Categories

اعلان

Loading…

د فرخندې جنازه د سلګونو ښځو په حضور کې خاورو ته وسپارل شوه

تاند- د پنجشنبې په ورځ د کابل د شاه دوشمشېره جومات مخته د یو شمېر کسانو له لوري د وژل شوې فرخندې جنازه نن د ښار په شمالي برخه کې د ښځو د حقونو د سلګونو پلویانو او مدني فعالانو په حضور کې خاورو ته وسپارل شوه.

راپورونه وايي چې د اووه ویشت کلنې فرخندې د جنازې په مراسمو کې په سلګونو ښځو هم برخه واخیسته.

دا د پنجشنبې په ورځ د یوه تعویذګر په ادعا چې ګواکي قرانکریم یې سوځولی دی، د سلګونو نارینه وو له لوري په مرګ ووهل شوه او وروسته یې جسد ته اور ورته کړای شو.

د کابل پولیس وايي پر فرخندې اکثره حمله کوونکي کوڅه ډب او د سیمې لوچکان دي چې د هغو له منځه یې ۹ تنه نیولي او تحقیقات یې ورڅخه پیل کړي دي.

ولسمشر غني یوه کمیسیون ته دنده سپارلې چې د پېښې په اړه تحقیقات وکړي. ویل شوي چې د جنازې برخوالو د وزیر اکبرخان مېنې د جومات امام پرې نښود چې د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي ځکه چې نوموړي د حمله کوونکو اقدام تایید کړی و.

125 total views, 1 views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    دبو ليسو اقدام هغه وخت دقدر وروو جه دواقعي خخه ءي جلوكري كري وه .
    بوليس محل موجود وو نهءي خان قربان كر اونه ءي أمنيتي اركانونه دمخنوي دباره جبر كر.اوله حوضه اوخبله دوزارت داخلي او قوماند أني امنيه قرار كاوي به يو او دوه كيلو متري دواقعي كي برتي دي .داجه اجرات ءي نه دي كري ديوي رتبي به اخستلو احتياط ته بايد سوق شي .جه مجازات نه وي اجرات به هم نه وي .جه مجازات وي أصلا حات حتمي دي .

  2. جمال غبرګون Reply

    وامسلمه امته بس بس پوهه شۍ
    ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟فرخنده فسخنده
    دالنډ مطلب دي هغه څوک نه ګورۍ چي یاپه اسلامي معلومات خبر نه وي اویاداسلام له تاریخ څخه خبرنه وي اوهم هغه خلګ دي نه ګوري چي دنړی له پټوپتنوګوروجادوګرو فکري ،سیاسي جګړو خبرنه وي اوهغه څوک دي هم نه ګوری چي یهودان اوصلیبان نه پیژني اوهغه صوفیان دي هم نه ګوري چي یواځي صوفیت دین بولی اوهغه بی مذهبه ډلي دي هم نه ګورۍ چي بی له قران اوحدیث څخه نور هرڅه بدعت بولي خونه په
    قران خبروي اونه دحدیثوپه علم یعني داغربی نړی مذهبی ،فکري اوسیاسی جګړه ده دفرخندي قتل واقعایوه غربی مذهبی دسیسه ده ددي دسیسی یو څو احتمالي بیلګي ۱ کیدای سي ښاغلي ملنګ تعویذګر دجنسي اهدافو دنه ترلاسه کولولامله عامه کابلیانوته په دقران په سوځولو تورنه کړي وي ترڅودخپل بدفعلي توره پرده وغوړوي ۲ کیدای سي د داعیشي نوي اسلامپال غورځنګ لړی دزیارتونو اوتعویذونو دلوټ لومړي قرباني وي کیدای سی په مسلمه افغانی امت کی دنوی فکری جګړی اودهیواد مقدس ځایونه او وګړوته دشک اوشبهی لړی نوی پیل وي ۳کیدای سی دفرخندي عصبی نظام په یقنی ډول ګډوډ وي ۴ تاسو راته خپل نظرونه هم شریک کړی په وروسته کی به زه هم یوه نادره واقعه اوددی اصل درته ذکرکړم چي له همدی وروتو نظرونو څخه به لیری نه وي
    ستاسو ورور جمال غبرګون او دانتظار شیبی

  3. MHA Reply

    Theتعویذګر who created this whole issue should be punished first.

Leave a Reply to جنرال حبيب الله جلالزوي2 Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *