Categories

اعلان

Loading…

ډاکټر اکبر اکبر د نورو ادیبانو او پوهانو له نظره

لیکوال: فهیم بهیر

د ډاکتر اکبر شاعري

د خوشحال، رحمان بابا او د پښتو ژبې نور ستر شاعران تېرل شول، همداسې په نړیوالو ادبیاتو کې څو سوه یا یو څوزره کاله وړاندې شاعران تېر شوي، خو د دوی شعر د هنریت او جوهر په اساس اوسمهال هم د خلکو ادبي ‌ذوق خړوبوي اوسمهال هم د دوی د شعر خبرې نوې او تازه دي او خلک ترې د ژوند په تیارو کې د هغوی له تجربو او لارو څخه ګټه اخلي. د دوی په اثارو د دوی په تخلیق یا په هنریت ورستنیو پوهانو نظرونه ورکړي د هغوی د بریا راز ونه یې څېړلي دي، د هغوی د ښې شاعرۍ تخنیک او فنونه یې معلوم کړي او ستاینې هم کړي دي.

مخکې یادونه وشوه چې د ډاکټر اکبر اکبر شاعري ادبي هڅې د پښتو ژبې د نومیالیو ادبپوهانو له خوا ستایل شوي دي، او نوموړی یې د معاصرې دورې فکري خو فطري شاعر بللی دی، چې د ده د شاعري، شخیصت او په شاعري کې د بریالیتوب رازونو ته ادبپوهانو اشاره کړې چې د هغو برخو ته به په لاندې ډول یادونه وکړو:

الف- پریشان خټک:

د کوزې پښتونخوا ادبپوه پروفیسور پریشان خټک لیکلي: (( ښاغلي ډاکټر اکبر اکبر زما له بچو سره د طب په سبق کې یو ځای و، د ده د طالب علمۍ په دوره کې به،چې ما کله د طبیه کالج پېښور مشاعرو صدارت کولو او د اکبر کلام به مې واورېدو، نو هغه نه خو روایتي وو او نه د د ماغو شاعري وه. ده د زړه شاعري وه چې بنیاد یې بېخي په فلسفیانه تخیل لګیدلی و. نن چې زه د هغه دا موجوده مسوده «لمر، شپه او ګل» لولم د نوي کول د تخیل پرواز ته حق حیران پاتې شم. زموږ د وختونو هغه ساده باده خبرې اوس چېرته دي. د دې زلمو د یو یو شعر په مفهموم د پوهیدلو د پاره به انسائیکو پېډیا لولې. په هر موضوع چې لیکي، نو دومره ژور ځي، چې که په مطلب پسې یې تل ته کوزېږې، نو د ډوبېدو خطره راپېښه شي، نو اکبر خو دردیدلی هم دومره دی چې د ښېښې په شان صفا زړه یې ټوکرې ټوکرې پروت دی. د ده شاعري نه خو د ګل او بلبل شاعري ده او نه د غم ذات بلکه دا د غم کائنات او د خپل چاپیریال رښتني عکاسي ده))(۳:ج).

د پریشان خټک په اند د ده شاعري د ځینو نورو شاعرانو په څېر یوازې زلفې، خال او شونډې نه ستايي بلکې د ده شاعري د خپل ولس د دردونو څړیکې دي چې د شعر په بڼه یې وړاندې کوي او بله مهمه خبره د ده شاعري له پخوانیو سره زیات توپیر لري ځکه اوسمهال نړۍ د پرمختګ اوچت ګامونه اخیستي دي، نو د ده شاعري هم نوي فکرونه لري : (( ما وړاندې ذکر کړیدی، چې زه د ډاکټر اکبر د شاعرۍ تل ته کوزېدل نه غواړم، ځکه چې هلته رسېدل زما د وس خبره نه ده اوس که څوک ما په دې اعتراف ګرموي، نو هغه به د دې حقیقت نه هم انکار کوي چې شلمه او یوویشتمه صدۍ کې فرق دی موږ په ډاک خانو د پنځو پیسو په لفافه کې بنده چهټئ چې د کلي نه خپلو خوږمنو ته لاهور ته استوله، او نیم ګړې شان ځواب به یې راتلو نو میاشتې به تېرې شوې او د نن زلمي د د نیا له بل کټ سره په سیکنډونو په ایمیل او انټرنیټ رابطه جوړوي. هم دغه هومره فرق زما او د اکبر په شاعرۍ کې  دې. زموږ شاعري که هر څو قامي او انساني وه، خو زیاته برخه به په کې د تورو وروځو، سرو شونډو او شنو خالونو وه. د ډ اکبر په شاعرۍ کې دا څېزونه نه په دوربین کې ښکاري او نه په خوردبین کې، بس دا خو یو انګار دی چې په سینه کې یې پټ کړې دی د شاعرۍ په رنګ کې بڅري ترې لویږي یواځې د قام او اولس درد دی))(۳: هـ).

ب- استاد محمد صدیق پسرلی:

د پښتو ژبې غزلبول شاعر استاد ارواښاد محمد صدیق پسرلي لیکلي چې ډاکټر اکبر  اکبر د علامه اقبال په څېر خپل ولس ته د خپلې زمانې حال وايي او د ده ټوله شاعري د خپل ولس له پاره ده په خپلو الفاظو کې فکر وړاندې کوي چې ولس څنګه بیدار او څنګه له بدبختیو څخه وژغورل شي: (( الفت صاحب ویلي دي چې په انسانانو کې تفاوت دی ځینې ځان او ځینې جهان جوړوي.

په شاعرانو کې هم فرق دی، څوک د خیال په رنګینه دنیا کې لاهو دي او څوک د خدای د نبیانو رښتینو لارښوونکو او خوا خوږو مصلحانو په څېر د قام د بیدارۍ چیغي وهي. ډاکټر اکبر اکبر له دوهمې ډلې شاعرانو څخه دی، چې کله د خیال رنګینه ماڼۍ هم جوړوي، مخاطب یې خپل ولس دی، ولس ته په کې څه ویل غواړي، هڅه، مبارزه، جدو جهد، د رڼا ویشل، په تیارو یرغل، د پاڅون اواز او د فکر د ډیوو بلول د ښاغلي اکبر د شاعرۍ په اصلي موضوعاتو کې شامل دی.

لکه څنګه چې ډاکټر اکبر وايي، ژوند یوه تونده منډه ده او چې څوک ور سره ځغلی هغه د ژوند د پلونو لاندې دل کېږي. دا کانه د ډاکټر اکبر په قام شوې ده، ځکه خو دی ور باندې اوازونه کوی چې را پاڅئ چې خوب ویده وو نو د قام تر ویښولو لوی کار به د نوح نبي له پاره بل کوم وو؟ …ځینې کسان ګمان کوي چې که د پخوانو لویو شاعرانو غوندې شاعري وکړي، نو دوی به هم تلپاتې شي، حال دا چې هغوی ځکه تلپاتې شول چې د خپل وخت خبرې یې وکړې. اوسني شاعران هم که اوسنۍ ستونزې اوسني فکرونه او اوسني دردونه هیر کړي، شاعري به یې بې هویته او بې مطلبه شي.

ډاکټر اکبر چې د ډاکټر اقبال غوندې خپلو خلکو ته د خپلې زمانې حال په شاعرانه ژبه بیانوي، شاعري به یې همیشه لوستونکي ولري او په لویو شاعرانو کې به حساب وي))(۳:ب).

ج: استاد حبیب الله رفیع:

د اکټر اکبر په پېښور کې د مقاومت ادبیاتو ایجاد ګرو په ډله کې ځای لري او د وخت رژیم پر ضد یې شعرونه ویلي دي . د ده د وړکوالي او شاعرۍ په اړ استاد حبیب الله رفیع د لیکنې یوه برخه را اخلو چې د ډاکټر اکبر په اړه ښه معلومات لري: (( د ۱۳۴۱ کال خبره ده زه د اتلسو کلو وم، د هېواد له مطبوعاتو او  له راډیو سره مې ادبي همکارۍ لومړي کلونه وو، د نورو خپرونو تر څنګ به مې د راډیو ادبي پروګرامونو ته هم مواد لیکل او په پل باغ عمومي کې به مې د راډیو زاړه دفتر ته سپارل. ښاغلی ننګ یوسفزی هلته د ادبي پروګرامونو مشرو، زه به چې ورغلم کله ـ کله به په اداره کې یو وړوکی ماشوم هم ور سره و، د ماشوم عمر به پنځه – شپږ کلونو و، خو بیدار، هوښیار، خوځنده او ځیرک ماشوم، په ښه جرائت به یې ستړي مشي او برخود کاوه، دا ماشوم د ننګ صاحب زوی و.

