Categories

اعلان

Loading…

پخواني ولسمشرښاغلي حامدکرزي او جهادي مشر استاد سياف ته

سيد حسين پاچا – صقهف

بس دی غني خپل کار ته پرېږدئ چې غني خپله کابينه جوړه او خپل پروگرامونه مخې ته يوسي

نه تاسو او نه عبدالله کومه ښه طرحه او بديل لرئ. له ولس نه لاره ورکه ده، پروفيسور صاحب او اسماعيل خان دې جهاد او جهادي تجربې تعريف کړي. معنوي يې شپږ مياشتې ټاکنې وځنډولې او عبدالله يې نن کابينه ځنډوي.

غني زموږ لپاره يو ستر غنيمت دی. هغه لېواله دی چې خپل هېواد او سيمې ته خدمت وکړي د الله تعالی د رضا، او د خپلو لوړو ملي – اسلامي گټو لپاره يې مرسته وکړئ چې خپل کار ته خوشې او خپل پروگرامونه مخته يوسي.

نوټ : الله تعالی بني اسرائيلو ته له اسلام مخکې د وخت هغه امت ته د حضرت زکريا عليه السلام له وژلو وروسته بل وروستی چاڼس حضرت عيسی عليه السلام ورکړ. دا چې هغوی سرکښه او نه منونکي وو، نو د هغه د قتل هڅه يې هم وکړه، خو هغه ترې الله ژوندی پورته کړ. دا په حقيقت کې هغوی ته الهام وو چې د ((نبوّت)) لوی او عظيم منصب، وياړ او عزت به نور په تاسو کې نه پاتې کيږي او دا به د ابراهيم عليه السلام بلې اولادې حضرت اسماعيل عليه السلام اولادې قريشو محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ته انتقاليږي او تر قيامت به له هغوی سره پاتې کيږي.

بيا عربو او موږ مسلمانانو ته کله چې حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه وفات شو، الله تعالی د وروستي ځل لپاره بل چاڼس ورته حضرت علي کرّم الله وجهه ورکړ. د هغه په مقابل کې يې هم بغاوت وکړ. دا په حقيقت کې د دې الهام وو چې ((خلافت)) به نور پاييږي او بيا ځايناستی به يې حضرت عيسی عليه السلام کيږي. هغه به بيا د دغه لوی منصب چارې مخې ته وړي.

دا چې نن داعش يا اسلامي دولت د ((خلافت)) دعوه کوي، د کعبې له جوړونې وروسته کله چې پر حضرت ابراهيم عليه السلام د څو کلماتو ((واذا بتلی ابراهيم ربه بکلمات فاتمهنّ قال اني جاعلک للناس اماماً، قال ومن ذريتي، قال لاينال عهدی الظالمين)) ازمايښت وکړ. له هغې وروسته الله تعالی ورته وويل چې زه تا امام ((پېشوا)) جوړوم، نو هغه مبارک د خپلې اولادې لپاره هم غوښتنه وکړه، نو الله تعالی ورته غوڅ ځواب ورکړ چې نه، زما عهده ظالمانو ته نه رسيږي. همدارنگه يې د پلار د بښنې په باره کې هم ورته غوڅ ځواب ورکړ چې ((استغفر لهم او لا تستغفر لهم، ان تستغفر لهم سبعين مرةً فلن يغفرالله لهم …)) بيا هغه مبارک د بښنې غوښتنه ونه کړه. الله تعالی نه ظالم خوښوي او نه ورسره مرسته کوي.

زموږ سلفيان وروڼه د حزب اسلامي غوندې کله ناکله سرتنبه شي. له قرآن وحديث پرته بل څه نه منو. کلام پاک خو وايی چې ((امانت خپل اهل ته وسپارئ))، زموږ سلفي وجهادي بوډاگان دې پرې سوچ وکړي چې دوی کلام پاک مني او که ترې لار ورکه شوې ده.

دا چې د هېواد مشر د يو تازه فرمان له مخې هغه کسان چې عمرونه يې تقاعد ته رسېدلي وي او يا له خپل قانوني وخته زيات په بهرنيو سفارتونو کې په دنده پاتې دي، له هغوی نه غوښتنه شوې چې خپلې دندې پرېږدي او خپلې دندې خپلو نويو همکارانو او ځايناستو ته پرېږدې. په دې کې د ښاغلي کرزي تره هم شامل دی.

همدارنگه ښاغلي غني د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی چې د خپل وزارت پورې اړوندو مامورينو يو لېست واخلي او دا په گوته کړي چې څومره کسان د لوړ پورو چارواکو پورې تعلق لري.

ولس له دغو بوډاگانو پوښتي او ترېنه غواړي چې دوی جهاد تعريف کړي چې جهاد څه ته وايی؟

دوی بايد د مجاهدينو تجربې تعريف کړي او بېلگې يې خلکو ته وړاندې کړي، کومې تجربې دوی يادوي؟

ملت له ښاغلي کرزي نه غواړي او ترې هيله لري چې خلک له جهادي مافيا نه ناخوښ دي او بيا نه غواړي چې جهادي مافيا واکمنه شي. ښه به دا وي چې نور له جهادي مافيا نه ځان راټول کړي.

دلته مې د ښاغلي صميم صاحب يوه ټوکه را په ياد شوه چې په هغه وخت کې موږ له مرحومينو پسرلي او ساهو سره يوځای په سپېدې مجله کې د افغانستان په کلتوري ټولنه کې کار کولو. صميم زموږ مدير وو، رفيع صاحب او کاروان صاحب هم وو. ډاکټر زيار هم تازه له کابله راغلی وو. له غرمنۍ وروسته پورته شو او موږ ټولو هلته د ماسپښين لمونځ ادا کړ. صميم صاحب وويل پاچا صاحب بختور سړی يې پسرلي صاحب، رفيع صاحب او ډاکټر زيار درېواړو ستا له برکته نن دلته په دفتر کې د ماسپښين لمونځ ادا کړ.

د يو څه پورې ټوکه را په ياد شوه، وايی چې له يوې ښځې چا وپوښتل چې ته ولې له هر چا سره داسې مهربانه يې، نو هغې وويل چې څه وکړم د مخ پوستکی مې نری دی. څوک چې راته ست وکړي، ترې شرمېږم ((نه)) مې ورته پر خوله نه راځي. زموږ هېواد مشر ښه سړی دی. هېڅ نه يې اوس هم دې ځينو ځينو جهاديانو او جهادي مافيا، غلو او لوټمارانو ته په خوله نه راځي. دا خو همدوی وو چې نوموړی يې له هر چا سره لاس وگرېوان کړ او نن ترې بيا هم راتاو دي.

زموږ گرانه پخوانی هېواد مشره تاسو درنه سټه ياست. زړه سوانده، زړه ور او ښه شخصيت ياست، خو خلک اوس له تاسو څخه د خپل واک لپاره ناوړه گټه پورته کوي. دوی تا رامخته کوي، تقاعد پلمه کوي او هم حکومت ته گوتڅنډنې کوي چې مجاهدين له واکه بهر پاتې شول. هراتی امير صاحب وايی چې ((حکومت دې د مجاهدينو له تجربو نه گټه واخلي)). تاسو مهرباني وکړئ، تاسو ترې وپوښتئ چې دوی څه تجربې او يا يې څه بديل لري؟

ښاغليه هېواد مشره،

که تاسو لږ کلام پاک ته سر ورښکاره کړئ، نو وبه گورئ چې الله تعالی بېځايه لگښت کوونکي د شيطانانو وروڼه بللي دي. ((ولاتبذر تبذيراً ان المبذرين کانوا اخوان الشياطين)) له بېځايه لگښته يې منعه کړې. ته گوره چې الله تعالی د ((اخوان)) کليمه له ((الشياطين)) سره لگولې او د ((اخوة)) کليمه يې له ((المؤمنون)) سره لگولې ده. د ((اخوان)) کليمه له ((الشياطين)) مخکې کارول شوې او ((د اخوة)) کليمه له ((المؤمنون)) پسې وروسته لگېدلې چې ((انما المؤمنون اخوة …)). څومره بېځايه لگښتونه په ارگ کې، په حکومت کې او په هر قرارداد کې چې تصفيه به يې کلونه وخت ونيسي. دا ځکه چې څوک له غني سره مرسته نه کوي.

ولس تاسو دواړو مشرانو ته سخت درناوی لري، خو که تاسو پخپل قدر او درنښت پوه شئ. زما گيله زموږ له دغه شيخ الحديثه کيږي چې تا خو يوه ورځ هم دغسې مساله ونه کړه چې ((بېځايه لگښتونه مه کوئ!)).

ښاغلی سياف او اسماعيل خان خو دواړه بوډاگان دي. د هر يوه زامن به خپل معاش او عايد لري. د بسم الله محمدي غوندې به ستاسو زامن هم قراردادونه لري، نو ستاسو لپاره دغه ډالري معاش زيات دی، ولې يې يو څه برخه غريبو ته نه ورکوئ او يا يو څه فيصدي د خپل معاش کمه کړئ. تاسو خو د ښاغلي سپنتا غوندې له هر چا مخکې معاش جيبونو ته کوئ.

