Categories

اعلان

Loading…

په لوګر کې په لومړي ځل د زیار په نامه ناپيلې اونیزه خپره شوه

په لوګر کې په لومړي ځل د زیار په نامه اونیزه خپره شوه، په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د زيار مدني ټولنې د غړو په نوښت زيار اونيزه له چاپه را و وته. دا اونيزه چې ناپيلې ده د زیار مدني ټولنې د غړو په شخصي لګښت به تر دې وروسته په دومدار ډول چاپيږي. د زیار مدني ټولنې غړي ژمن دي چې د خلکو د ريښتيني غږ په توګه په رسنيزه برخه کې هم خپل ناپيلی او مدني غږ پورته کوي او ددې ولايت د ستونزو، لاسته راوړنو په اړه به خلکو ته معلومات ورکوي. په زيار اونيزه کې سياسي ، اقتصادي، طبي او سپورتي ليکنې هم خپريږي څو له دې برخې هم د لوګر پتمن ولس خبر وي. زيار مدني ټولنه چې نيږدې درې کاله کيږي په لوګر کې فعالیت کوي تل يي کوښښ کړی دی د حقايقو په ویلو سره د خلکو د مدني حقوقو د لاسته راوړلو په موخه خپله مبارزه جاري وساتي. هیره دې نه وي چې تر دې وروسته به دا ګڼه په دومدار ډول چاپيږي چې نه يوازې په چاپي بڼه بلکه پر لیکه يي هم هره ګڼه د افغان ځواک په ويبپاڼه کې لوستلی شی. زیار مدني ټولنه هوډ لري څو په تدريجی ډول دا اونیزه نورو ولايتونو ته هم ورسوي او ډيری محرومې سيمې تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د زيار مدني ټولنې دارالانشا

138 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2