Categories

اعلان

Loading…

د لري پرتو سیمو شپږزره ماشومانو ته به د زده کړو اسانتیا برابره شي

د پکتیکا د پوهني ریس وايي چې په ۱۳۹۴ کال کې به شپږزره تنو هغو زده کوونکو ته چې په لري پرتو سیمو کې ژوند کوي د محلي ټولګیو په جوړولو سره د زده کړي زمینه برابره کړو.

کوچي ځاځي چې نن یې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل چې دا ۱۳۵ محلي ټولګي د پکتیکا په نږدې لسو لري پرتو ولسوالیو کې جوړيږي، او زده کوونکي به یې درسمي ښوونځیو سره ثبت وي چې تر شپږم ټولګي وروسته به نږدې ښوونځي ته سپارچه کیږي.

دنوموړي په خبره ددې ټولګیو په فعالولو کې ورسره د سویډن کمیټه، یونیسیف، او د (جي پي اې) په نوم نړیوالې موسسې مالي او تخنیکي مرسته کوي اود شفافیت رامنځته کولو لپاره به یې نظارت هم د دواړو ادارو د مسئولینو لخوا ترسره کیږي.

دپکتیکا د پوهني ریس همدا راز وویل چې په پکتیکا کې، نا امني، د ډیری ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی، اود مسلکي استادانو نشتون د پوهني دبهیر پر وړاندي پرتې ستونزي دي.

دپکتیکا په ولایت کې اوسمهال ۳۵۸ ښوونځي فعال دي چې له جملې یې، ۶۲ لیسې، ۶۳ متوسطې او پاته نور ابتدایه ښوونځي دي.

په دې ښوونځیو کې ۱۵۵۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له جملې یې ۲۶۰۰۰ نجوني دي.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *