Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر او اجرايي رييس د شنبې په ورځ امریکا ته په ۴ ورځني سفر ځي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله به د امریکا په سفر کې له امریکايي چارواکو سره په خپلو خبرو کې زیات تمرکز له طالبانو سره د سولې پر خبرو وکړي.

د سولې د خبرو موضوع په داسي وخت کې توده شوې چې د طالبانو د جګړې فصل پیلېدو ته نژدې دی او افغان امنیتي ځواکونو د ناټو له مرستې پرته د سختدریځو پر ضد تصفیوي عملیات جاري ساتلي دي.

په وروستیو کې د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره دیپلوماتیکې هلې ځلې تېزې شوي دي.

غني او عبدالله له یو شمېر نورو افغان چارواکو سره د شنبې په ورځ واشنګټن ته په څلور ورځني سفر روانېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به په واشنګټن کې د امریکا د کانګریس دواړو جرګو ته وینا وکړي او له عبدالله عبدالله سره یوځای به کمپ ډیویډ او نیویارک ته لاړ شي.

د امریکا تر دې سفر مخکې ښاغلی غني په وروستیو ورځو کې سعودي عربستان ته لاړ او ښاغلی عبدالله هند ته تللی و څو له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په اړه د سیمې د هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

افغان مشران به د واشنګټن د سفر په لړ کې هڅه وکړي چې د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا بیاځلي ملاتړ ترلاسه کړي.

په همدې حال کې یوه لوېدیځ دیپلومات فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«یو له هغو عواملو څخه چې د دې سبب شوی چې ښاغلی غني اوس اقدام وکړي، ښايي دا وي چې د جګړې د موسم تر پیلېدو مخکې په سوله کې تر ممکنه حده پرمختګ وکړي.»

د دې سفر په هدفونو کې له افغانستان سره د امریکا اقتصادي ملاتړ او د دوو هیوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو موضوعات هم شامل دي.

افغان چارواکي هڅه کوي چې له ۲۰۱۷ وروسته د پنځو کلونو لپاره د امریکا د مرستو د دوام ډاډ ترلاسه کړي.

متحدو ایالتونو تر ۲۰۱۷ پوري افغانستان ته د مرستو تضمین ورکړی دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په مهال د امریکا او افغانستان اړیکې خړپړې شوې وې.

تر دې مخکې ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته هڅه وکړه چې له ګاونډي پاکستان سره اړیکې ښې کړي. پاکستان ته د افغانستان د سولې په بهیر کې د یوه کلیدي لوري په سترګه کتل کېږي.

پر دغه هیواد تور دی چې د طالبانو ملاتړ کوي او که د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي په افغانستان کې جګړه درېږي.

341 total views, no views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    داجه دواره مشران أمريكا ته سفر كوي.دوي ته نيك سفر غوارم.
    كوم تصميم جه أمريكا كي رهبري او دامريكا كانكرس نيولي دوي ته اوروي.جه عملي كري اوكه به دا تيره موده كي دوي كوم اشتباه وي كري وي هغه و ربه كوته كوي او كوشمال كوي .
    به دي مونز بوهيزو به ستركو كي دي خوك زمونز شكي نه اجوي .
    ١-داجه يو مستعمره هيواد يو بيا هم دمشرانو خخه هيله مند يم جه ددولت به نمايندكي يواخي ريس جمهور بايد بيانه وركري نه ريس أجرا يؤي .
    ٢-ريس جمهور دملت به نمايندكي خبله بيانه بايد به خبله زبه به بشتو اويا دري زبه وركري نه به بردي زبه مونز بو هيزو جه انكليس مو زده ده .٣-سوال دادي جه ريس أجرا يؤي خبل سفر هند ته دريس جمهور به اجازه كري وو كه به خبل سر كه دريس جمهور به اجازه نه وي شوي ولي دايوه لوره بي اعتناءي او بي اعتمادي دمشرانو تر منخ موجوده ده؟
    هيله مند يم جه دافغانستان ملي أوتريتيت او ديبلوماتيكو اريكو ته به بآم لرنه قدم واخستل شي او دبي اتفاقي او بي اعتمادي دلاري خنكه جه به داخل كي دواره رهبران خبل مينخي بدي اريكي لري هلته تري استفاده ونه شي . .

  2. saddat Reply

    امريکا ته داشرف غني سره د ډبل عبدالله تګ به دافغانستان هويت او استقلال دسوال لاندي راوستيا شي غني بايد دا سفر نه واي منلي۰ په درنښت

  3. alamoona Reply

    Pa wakht dy Afghanistan pa dwo barkho oweshal shee i.e Shamali Afghanistan ao Janubi Afghanistan ao dy tolumree gham ta dy da pae taky kekhodal shee.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