Categories

اعلان

Loading…

پر ګلونو مين شاعر/ ګل رحمن رحماني

        په پښتو ادب کې د جلال يا ښکلا ستاينې (جمال پرستۍ) لومړۍ بېلګې د شيخ متي بابا په شعرونو کې ګورو، خو ستر اديب او شاعر خوشحال بابا ته هم د نيچرلېزم يا طبعيت پرستۍ د ستر انځورونکي شاعر په سترګه کتل کېږي چې طبيعي مناظر يې په بې ساري ډول ستايلي او زموږ سترګو ته يې دروي.

   دلته به د هغه په شعرونو کې يواځې د پسرلي په ښکلا ستاينه او وږمو پسې وګرځو. پسرلی د ښکلا، ‌طراوت او رنګونو موسم دی، نو ځکه خو به د خدای تعالی په دې پراخه نړۍ کې داسې څوک نه وي چې د دې رنګين موسم له ښکلا نه دې انکار وکړي، خو دا چې پسرلی د ښکلا او جمال له کومې زوايې څخه ګوري، هغه د هر چا خپل ذوق دی.

   د پسرلي الهام بښوونکې ورځې د هر انسان احساس او ‌‎‌‌‌طبعيت را پاروي، چې دا احساس طبعا په ښکلا او جمال يو ډول اقرار دی. د شاعر مغز او ذوق حساس وي او د عادي خلکو له ذوقونوو سره توپير لري، نو له همدې امله کله ناکله له ډېرو بدرنګو څيزونو ښکلي شيان جوړوي او د يوه ماهر انځورګر په څېر يې مخامخ زموږ سترګو ته دروی.

   د همدې ښکلو انځورونو او ښکلا ييزو تابلوګانو له امله ځينې وخت د شاعر شعر تلپاتې کېږي، د ژوندي پيغام جامې اغوندي او دغه پيغام د زمانې په تېرېدو هم خپل رنګ نه بايلي، داسې شاعران به ډېر کم وي، چې په خپل شعر کې يې د پسرلي او ورسره متناسبو کلمو نوم نه وي راوړی، يايې دې شعري تشبيهات او استعارې د پسرلي په رنګ نه وي رنګولې.

   د پسرلي متناسبې کلمې، ګل، بلبل، چمن، وږمې او نور په يو ډول نه يو ډول خامخا د شاعر په شعر کې راځي، خو د پښتو ژبې ستر شاعر او مفکر خوشحال بابا تر بل هر شاعر په پسرلي زيات مين دی.

   هغه که د حماسو شاعر دی او د خيال شاهين يې د ننګ او جنګ په سردرو ګرځی، نو د پسرلي د نرم طبعيت ستاينه يې هم نه ده هېره کړې، په خپلو پسرلنيو شعرونو کې يې ګل، بلبل او خزانونه د شعر ښکلي انځورونه جوړوي، هغه ريښتيا هم په ګلونو زړه بايللی او له خزانونو کرکه کوي، کله کله خو په پسرلنيو وږمو مست ګل هم د خزان له وېرې مخکې له مخکې خبروي.

په دې باغ کې به دې پاتې نه وي ګله

که خبر شې د خزان له تطاوله

دا څو ورځې غنيمت ګڼه په باغ کې

چې په تا باندې سينه وهي بلبله

خوشحال بابا په خپلو شعرونو کې د سهارنۍ وږمې ذکر هم کړی دی، هغه له ګلونو غواړی، چې بايد د سبا باد يا د سهارني نسيم احسان مند اوسي، ځکه چې همدا د سبا باد دی چې ګلونه غوړوي.

