنرال حمیدګل د شاګردانو « پاچاهی ګانی » جوړی کړی. پروفیسور بیا بن لادین ته د افغانستان پاسپورت ورکړ . د الله ج د پاک کلام دومره نسخی چی د آی اس آی مجاهدنما مزدورانو وسوځولی ، هیچا به هم نه وی سوځولی. ښه نمونه یی د لوګر د والی ترور وو چی په قرآن عظیم الشان کی یی ورته بم ایښی وو.
    که کوڅه ډبه ځوانان حقوقی او شرعی فیصلی صادرولای شی نو بیا دا ستره محکمه او د هغوی د بیحسابه قاضیان ، لویه څارنوالی او د هغوی څارنوالان ، ملی پولیس او ملی امنیت د څه لپاره جوړشوی او د افغانستان د ملت له بیت الماله معاشونه او نور مصارفات اخلی؟
    زه وړاندیز کوم چی د انسان د وژلو ، اعدام ، حبس او نورو مجازاتو حق یواځی محاکمو ته پریږدی. ځوانان باید د وطن دوستی او بشر دوستی په روحیه وروزل شی او د خشونت او صحرایی محاکمو دود نور د تل لپاره ختم شی.

  4. Sher Ahmed Afghani Reply

    Aos daa dera zaroori da che da peshi zemmadar kasaan wo-newal shee ao sakhta sazaa bayad warkral shee. Laazim da che Qatilaan pu daar wa-zarawal shee. ……………… Afghanaano yaad larai ka daa kar wo-na-shee, ………… no da Pakistan ghondi ba daa peshi waar pu waar tekraarezi. ………. Har sok ba khpal ghach pu ham-day tareeqa akhli. …… Laka sanga che yo so kasaan raa-pasedal ao yawa be-gunaah mazlooma ye mra kra. ………… aos dee asli Afghanaan ghairat wo-kee, ao doi dee raa-pasegi …….. ao mujremaan de anjaam ta wara-savee. ……….. Daa test case dai da Afghanano la-paara che sanga khpal dawlat majboravee che qanoon amali shee.

  5. ر وغ لیونی Reply

    زمونږ داکارونه داعش ته یو پیام دی او هغه داچه: تاسو داعشیانو ته ضرورت نشته چه دلته راشی. ټول هغه کارونه چه تاسی یی کوی مونږ په کی ډیر زیاد مهارت لرو

  6. بشير رشاد Reply

    زما په نظر ددي پيښي شاته خارجي کړۍ لاس درلود خپله دقرآن شريف سوځول اوبيا پر دي نجلۍ تاوانول دا دخارجي استخباراتو تر مخه پلان سوي دسيسه وه . چه په هيواد کي هرج ومرج واچوي او دبحران خواته ئي بوزي داسي شان دسيسي که تاريخ ته ځير سو دانګريزانو له خوا سوي دي.آفغانستان په خرورو خارجي اوداخلي دښمنان لري آکثريت خلګ بي سواده دي .دولت ته لازمه ده چه ددي موضوع تحقيق په جدي ډول تر سره کړي تر څو په آئنده کي دداسو پيښو جلو ونيول سي.

  7. MHA Reply

    The igniter who caused this issue should be found and punished first.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