همدا اوس چې روسيه د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ ده. ښاغلي پوتين خزانې ته امر کړی چې د نوموړي د معاش لسمه برخه کمه کړي او له نورو لوړ پوړو چارواکيو سره به هم بالمثل برخورد کيږي. ستاسو د دواړو خو ږيره او سر څه ان چې وريځې هم سپينې دي، نو مرگ مو هېر دی چې له مرگ مخکې څه خيرات وکړئ. بچيان به درپسې يا څه کوي او يا نه، تاسو ښځې او خاوند ته دومره په زرهاو ډالري معاش زيات دی. کور دې هم خپل دی. ضرورت نه لرې چې کرايه ورکړې، نو بيا ولې دومره وارخطا يې او حکومت ته داسې سختې گوتڅنډنې کوئ.

ښاغلي کرزي ته په کار ده چې هسې خوشې د خلکو په نغوته ديکته نه شي. تاسو ته الله تعالی يو ډېر ښه زبردسته چاڼس درکړی وو، خو تاسو ترې مناسبه گټه پورته نه کړه. د اجتماعي عدالت پرځای دې د جنگسالارانو، لوټمارانو، کوتکمارانو او لوچکانو مرسته وکړه. هغوی ته دې له خپلې سترې محکمې او له انتقالي عدالته مصوونيت ورکړ او هم دې له نړيوالې جنايي محکمې وژغورل، نو دلته که دې له يوې لورې ښېگڼه کړې، نو له بل لورې د کلام پاک ضد عمل اختيار کړی وو چې ((ولاتعانوا علی الاثم والعدوان)) چې دا دې يوه ستره اخلاقي تېروتنه هم وه. تاسو خو د ملت مخ ته خاورې وروشيندلې. د مظلومانو پر ځای دې د ظالمانو لاسرسی وکړ. تاسو ته پته ده چې الله تعالی عدالت خوښوي ((اعدلوا هو اقرب للتقوی)). تاسو تقوی اختيار کړې وه او که بل څه؟

ان شاء الله دومره مه وارخطا کېږه! دا هېواد چې د ايراني کڅوړو له برکته د ايران لاس ته کښېنوته، نو د پاکستان لاس ته به هم نه کښېوځي. که تاسو ته دا ستونزمنه برېښي چې ولې پاکستاني لوړ پوړي چارواکي راحل شريف ورضوان اختر له غني سره په ارگ کې گوري او حکومت له سفارت سره ډېر نژدې شوی، نو د خلکو هغه ورځې هېرې نه دي چې د ايران سفير به د خلکو په CVs کې لاسوهنې کولې او سيده به راته او چارواکيو ته به يې ويل چې هغه پلانی دې مقرر شي او هغه بل پلانی دې نه. ان تر دې چې په اسنادو کې به يې ورته لاسوهنه کوله. دا ټول ستا، عبدالله، سپنتا وعثماني په وخت کې شوي دي.

هند زموږ تاريخي دوست دی او دا دوستي به پر خپل ځای وي. که له يو لورې موږ د پاکستان تر گواښ لاندې وو، نو له بل لورې بيا د ايران د فرهنگي گواښ لاندې هم وو. تاسو يو گواښ شمارئ او بل نه. تاسو د خپلې وسې خدمت وکړ، اوس ښاغلي غني ته وخت ورکړئ، مرسته او ملاتړ يې وکړئ چې عبدالله ورسره نورې گوتې ماتې نه کړي. دغه په ټپه ولاړ حالت نور ختم کړي.

خلکو خو ستا خونده هم وليده چې عبدالله په زغرده وويل چې د حکومت اتيا برخې واک له موږ ((نظار شوری)) يا په بله مانا له پنجشيريانو سره دی او پاتې شل له ټول ملت سره. که تاسو يو غوڅ او قاطع عمل کړی وای، نو ولې گټلې ټاکنې به دومره جنجالي کېدای او ولې به د يو قرارداد له مخې د ښاغلي کيري په منځگړيتوب نيم په نيمه واک وېشل کېدای. ولس درنه غواړي چې وپوښتي چې تاسو هېواد مشر وئ او که د يوې خاصي مافيايي کړۍ استازيتوب او يا د يوې خاصې ولسوالۍ يا ننني ولايت چې هغه هم قانوني مراحل يې طی کړي نه دي مشر وئ. تاسو خو زموږ د شينوارو په مقابل کې لويه بېعدالتي کړې. زموږ نفوس له همدغه ولايت نه يو په څلور چنده زيات دی. ولسوالۍ مو ترې زياتې دي. ولې ولايت ته ارتقاء ونه کړه؟ په داسې حال کې چې ستا په وخت کې زموږ په ولسوالۍ کې پر واده بمبارد وشو او له سلو زيات شمېر مرگ ژوبله يې رامينځته کړه څه دې وکړل؟ هغه څه چې تاسو پنجشير ته کړي، يا دې موږ او يا دې گرد افغانستان ته کړي راشه چې سره پرتله يې کړو.