د سبا باده ګذر په چمن بيا کړه

په چمن کې رنګا رنګ ګلونه واکړه

*****

رنګا رنګ غنچې دې واکړې په چمن کې

د خوشحال لپاره ښه راغلې صباحه

*****

د سهار نسيمه ښه راشه ګلش ته

د ګلونو شګفتن دی شګفتن

*****

چې ګل د باغ کا خندا بنياده

بلبلې ژاړي له ډېر فرياده

څوک به خندا کړي، څوک به ژړا کړي

دا چارې ستا دي د سبا باده

د پښتو ژبې د يوې پسرلنۍ لنډۍ مضمون داسې دی:

ګلان له خاورو پيدا کېږي

زما جانان تر ګل نازک خاورو ته ځينه

د همدې ښکلې لنډۍ مضمون د خوشحال په شعر کې په دې ډول راغلی دی:

له دې خاورو چې ګلان زېږي خوشحاله

دا په دې چې تل وردرومي مه جبينې

   د پسرلي په اړه یو متل هم شته، چې پښتانه يې هغه مهال کاروي، کله چې د يوه کار د پيل نه د هغه کار مثبته يا منفي خوا، يا په بل عبارت ګټه او تاوان اټکل کېږي.

((ښه کال له پسرلي معلومېږي))

دا ټکی چې ښه او باراني پسرلی د ښه او سمسور کال خبر ورکوونکی وي، خوشحال بابا ډېر پخوا درک کړی او ويلي يې دي:

بيا له ورايه په خندا راغله نګاره

د ښه کال خوبي ښکاره وي له بهاره

همدا متل په دري ژبه کې هم شته او په دې ډول راغلی دی (( سال که نيکو است از بهارش پيدا است))

خوشحال د ګلونو تازه ګي او طراوت د معشوقو له لاسه ګڼي او د معشوقې لاسونه يې ورته د ګلونو له څانګې هم اوچت ښکاري:

ګل چې ستا په لاسو درغی تازه شو

لاس دې لا شرف لري د ګل تر ښاخ

   هغه خپل ځان ته وايی چې هر وخت د ګلونو په نندارو پسې وځه او د پسرلنيو ګلونو څو پاتې او تلونکې ورځې په خوښۍ تېرې کړه.

د بهار په سيل تل درومه خوشحاله

چې يو څو ورځې د ګلو پر کاله شته

*****

ساقي راشه شراب راکړه د سرو سترګو

تر چشمانو دې ځارېږم چې بهار ځي

   دا دې هر عاشق او سپېڅلې مينې طبعيت وي چې معشوقه يې بايد يوازې او يواځې د ده لپاره وي، له ده پرته دې بل چا ته نه ګوري، خوشحال هم دا هيله د ګلونو د نندارې پر مهال له خپلې معشوقې څخه داسې کوي:

چې د بل و باغ ته سترګې کږې نه کړې

چې زما د باغ بلبله يا توتا يې

   خو کله چې د پسرلي په موسم کې له چا سره معشوقه نه وي، پسرلي هم ورته پيکه او بې مانا ښکاري، ځکه چې د پسرلي په ښکلا کې د بېلتون ترخه دردونه هم نغښتې وي او هره ښکلا ورته خپله معشوقه انځوروي.

چې ديدن د دلبر نه وي زه يې څه کړم

که ګلونه شګفتن راته هر لور کا

*****

د ګلونو په موسم کې هغه خوار شول

چې ګلرنګه معشوقه يې ترڅنګ نه وه

*****

چې دا هسې نوبهار درومي بې ميو

دا خبره په هر چا ده نا صلاحه

*****

زه له تا جدا په سوز او په ګذاز يم

ته به ګشت د ګلستان لاس په مينا يې

   د پسرلي لومړۍ شپې ورځې په ګلونو پيلېږي او دا نوي ټوکېدلي ګلونه هر چاته د پسرلي د راتلو زېری ورکوي، خوشحال بابا هم فرمايي:

د نرګس ګلونه پلي سواره راغله

ننداره يې د بهار کړه افتتاحه

   ګلونه هم رنګارنګ او بېلابېل ښکلي په زړه پورې رنګونه لري چې ظاهرا يې هر يو په خپل ځای کې ښکلی ښکاري، اصلا همدارنګونه په ګلونو کې د ښکلا اوچت معيار دی، ممکن د کوکنارو ګلونه د غاټولو او ريدي ګلونو سره ډېر ورته والی ولري، خو د خوشحال بابا وينا دا ده، چې د ګلونو د ښکلا معيار د رنګ تر څنګ خپله د همغه ګل ښکلې وږمه يا خوشبويي ده چې په اساس يې ښه او بد ګلونه يا اصل او کم اصل ګلونه له يوبل نه پرې بېلېږي.

