Categories

اعلان

Loading…

شهیدې فرخندې رواني ناروغي نه لرله/ میوند شینواری

۲/۱/۱۳۹۴

مخکې تر لیکنې د دروېش دراني دا نظم خامخا ولولئ!

تا لمنه د خزان ګلاب ګلاب کړه
موږ لاسونه د بهار کړل زخم زخم
تا دښمن هم په امان رساوه کور ته
موږ ملګري خپل پر لار کړل زخم زخم
پر تا باندې د غلیم اولاد هم ګران و
موږ بچې د مور او پلار کړل زخم زخم
مګر بیا مو هم په خوله دغه دعوه ده
چې موږ ستا پر لار روان یو محمده!
دروېش درانی

یوه معصومه، بېګناه او باحجابه پېغله چې غواړي د یوه نااهله تش په نوم ملا تعویذونه، مداریتوب او تجارت خلکو ته په ډاګه کړي او په اسلام کې یې ناروا ثابت کړي، د ملا په یوه چیغه د څو وحشیانو او بې وجدانو په لاس په ډېره بېرحمۍ په شهادت رسیږي.

څنګه دې لاس نه ماتېده، چې په هغې معصومې پېغلې دې تیږې ورولې؟ څنګه دې زړه کیده چې د هغې ګلالي بدن ته اور ورته کړې؟ او کوم مفتي درته د دې ګلالۍ د مرګ جواز درکړی و؟

یوازې د پېښې په ځای کې شتو خلکو په پټو سترګو او د حقیقت تر روښانه کیدو وړاندې اقدام نه دی کړی، بلکې یو شمېر افراطیانو پر خپلو فیسبوک پاڼو دغه پېښه له لیدو او اوریدو سره سم ستایلې او خوښي یې پرې ښودلې ده. دوی د دې پرځای چې خپل منطق نه کار واخلي، پېښه تحلیل کړي، سمدستي یې هر څه په پټو سترګو ومنل.

ژوندي بېګناه انسان ته اور اچول او دا ډول سزا ورکول په اسلام کې هیڅ جواز نه لري.

فرخندې خپله اسلامي زده کړې کړې وې او همېشه یې نورو ښځو ته اسلامي لارښوونې کړي دي. د پېښې په لومړیو کې د فرخندې کورنۍ د غړو په حواله راپورونو کې راغلل چې فرخندې رواني ناروغي لرله. اوس د حقایقو تر څرګندیدو ښکاري چې فرخندې رواني ناروغي نه لرله. کله چې پېښه رامنځته شوه په لومړیو کې کیسه سمه روښانه، نه وه دا چې د فرخندې په اسلام تجارت او د اسلام له نوم نه په ګټه اخیستود خلکو تېرایستل نه خوښېدل او کورنۍ ته یې هم دا خویونه معلوم وو نو کورنۍ یې فکر کاوه چې هسې نه له ملا سره تر لفظي شخړي وروسته ترېنه په سهوه کې رښتیا هم قران شریف نه وي سوځیدلی. د دې لپاره چې کورنۍ ته یې جنجال پیدا نه شي او یا یې څوک په بې دینۍ تورنه، نه کړي نو کورنۍ یې د فرخندې د ناروغۍ خبره وکړه، چې ګنې هغې رواني ناروغي لرله. حقیقت دا دی چې شهیده فرخنده یوه سالمه نجلۍ وه او هیڅ ډول ناروغي یې نه لرله.

هغې یوازې ملا ته تجارت ورخراب کړی و، ملا چې خپلې ګټې په خطر کې لیدې د قران شریف د سوځیدو ناره یې پورته کړه. ملا ته زموږ جهالت معلوم و، هغه پوهیده چې دې خلکو ته دین او مذهب مخکې کړه نور یې د حماقت ننداره کوه.

تر څو چې خپل غوږ نه ګورو او په سپي پسې منډې وهو او تر کومه وخته چې په وطن کې د ملا راج چلیږي تر هغې به همداسې په تورتم کې اوسو او همداسې ذلیله به یو، بلکې تر دې بدتر.

کومو خلکو چې پر فیسبوک پاڼو په دې پېښه خوښي ښودلې، زه باور لرم چې هغوی به اوس د وجدان په شدید عذاب اخته وي. د پټو سترګو قضاوتونو خو تر دې ځایه راورسولو.

کله کله وایم چې دا ملت همداسې ذلیل او بدبخته ښه دی خو ارمان چې د وچو له زوره لامده نه سوځیدی نو.

زه د خپل قام نه د شعور تمه په څه ولرم ؟

ما ورته څه، خو تش منیا او خلاصه وکړې

دې پېښې ښه سمه ثابته کړه چې موږ د عربو د جهالت تر زمانې هم یو څو ګامه وړاندې لاړو.

د شهیدې فرخندې په تړاو دې لومړی د پېښې د ځای پولیسو ته سخته سزا ورکړل شي، بیا نورو لوچکانو او پټ سترګو قضاوت کوونکیو ته. ویل کیږي چې پولیسو نه یوازې دا چې د پېښه مخه نه ده نیولې، بلکې خپله یې هم پکې ونډه اخیستې.

مجبور دی، په سلګو دې انسانیت دی محمده!

دنیا ته یوځل بیا ستا ضرورت دی محمده!

12 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *