Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار والي عطاالله لودین استعفا وکړه

تاند- د ننګرهار والي عطا الله لودین نن په یوه خبري غونډه کې د ننګرهار له ولایته خپله استعفا اعلان کړه.

عطا الله لودین، چې پخوا د سولې د عالي شورا مرستیال و، وروسته له دې چې ګل اغا شېرزي د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړ او له ولایته یې استعفا وکړه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د ننګرهار والي وټاکل شو.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د ننګرهار د والي په توګه د لودین ټاکنې د یو شمېر خلکو ذهنونو ته راز راز پوښتنې پیدا کړې. ځکه چې نوموړی د هغه ايتلاف غړی و چې د ډاکتر عبدالله عبدالله او عبدالهادي ارغندیوال ترمنځ د انتخاباتو لپاره وشو.

ښاغلي لودین د ننګرهار له ولایته د خپلې استعفا د دلیل په اړه وویل چې ډیره هڅه یې وکړه چې په دې ولایت کې د فساد مخنیوی، د قانون حاکمیت او په ځينو ادارو کې اصلاحات راولي خو په دې هدف کې بریالی نه شو.

ده پر مرکزي حکومت نیوکه وکړه، ویې ویل چې پوره صلاحیت یې نه و ورکړی چې اصلاحات راولي.

483 total views, 2 views today

4 comments

  1. shakir Reply

    د ننګرهار د والی استفا که په همدی دلیل یی کړی وی چی وایی(…….. د خپلې استعفا د دلیل په اړه وویل چې ډیره هڅه یې وکړه چې په دې ولایت کې د فساد مخنیوی، د قانون حاکمیت او په ځينو ادارو کې اصلاحات راولي خو په دې هدف کې بریالی نه شو.)زړورتیا یی کړی ده موږ یی دغه زړورتیا ستایو هیله ده چی په افغانستان کی همدغه د دیموکراسی اصل رواج شی هغه چارواکی چی خپله دنده په ښه توګه او یا د نورو دلایلو له مخی پر مخ نه شی وړلای دا جرت ولری چی دنده پریږدی او د نر په شان استفا ورکړی.

  2. hassan Reply

    له داسی بیکاره والیانو له موجودیت او شتون نه نشت والی به ډیر ښه وی. هغه څوک چی د خپل قام او ملت په درد ونه خوری ، باید ژر تر ژره له داسی حساسو دندو نه ګوښه شی. حیف د هغو افغانیو او معاش چی په داسی خلکو مصرفیږی. هیله ده چی ښاغلی ولسمشر داځل زمونږ دی « تل پاتی پسرلی » ولایت ته یو ځوان ، له انرژی او پلان سره درلودونکی والی د ننګر هار ولایت ته وټاکی تر څو خلکو او هیواد ته مسول او ځواب ورکوونکی وی.

  3. Gul Reply

    لودين صاحب الله داجر دركرى تا دنوى كال په لمرى ورحً يوه پخه دبره كيشودله خداى پاك دنورمامورينولپاره دا تگ لاره وگرحًوى په افغانستان كى خلك إيمان په حًوكى وركوى او تول ملت دتوپونو او راكيتونو خلو ته برابروى تاسو دير مر كار وكر

  4. Wahab Reply

    Very good,
    When you don’t had power for change of any work or termination of clerk,
    what mean the governor?
    Moulavi Sahib don the work which never we seen in Afghanistan.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2