رنګ او بوی دې هم هغه شانې پيدا کړي

که په رنګ د ياسمين دی ګل د سپاندې

   زموږ په نظر ښکلي باغونه هغه وي، چې سمسورې ونې، شنې او روانې ويالې، ګلبوټي، رنګا رنګ مېوې، روغبړ ځايونه او داسې نور طبيعي او مصنوعي مناظر ولري، خو د خوشحال په نظر که دا هر څه په بڼ کې موجود وي، خو چې د بلبلو له شور ماشوره خالي وي، نو کومه مرتبه نه لري:

مرتبه د هغه باغ څه پاتې نه ده

چې خالي وي د بلبلو له غلغله

   نوروز د کال لومړۍ ورځ ده او په دې ورځ نوی لمريز کال پيلېږي، چې د پسرلي د رنګين موسم د وري مياشتې لومړۍ نېټه وي، زموږ د هېواد او نړۍ په نورو ګڼو هېوادونو کې په دې مياشت کې باغونه شنه کېږي، د ژمي يخنۍ ورکې وي، هره خوا شنه او سمسوره ښکاري، خو د هېواد په پلازمېنه کابل او نورو مرکزي سيمو کې د نوروز له راتلو سربېره هم غرونه او باغونه سپېره او نا غوړېدلي وي چې ورسره د يو څه يخنۍ احساس هم کېږي، خوشحال بابا وايي:

که يو ګل و ماته راکړې د خپل باغ

خدای د تا ترو تازه لري تر باغ

نور باغونه د نوروز به ورځ غوړېږي

پر اهاړ کړي غوړېده د کابل باغ

دا لنډۍ ممکن ډېرو لوستې يا اورېدلې وي چې :

ګل له بورا سره جوړېږي

مناسب نه ده چې زاغان يې بويونه

د دې لنډۍ لرې يا دوهمه مانا هرې خوا ته تلی شي، خو خوشحال بابا هم دې لنډۍ ته ورته مضمون په همدې بڼه، خو بربنډو او بدو الفاظو بيان کړې چې کراهت لري:

د ګونګټ مينه په غول په خوشايه ده

خاصګي مينه له ګل سره بورا کا

   لنډه دا چې زموږ ستر مفکر د پښتو شاعرۍ يو ستر نيچرليست يا طبعيت پرست او طبعيت پېژندونکى هنرمند شاعر دی، دى په ګلونو، بوټو، مرغانو او د يوناني طبيب په څېر د نباتاتو په ځانګړتياوو ښه پوهېږي.

ده د پسرلي د موسم ډېرې رنګينې او ښکلې منظرې لکه د ژوند نور موضوعات او اړخونه په خپل شعر کې د د ژونديو شېبو د يوه انځور په توګه ايسار کړي دي او موږ يې هر وخت له نندارې څخه نوى خوند اخيستلى شو. خپلې خبرې دهغه په لاندې يو څو پسرلنيو بيتونو پای ته رسوم.

څو په باغ کې يوه غوټۍ د نوبهار شته

د بلبلو د توتيانو پرې چغار شته

*****

افرين دې وي په ول ول تورو زلفو

چې يې ځای د پاسه ونيوه د ګلو

د خوشحال په ګل رېزۍ کې بهار راغی

په زېبا وينا هر ګل ته مقابل يم

*****

چې وېرېږم د بهار په ښو ګلونو

چې باران شي د باران سره جاله شته

پاى

170 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *