Categories

اعلان

Loading…

پرون او نن زيات کسان له لوږي مړه سول!/ عبدالظاهر قلموال

د کرزي د دوو رسمي ولسمشريزو دورو پرمهال پر افغانستان د ډالرو سمندر رامات سو، د ګوتو په شمېر څو غله او دولتي زورواکي او چاورواکي پکښي ښه چاغ سول، په کور دننه او بهر يې دخپلو بچيو دپاره شيشمحلونه جوړ کړل، د مېلو، چړچو، عيشونو، عشرتونو، نشو، تماشو په لټون د نړۍ د پرمختلليو هېوادونو دپارکونو يا هم نڅا ځايونو په سوچونو کي ورک سول، ماشومان، مېرمني او کورنۍ يې د پوتين او اوباما دماشومانو او مېرمنو په څېر خوشحاله ژوند لري.

خو عام افغان، بېچاره ولس بيا دخپلو سرو وينو په سمندر کي ولمبول سو، د ژوند دخوښيو، نېکمرغيو څخه يو مخ بې برخي پاته سول، تر پايه پوري په يوه ګوله وچه ډوډۍ هم ماړه نه سول، که څوک دلوږي خواستغي سول، خو ډېر زيات دلوږي دلاسه مړه هم سول او …….

د تېر ديارلس کلن حکومت مرستي، کومکونه، لوی او وړې پروژې د ښارونو او ښارونو ته نزدې سيمو پوري محدودي پاته سوې، په پايله کي يې يوازي او يوازي د يوڅو غلو او زورورو چارواکو يو پوړيز کورنه څو پوړيزه او خړ، خټين کورونه جل بل وځلېدل، خو زما کړېدلي ولس يوه افغانۍ مرسته په سترګو هم ونه ليده.

هر چيري غريب، مظلوم ولس د خپلي غريبۍ، بېوسۍ او مظلوميت په سزا رسېدلی دی، د ژوند په هره لاره کي د زمان او موجوده وختونو د لويو ستونزو، کړاوونو، لوړو ژورو په ټکرو خوړلو کي را لوی سوي دي، په خپله ټولنه کي د ‌ټولني د هر کورني ظالم، غاصب، انساني قاتل د ملت د ويني تږي او وينه زبېښونکي تر بر لاس لاندي شېبه، شېبه ژوندون پرې د يوې نه هېرېدونکي خاطرې په څېر تېر سوی دی، دلته د ټولو خلکو زړونه د نيمه خوا هيلو، ارمانونو لويه هديره جوړه سوې ده، دلته دګل غوندي ښکلي ځوانانو ګل غوندي نازک بدنونه هم ديو چا او بل چا په ذهرجنو ګوليو، مرميو سوری، سوری سوه.

که څه هم په نوره نړۍ کي ديوه پس مانده حيوان دسر قميت، مرګ ټاکلې بيه او ټاکلی حد نه لري، ځکه چي دهغوی حيوان هم لږ تر لږه خپل غمخوار لری، مشر لري او سالار خو لري، موږ چي غمخوار نه لرو، سالار نه لرو، نو معلومه خبره ده چي د دردېدلي ولس انسان دسر، تن او سپېڅلي ويني قيمت صرف او صرف يو لک افغانۍ ټاکل سوی دی، د ټولي دنيا ويرونو، غمونو او ماتمونو هم خپله کډه دتل دپاره د مظلومو خلکو په کنډواله او خرابه کورونو کي اړولې ده.

دلته د حکومتونو ناکامي او کاميابي پاليسۍ، د قانون تطبيق د مظلومانو پر کردار برابري جوړيږي، زندانونه هم يوازي او يوازي د هغوی دپاره جوړيږي خو بس د تيارې ډبره ده د يتيم دسره نه چپيږي.

په دې عجيب، غريب و‌‌‌طن کي هيڅکله هم حق وحقدار ته نه دی رسېدلی، د دې وطن هر مشر سرکښي اختيار کړې ده، هر يو مشر ( د ميم زرما ټوله يې زما ) په فکر کي ورک تللی دی، او هرچا خپل، خپل کار کړی دی.

موږ وړاندي په افغانستان کي د بدلون په نوم نوي او راتلونکي حکومت ته ددې دپاره ښه راغلاست ووايه، ترڅو مو اوږدمهاله لوږه ختمه کړي، لکه څنګه چي پرون او نن زيات کسان د لوږي مړه سوه، خو دخپل بوډا پاچا څخه دسبانۍ لوږي د امان غوښتنه کوو، هر قاتل په خپله سزا رسول غواړو، د هر غل او غاصب سره دپوره حساب کولو غوښتنه کوو، د هر سرکښه پر سر دعدالت او قانون تطبيق غواړو.

126 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2