Categories

اعلان

Loading…

فرخنده او ستر جنایت/ رحمت الله جمالزی

د فرخندې د قتل موضوع عادي خبره نه ده او نباید عادي تېره شي.

اصلي مقصر هغه فاسد او ککړ اشخاص چې د ملنګ او د زیارت د مجاور تر نامه لاندې فسادونه، تجارتونه او فحشاوې کوي.

دغه فاسدین چې په اصل کې یې دنده، کوډې کول، خلکو ته ستونزې جوړول، بدعت کول، له اسلام د ناوړه تصویر وړاندې کول دي، ناست دي او د ملنګ او صوفي په نوم په خلکو کوډې کوي او ډېرې لوړې پیسې ترې اخلي، موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې خلک مو سنتي فکر لري او لا یې هم زیارت او بدعتونو ته عقیده کیږي، په خلکو کې د عامه پوهاوي کچه دومره نه ده لوړه شوې، چې په دې شیانو باور ونه کړي. د معلوماتو له مخې په زیارت کې او د زیارت شاوخوا ته راټوله فاسده مافیا په یو تعویذ یا کوډو حتی 50000 افغانۍ هم ترلاسه کړې دي، دغه فاسدې کړۍ د دغو مردارو پیسو د هضمولو او خلکو ته د بازي ورکولو لپاره ډېر کسان ساتي، ځینې یې د عامو خلکو په څېرو کې د زیارت په شاوخوا کې ګرځي را ګرځي، چې خلک د دغو فاسدینو په لور ور ماتوي او دغو فاسیدینو ته د سخت درناوي سرونه ټیټوي، هغوی د دغې مافیا غړي دي، بله ډله بدماشان اوباش او لوچکان دي، چې په ناوړه کارونو، غلاوو او پلیدیو کې پوره تجربه لري، دلته پراته دي او د خلکو له عقیدو سره په بازي کولو ځان ته پیسې پیدا کوي. په داسې پېښه لکه د فرخندې کې، چې د دغو رزیلانو شوم هدف یې پیدا کړی و، له خپلې فاسدې کړۍ ګټه واخیسته او هغه مظلومه یې د نړۍ په کچه په ستر ظلم او جنایت سره شهیده کړه، انګېزه یې دومره جالبه ورته جوړه کړې وه، چې کله په لومړي ځل دا خبر واورېدل شو تقریبا ټولو خلکو ویل، چې ښه کار شوی، ځکه دې ښځې قران سوځولی و ښه شوه چې دایې هم وسوځوله. دغې باحجابه پېغلې په اسلامي تعلیماتو کې ديپلوم درلود او د یوې اسلامي خور په څېر یې حجاب په سر کړی و. خلکو ته یې ویل چې دې دا کار نه دی کړی، خو په زیارت کې ناست فاسیدن وېرېدل چې نور نو افشا کیږي او خلکو ته یې داسې انګېزه ورکړه چې ژوندۍ یې پرېنږدي، شته بدماشانو او لوچکانو او ځینو ناپوهانو هم له کوم ځنډ پرته دا ستر جنایت ترسره کړ. که د یو چا خور په داسې ډول چې د سړک پر سر ترې لسګونه لوچکان او فاسیدن را چاپېره وي دا په حجاب کې ولاړه وي، بیا یو نارینه لاس ور واچوي او حجاب ترې وباسي په لغتو او سوکونو او لرګیو سره یې په وهلو وهلو د سړک په سر کش کاږي، نیم ژوندي ځان باندې یې موټر تېر کړي او له هغه وروسته یې جسد ته اور اچوي، پولیس او لسګونه خلک یې تماشا کوي، له سوځولو وروسته یې د ښاروالۍ دوه مامورین ایرې انتقالوي، خلک یې له ایرو هم نفرت کوي، ځکه وايي چې قران یې سوځولی و، الله توبه الله توبه، څوک یې په خپل ذهن کې انځورولای نه شي. د انسان سوځونې لومړی جنایت داعش وکړ، چې ټوله نړۍ یې ولړزوله، خو دا جنایت او وحشت له هغه سخت او ټول یې و وېرول، په دومره لوړه کچه وحشت تر دې مهاله ښايي د افغانستان په تاریخ کې مخینه ونه لري. د دغه ستر جنایت تر شا یو لامل د یو با صلاحیته او د خلکو د باور وړ نظام نه شتون دی، چې خلک له قانون و وېرېږي او له داسې فاسدو کړیو مخنیوی وکړي. اوس چې دا ستر جنایت شوی باید څه وشي؟ دغه کسان باید په دغه ستر جنایت کې د ښکېلتیا په تور د اسلام تر رڼا لاندې په ترټولو سخته سزا ورسول شي.

١- تهمت کوونکي (د زیارت مجاور او په هغه سیمه کې شته کسان)

٢- هڅوونکي او انګېزه ورکوونکي (هغه کسان چې د خلکو د ټولولو او تحریک کولو لامل شوي)

٣- د جنایت ترسره کوونکي (د یو شمېرو یې تصویرونه موجود دي، د تکنالوژۍ په وسیله د وپېژندل شي)

٤- په سیمه کې شته امنیتي ځواکونه، غفلت وظيفوي، په جنایت کې ښکېلتیا، د وظیفې نه ترسره کول او بې کفایتي او په جرم کې شرکت

٥- توجیه کوونکي (هغه کسان چې دغه جنایت یې توجیه کاوه)

٦- هر هغه کس چې له دغه جنایت څخه یې ذهني ملاتړ کړی دی او یا یې هم په یو ډول خپل نظر څرګند کړی دی.

حقوقي اصل دی، چې که زر تنه هم د یو جنایت په رامنځته کېدو کې په یو ډول ښکېل وي، باید تر قانوني څار لاندې ونیول شي او د قانون د حکم په اساس هر یوه ته خپله سزا ورکړل شي.

10 total views, 1 views today

4 comments

  1. نوریه Reply

    رحمت الله جمالزی وروره لاس دي مه شه مات ډیره ښکلي لیکنه مو کړې خوچي څومره اوسته هموره یې ډیره وژړولم هی خدایه څومره د افسوس ځای ده

    د شهیدې فرخندې په مرګ کي هغه ټول بې ضمیره انسانان باید محکمه شي اول هغه ځناور انسان چي په دروغویې تور پري ولګول دوهم هغه نفر چي په اول ځل یې لاس ورواچول دریم هغه وحشي پولس چې هغو ځنارو انسانانته یې په ستر کتل او مخ نیوی یي نه کول

  2. Mullah Habibullah Reply

    Plz, let me comment that these people do not present Mullahs. Mullah Niazai is a criminal. He does not present the Ulama. I am supporting justice. Mrs. Farkhunda was martyred for no reason…

  3. Dareez Reply

    جمالزی صیب په لاسونو دی برکت شه چه ددوی دغه ستر ظلم په اړه دی خپل نظر ښکاره کړ

  4. Rahmat jamalzai Reply

    نوریې خور دا ډېره کرغېړنه موضوع ده، تر څومره چې کېږي خپله مبارزه کوو ترڅو دغه لعین جنایتکاران د محکمې مېز ته را کاږو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *