Categories

اعلان

Loading…

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ولسمشر د اعلان هرکلی وکړ

تاند- د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ولسمشر له لوري د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د مصونیت د اعلان هرکلی وکړ.

د افغانستان ولسمشرۍ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو ته ځان ژمن ګڼي او د خبریالانو پرخلاف تشدد نه مني.

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي:« په مرکز او ولایتونو کې دولتي چارواکي د قانون په رڼا کې مکلفیت لري چې په خپلو کاري برخوکې خبریالانو ته سم او دقیق اطلاعات وړاندې کړي.

د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی قطعاً موږ ته د منلو وړ نه دی او دا ډول پېښې به په جدي ډول تعقیب شي.»

خبرپاڼه همداراز وايي:« د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام به د مدنې ټولنې له بنسټونو سره په همغږۍ کې له خبریالانو څخه د ملاتړ، د بیان د آزادۍ د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.»

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په داسي حال کې چې دوی د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په اړه د ولسمشر د دې اقدام او اعلان ملاتړ کوي، د ملي یووالي له حکومته د خبریالانو پر ضد د تشدد د پېښو د جدي او عملي تعقیب غوښتونکي دي.

په وروستیو کې ځینو امنیه قومندانانو او نورو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت ورته ویلي چې له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *