Categories

اعلان

Loading…

حکمت کرزی: ژر به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي نن وویل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې ژر پیلېږي.

ښاغلي حکمت کرزي نن /دوشنبه/ د افغانستان او چین د اړیکو په اړه په یوه غونډه کې، چې د دواړو هیوادونو چارواکو پکې ګډون کړی وو ، بې له دې چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو نېټې ته اشاره وکړي، وویل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ده وویل چې ژر به د دواړو خواوو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

د چین د اوسمهالو نړیوالو اړیکو د څېړنیز مرکز په مرسته په کابل کې «د افغانستان او چین اړیکې، لرلیدونه او فرصتونه» په نوم غونډې ته ښاغلي کرزي په خپلو څرګندونو کې د افغانستان په سوله کې د چین رول مهم وباله او له دې هیواده یې وغوښتل چې له هغه نفوذه په استفادې چې چین یې پر پاکستان لري، دا هیواد لا زیاتې همکارۍ ته اړ باسي.

خلیل کرزي له افغانستان سره د چین د ۳۰۰ ملیون ډالرو مرستې مننه وکړه، ویې ویل:«په تېرو ۱۳ کلونو کې چین له افغانستان سره په بېلابېلو بنیادي برخو کې مرستې کړي او تل په نړیواله کچه د افغانستان ملاتړی پاتې شوی دی.

په غونډه کې اعلان وشو چې په کابل کې به د چین پېژندنې او پیکینګ کې د افغانستان پېژندنې مرکزونه جوړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رييس فرامز تمنا وویل چې د دغو مرکزونو د جوړولو هدف دا دی چې دوه ملتونه یو بل لا ښه سره وپېژني او د خپلو ملي ګټو پر اساس منطقي او عقلاني پالیسۍ غوره کړي.

د چین د اوسمهالو نړیوالو اړیکو د څېړنې مرکز د دغه هیواد په لویو پرېکړو او پالیسي جوړولو کې مهم ځای لري.

238 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2