ډېر کلونه ووتل نه مې بیا ننګ صاحب ولید او نه دا ماشوم په ۱۳۵۳ کال کې وږمې مجلې د محمد اکبر اکبر په نامه د خوږو شعرونو نشرول پیل کړل، زما توجه یې  جلب کړه، له چا نه مې وپوښتل دا شاعر څوک دی؟ راته وویل شول د ننګ صاحب زوی دی. زما سترګو ته هماغه هوښیار او ځیرک ماشوم نیغ ودرېده. ما دا وخت په پښتو ټولنه کې کار کاوه، یوه  ورځ یو ځوان راغی ځان یې معرفي کړ او خپل یو غزل یې چې په خپل خط یې لیکې وه راته اهدا او راکړه دا ځوان محمد اکبر اکبر و او یا د پرون هغه ویښ ماشوم چې زما په ذهن کې یې ځای نیولی و بیا به مو وخت په وخت لیده کاته کېده.

په ۱۳۵۷ کال کې چې پر افغانستان د کمونیزم خونړی سیلاب راغی او بیا په ۱۳۵۸ کال کې چې سرې لښکر زموږ په هېواد کې پلې شوې هر څه یې ګډوډ کړل، زموږ ډېرې مادي او معنوي هستي یې ونړولې او زموږ ډېر ځوانان او روشنفکران یې تر سوني تېر کړل. د دې سېلاب په خړو کې محمد اکبر اکبر هم رانه نهام شو څو چې مې په ۱۹۸۱ کال کې د ده جهادي شعرونه له پېښور راډیو څخه واورېدل او څرګنده شوه چې د احساس او هېواد پال ځوان د خپلو پلرونو په لاره روان شوی او د مقدس جهاد او پاڅون له سپېڅلي بهیر سره مل شوی دی، زه هم په ۱۹۸۲ کال کې پېښور ته راغلم محمد اکبر اکبر اوس هغه ماشوم او هغه ځوان نه و چې ما لیدلی و هغه اوس خپلې لوړې زده کړې  کړې وې او هغه ځوان ډآکټر په توګه په کار بوخت و))( ۲: یویشتم).

دـ  همیش خلیل:

د همیش خلیل په وینا ډاکټر اکبر اکبر د خپل ملت له پاره هلې ځلې کوي،د خپل احساس له امله د شعر موزون کلام د لارې نارې وهي: (( ډاکټر اکبر دننګ یوسفزي زوی دی. د ننګ بچی هم د دغه خاورې په ننګ او ناموس رنګ دی، په حیث د یو شاعر د هغه د قلم په حیث د یو ډاکټر د هغه د نشتر او په حیث د یو افغان د ځوانې وینې ټوله متاع د هغه د فن او احساس په ائینه کې د خپل ملک او ملت د زوړ آن و شان د بازیابۍ او بر قرارۍ د پاره بېقراره لیدلی شي. منم چې په حیث د یو شاعر د ښاغلي اکبر فن پرته د ملۍ شاعرۍ نه د انساني ژوند د نورو ګڼو اړخونو عکاسي هم کوي…. اکبر یو بیداره ذهنه شاعر دی او خپلې وینې تقاضی او غوښتنې یې د خپلو پېشرفتو په لار بیايي. هم دغه وجه ده …))( ۲: درېیم).

هـ ـ شېرزمان غمجن:

د کوزې پښتونخوا نومیالی لیکوال او ډرامه لیکونکیۍ شېرزمان غمجن په اند په هر شعر کې ډاکټر اکبر اکبر بیان ته زیات زور ورکړی او په غزلو باندې هم د نظم سیوری پریباسي. نوموړی په نقدي توګه د ښاغلي اکبر شعر ته کتنه کوي: (( دې که شک نشته چې اکبر د شعر په ژبه د مقصدیت بیان په ډېره زړوره او زوروره توګه کړی دی او تر  وسه  وسه یې د شعر حیا ساتلې ده، سره د دې چې اکبر خپلو شعرونو کې بیان ته زیات زور ورکړی دی او صنایع بدایع غوښتنو ته یې دومره پاملرنه نه ده ورکړې، د ده شعرونو کې ځنې داسې هم شته چې اورېدو سره یې زړه ټوپ کړي چې واقعي دا شعر دی.

…اکبر په شعر کې نظم ته زیات مات دی. .. غزل کې یې هم د نظم غوندې په یو خیال زیات زور اچولی دی او د غزل خیالي رنګینو او خوند ورو مستیو کې یې هم د مقصدیت لمن نه ده پریښي.

د ژبې په لحاظ اکبر په خپلو شعرونو کې د پښتو خالص الفاظو ته زیاته پاملرنه ورکوي، چې ځنیې ځای کې د ده د مشکلاتو غمازي هم کوي او لوستولو والو ته به ګران پریوځي. البته د پښتو ژبې له پاره دا دډېر ارزښت لري چې داسې الفظ او محاورې خوندي وساتلي شي))( ۲ :دیارلسم).

د ډاکټر اکبر د شعر ترکیبونه ښکلي دي، شعر یې دومره اسانه هم نه دی، چې هر څوک یې په معناه پوه شي او که هر شعر یې لیکلې د معنا له پلوه پیاوړی دی یعنې د ده په شعرونو کې کمزور تیا نه شته بلکې هر شعر یې شعریت لري.

وـ عبدالبهاري جهاني:

 د نوموړي د شاعرۍ په اړه د پښتو ژبې شاعر او لیکوال عبدالبهاري جهاني یوه څېړنیزه کتنه کړې چې مهمې برخې یې دلته را اخلو: (( که ووایو چې اکبر اکبر د پښتو ژبې په هغهو تکړه شاعرانو کې راځي چې شمېر یې د لاس تر ګوتو کم دی، نو مبالغه به مو نه وي کړی. هر څوک د ښه شعر ویلو استعداد نه لري. دا استعداد خدای(ج) د ځینو خلکو په برخه کړی وي.  خو د ده په حق کې خبره سرچپه ده. یعنې دی د بد شعر ویلو استعداد نه لري او چې هر شعر یې ویلی دی، هغه یې منتخب دی. اکبر اکبر د پېچلو او مغلقو شعرونو لیکلو شوقمن دی. د ده داسې خوښه ده چې صرف محدود خلک یې په شعر پوه شي. کوښښ کوي چې په هر بیت او مصرع کې نوي مفاهیم ځای کړي، خو دا مفاهیم په دونه ښایستو کلماتو او ترکیبونو کې پېچي چې کله کله یې له لوستونکي څخه د  مضمون افاده ورکه شي.

… د اکبر په شعرونو باندې ډيرې خبرې کول ځکه یو څه ګران کار دی،چې د ده ژبه یوازې د ده خپله ده او چې له کومې حادثې څخه کوم احساس ورته پیدا شوی دی، نو هغه یې په داسې کلماتو او ترکیبونو افاده کړی دی، چې کله خو یوازې دی ور باندې پوهیدای شي. البته دا خبره او تبصره د اکبر د شعرونو شعریت او ښکلا ته نه یوازې صدمه نه رسوي بلکې د هغه شعر ته یو خاص امتیاز ځکه وربښي چې ترکیبونه یې تقریباً ټول خپل دی او په هره مصرع او بیت کې یې رنګ موجونه وهي))( ۸: ۲۲۳).

کـ ـ استاد اسدلله غضنفر:

د ځینو شاعرانو په شعرونو کې د ځینولازمو اجزاو تر منځ تناسب موجود نه وي، خو د ډاکټر اکبر فکر هم د موسیقي سره تناسب لري، ځکه نوموړی وچ فکر نه وړاندې کوي بلکې د هنر ټول اړخونو ته یې پام کړی دی. په دې اړه د پښتو ژبي کره کتونکی استاد اسد الله غضنفر وايي : (( د ډاکټر اکبر په شعر کې دوه خبرې د توجو وړ دي، یوه د ده په شعر کې فکر ډېر دی او بل د ده په شعر کې موسیقي د ډېرې توجو وړ ده. که چېرته د یو ماشوم سر د یو ه دیرش کلن ځوان غوندې وی او ډېر ښکلي سر هم وي بیا به هم بد ښکاري، ځکه چې د هغه جسم او سر تر منځ تناسب نه وي. تناسب د ښکلا یوه بنیادي خبره ده چې  آن ارسطو ورته پام و. ارسطو چې ۲۵۰۰ کاله پخوا اوسېده د ادب او د ادب د ماهیت په حصه کې د لرغونې دنیا ډېرې خبرې د اعتبار وړ دی. موږ چې د ډاکټر اکبر په شعر کې فکر او موسیقي یادوو، د دې دواړو تر منځ تناسب شته ده))(۵:۵۹).

د ډاکټر اکبر د شعرونو بیتونه لنډ دي، خو معنايي پراخه ده، هم موسیقي لري، هم فکر د استاد پسرلي په څېر استاد غضنفر هم وايي چې د ده شاعري کې د خپل ولس له پاره ډېر پیغامونه شته دي : (( ډاکټر صاحب اکبر دغه پیغامونه په داسې یوه ژبه  او بحرونو کې وړاندې کوي، چې هغه ډېر چست او قاطع دي. اکبر صاحب یو داسې انداز لري لکه یو ډېر حکیم، ډېر مفکر او ډېر خواخوږی سړی، چې خپلو خلکو ته د ستونزو په باره کې لارښوونه کوي، هغه موسیقي هم ، چې ورته انتخابوي هغه د یوه لارښود  موسیقي ده او دغه موسیقي د ده له خبرو سره یو عجیب تناسب لري. مثلاً دی وايي:

شپه ده سحر وغواړه

شمعې نه ! لمر وغواړه

که ځېر شو ډاکټر صاحب په ډېرو کلماتو کې یو ډېر لوی مفهوم بیان کړی دی. دی یو قسم قاطع غږیږي او هغه موسیقي یې هم چې ده ډېره قاطعانه ده. ګورئ دی دلته حکم کوي : ( شپه ده سحر وغواړه!) او بیا په دوهمه مسره کې واي (شمعه نه) دلته یو څوک نهي کوي، لکه یولارښود چې څوک له یو کار نه منع کوي))(۵: ۶۱).

م ـ څېړندوی عبدالغفور لېوال:

د پښتو ژبې نومیالی لیکوال او شاعر  عبدالغفور لېوال هم په دې اند دی، چې ډاکټر اکبر په شاعري کې نوې خبرې شته او د شعر په ښکلي ژبه نوي موضوعات خپلو خلکو ته وړاندې کوي : (( د ښاغلي اکبر شاعري ځکه ښکلې ده، چې هم د محتوا او هم له شکلی پلوه ځینې نوښتونه په کې شته. د محتوا له پلوه د ښاغلي ډاکټر اکبر د شاعرۍ یوه ځانګړنه دا ده چې یو شمېر پېچلي فلسفي افکار یا هغه فکري انګېرنې چې دی پرې معتقد دی، د هغو په اړه فکر کوي او هغه قضاوتونه چې دی د ژوند، حقایقو او د عقل په اړه لري،  په شعر کې په ډېره خورا ساده او بسیطه ژبه چې زموږ خلک پرې پوهېږي ویلي دي. زه فکر کوم چې دا یو کمال دی. نور موږ له زړو خبرو او موضوعاتو راوتلي یو او باید خپل فکرونه، د ژوند ورځنۍ چارې او هغه حقایق چې موږ ور سره مخامخ یو په ډېره ساده او بې تکلیفه ژبه راونغاړو. زما په نظر دا یو کمال دی او ډاکټر دغه کمال لري))(۵: ۵۹).

ن ـ پیرمحمد کاروان:

د ډاکټر اکبر د شعرونو د ځانګړنو په اړه هر ادبپوه لومړی د ده په شعرونو کې د فکر د قوت خبره کوي چې فکري اړخ یې قوي او د یو بیت معنا ته د انسان ‌ذهن ژوره کتنه کوي او دا اړخ یې ډېر غښتلی دی. د پښتو ادب د اوسني شاعرۍ سر لاری پیرمحمد کاروان  همدې برخه ته اشاره کوي: (( هر هنر ته توجو په کار ده، خو شاعري داسې یو هنر دی، چې کله کله د ډېرې توجو له کبله هم خرابېږي، ځکه د شاعري یو ځانګړی حالت وي او دغه  حالت هر وخت پر چا نه راځي. د نثر لیکلو له پاره به یو څوک مخکې له مخکې یو څه تیاری نیسي، خو د شعر ویلو له پاره د تیاري نېولو امکان نشته. په شاعري کې د هر چا خپل انداز وي او له هر څه نه،چې یو څوک متاثره کېږي، هغه یې په شعر کې خامخا راځي. له فکري اړخه ډېره توجه د شعر ښایست ته زیان رسوی، ځکه شاعري کې یوه جذبه او ولوله وي، دغه جذبه او ولوله چې  په خپل طبیعي انداز کې راغلی او په فطري ډول توکېدلی وی، هغه واقعات ښه راځي))(۵: ۶۳).

د ښه ادب یوه ښه ځانګړنه سوچه والي او روانوالی دی چې  د ډاکټر اکبر شعرونه هم روان او هم د نورو ژبو تاثیرات یې کم دي پیرمحمد کاروان په دې اړه ویلي: (( واقعاً ښه شاعري کوي . ژبه یې ډېره سوچه ده، تر ډېره په خپل شعر کې د نورو ژبو لکه عربي او درې د کلیماتو له کارولو اجنتاب کوي))(۵: ۶۳).

س ـ ډاکټر منقاد الرحمن رودوال:

د ډاکټر رودوال په وینا د ډاکټر اکبر شاعري کې هم سختي نه لیدل کېږي، چې د لوستلو پر وخت څوک د تکلف احساس وکړي او بله موضوع دی خپله موضوع د یوې ټولنې خلکو له پاره نه بلکې انسانیت له پاره وايي که هغه د هرې ټولنې غړی وي او دا هغه اساس دی چې یو شعر یا اثر ته نړیوال توب ارزښت وربښی. ډاکټر رودوال زیاتوي: (( دی چې څه هر څه وايي، په طبیعي او فطري انداز یې وايي او لکه څنګه چې دي هسې یې وايي. لومړی د ده د ژبې رواني ده، دی په ورځنۍ محاوره کې د «ته» پر ځای«له» کارروي، دغه څه په شعر کې هم وايي. ای د تورو بنګو کڅه ـ ما له درم د لونګ را، دلته دی چې په شعر کې تصنع او تکلف نه احساسېږي او دا د ډاکټر صاحب شعر ته قوت وربښي. … دی د یو پښتون د یو افغان او د یو مسلمان په توګه خپل اورېدونکي ته نه دی مخاطب، بلکې د یو انسان په توګه مخاطب دی. دی که جلوزو د کیمپ یو مهاجر یادوی، ور سره د تورې افریقې بچوړي هم نه هېروي. زما په نظر که موږ و غواړو چې نړیوال شعرونه ولرو، نو باید نړیوالو معیارونو  ته پام وکړو.))(۵: ۶۸).

د ډاکټر منقاد الرحمن رودوال د خبرو په تایید عبدالغفور لیوال وايي چې داکټر اکبر په شعرونو کې هیومانستي اثرات ډېر لیدل کېږي: (( د ښاغلي اکبر په شعر کې یو ډول هیومانیستیک تمایلات ډېر لیدل کېږي. یعنې د د ه د شعرونو د محورونو په مرکز کې انسان واقع دی او کله کله دا انسان محوري یې تر دې حده رسیږي چې د ښاغلي اکبر په ژبه د افریقې یو بچوړی، د افغانستان یو ماشوم، د فلسطین یو بچی او بالاخره د یو بیچاره مهاجر ماشوم رنځ او درد یو ګڼي او هغه په خپلو هډوکو کې احساسوی. د تورې افریقې بچوړی د ده همداسې یو شعر دی))(۵: ۶۸).

ع: پوهاند یارمحمد یزال:

د ډاکټر اکبر اکبر په ډېری شعرونو کې فکر او مضمون د هغه د شعر په فورم او فیګور پیاوړی ښکاري او آن له تخیل نه یې هم تفکر او تعمق د اندونو او فکرونو په جوړولو او مرتبولو کې غوښتنه او د پام وړ برخه لري، په دې معنا چې د شعر فکر او مضمون یې داسې سره نغاړلی او په تدبیر  پوهې او حکمت یې اړولی،چې هر پېیلی فکر او مضمون یې د خپل علمي ماهیت په زور او ځواک سره د انسان زړه، ذهن او ضمیر ته ځان رسوي او د ادب او فرهنګ د مینه والو د فکر او ټولنیز شعور په لوړولو او بډایولو کې نه یوازې کاري برخه اخلي، بلکې د ادب او فرهنګ د لېوالو او مینه والو ادبي او فرهنګي مینه هم پرې ماتولی شي(۱۸: ۱۶۵).

له پورتینو نظرونو څخه لا روښانه شوه، چې د ډاکټر اکبر په شعرونو کې عالي فکر پروت دی،  د ځمکې د کرې په هره سیمه کې انسان دوستي لري، بلکې د ده شعر تنها شعار د یو قوم یا د یوې ژبې له پاره نه دی، بلکې د هنري ارزښتونو ترڅنګ لوی ټولنیز ارزښتونو څخه برخمنه شاعري لري.

دوهمه برخه

لومړۍ برخه

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *