Categories

اعلان

Loading…

امریکا د افغانستان خاصو ځواکونو ته بې پېلوټه کشافې الوتکې ورکوي

تاند- د امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان د ملي اردو خاصو ځواکونو ته ۵ بې پېلوټه څارونکې(PC-12) الوتکې ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د جمعې په ورځ وویل، دا الوتکې به د هغې موافقې پر اساس، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال وشوه، په نژدې وخت کې افغانستان ته ورکړای شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري وویل، افغان خاصو ځواکونو ته تراوسه پوري ۱۳ بې پېلوټه (PC-12) الوتکې ورکړای شوي او له دغو الوتکو څخه د افغان ملي اردو د خاصو ځواکونو د ۷۷ قطعې ځواکونه کار اخلي.

د افغانستان هوايي ځواک هیله لري چې ۲۰ اې ۲۹ توکانو سپکې الوتکې ترلاسه کړي. دا الوتکې به د ایم آی – ۳۵ هیلي کوپترو ځای ونیسي چې د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې یې خدمات پای ته رسېږي.

د راپور له مخې د اې ۲۹ سوپر توکانو سپکو الوتکو لومړۍ ۲۰ الوتکې به راتلونکی میلادي کال افغانستان ته ورسېږي.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *