Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د دفاع د وزارت لپاره څوک نه دي نومولي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون واشنګټن ته تر روانېدو مخکې د کابینې د پاتې غړیو لیست ولسي جرګې ته وړاندې کړ مګر په دې لیست کې د دفاع وزارت چوکۍ تشه ده.

د ولسمشر غني له لوري ولسي جرګې ته د ۱۶ وزارتونو لپاره نوماندان ورپېژندل شوي دي.

همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته ، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ، اسدالله ضمیر د کرنې – اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته ، محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته ، انجنیر محمود بلیغ د فواید عامې وزارت ته، عبدالستار مراد د اقتصاد وزارت ته، ډاکټر محمد الله بتاش د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته، اسدالله حنیف بلخي د پوهنې وزارت ته، سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې چارو وزارت ته، ډاکټر عبدالبصیر انور د عدلیې وزارت ته، پوهنیار عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته او علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارت ته نومول شوي دي.

د دفاع وزارت ته څوک نه دي نومول شوي.

تېر ځل (د جنورۍ په وروستیو کې) ولسي جرګې د اعتماد رایې لپاره له ۲۵ ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو څخه ۸ تنو ته رایې ورکړې او نور یې رد کړل. د رد شویو په منځ کې د دفاع وزارت ته نوماند جنرال شېرمحمد کریمي هم و.

په تازه معرفي شویو نوماند وزیرانو کې څلور تنه ښځې هم شاملې دي.

ولسمشر غني مخکې ژمنه کړې وه چې په کابینه کې به ښځو ته زیاته ونډه ورکړي.

181 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