په پای کې زما مشوره ښاغلي غني ته دا ده چې که رښتينی اعتماد يا څه اطمينان موجود وي، نو بيا دې د سولې په مساله کې له پاکستان سره وروړاندې شي. بس توکل دې پر الله وکړي ((فاذا عزمت فتوکل علی الله))، له تشويشونو، بېباوريو او بد گومانۍ پسې دې نه ځي. دا ځکه چې الهي تضمين موجود دی چې که ډادمن ياست، نو بيا سودا وتشويش مه کوئ او پر الله توکل واعتماد وکړئ. سولې ته الله تعالی ((ښه)) ويلي چې ((والصلح خير))، نو چې الله تعالی ورته ښه وايی، نو بيا ولې تشويش ولرو؟ هغه ذات کبريا به له موږ سره مرسته کوي چې موږ وطالبان او ټوله نړۍ يې پيدا کړې ده. نه يوازې زموږ ((رب)) بلکې د ټول عالم ((رب)) دی. ښه به دا وي چې موږ بايد په هر قيمت چې کيږي جنگ ته د پای ټکی کښېږدو او خپل خلک راخپل کړو او خپلې چرگې ته يې راولو.

پر طالب هم غږ کوم چې له خدای وويرېږئ ! سولې ته غاړه کښېږدئ دا وروستی چاڼس بايد له لاسه ونه باسو. غني دې محتاطانه قدم اخلي. که د چين، سعودي او ترکيه په شمول او منځگړيتوب له پاکستان سره پوره اعتماد او ډاډ ورته حاصل شو، نو بيا دې پر الله توکل وکړي. او تشويش دې نه کوي. اميد الله تعالی ته شته چې الله تعالی به پکې خير وبرکت واچوي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

Hamid Karzai: Afghanistan in danger of sliding ‘under thumb’ of Pakistan

Afghanistan’s historic struggles against British imperialism and Soviet invasion will have been in vain if the country succumbs to pressure from neighbouring Pakistan, Hamid Karzai has warned in an interview with the Guardian.

http://www.theguardian.com/world/2015/mar/09/hamid-karzai-if-we-give-up-control-of-our-foreign-policy-pakistan-taliban-ashraf-ghani-india

7 total views, 1 views today

5 comments

  1. Paind Reply

    Rikhtia wo waye,

    da likana di ISI we aw ke di Mowlana Fazal Rahman

    fikar kawem ISI aw Mowlana pe gado likali we, zaka chi

    hadaf di ISI aw de quran ayatoona di Mowlana di.

    der be aqal saray ye.

    Umind laram taand zma tabsira khpari, kana, no di Taand khpale likana be wi

  2. Khalid Reply

    ښاغلی پاچا صیب ښکلی لیکنه مو کړی د خدای لپاره که چیری د سیاف او تورن په خیال جهاد کوم خاص تخنیکی کار وی چی نور خلک یی نشی کولی بیا خو دا خوب دی او بی ولی جهاد خو د افغانستان ټول ولس کړی دی چی نن چی څه ور رسیږی په هماغه یی اکتفا کړی ده او بله دا چی د جهاد غنیمت د ټول ولس حق دی نه د څو کسانو نو ښاغلی په روپی سور دی مهربانی وکړی او هغه د شهرنو،وزیراکبرخان کورونه چی له عربانو ورته پاتی دی د ټول خوار او غریب ملت سره شریک کړی او یاد دی هم دولت ته وسپاری چی دوی پری خیټه اچولی او مزی چړچی پری کوی ن

  3. ع. شريف زاد Reply

    ډير محترم پا چا صاحب سلام

    يو چينايې فيلسو ف په دې باور دى چې يو انسان له خپل ځان څخه هرڅه جوړولاى شي خو د پېژندګلوي په وجه يو کار نشي کولاى او هغه داچې له خپل پوټکي د باندې ځان نشي ښودلاى.د اى اس اى مزدور خپل کار وکړ، ولس يې تباه کړ، نړيوالو ته ېې په بشپړه توګه غلامي وکړه او په غلامي کې ېې د انګريزانو پټې او ښکاره ډيرې کته او پورته کړي او حتي تردې پورې چې د پښتنو هويت ېې پرځمکه واچا وه
    ديارلس کاله کې يو ماشوم ځلمي کيږي کرزي په خپلو خوشال ډزو، ،ناپوهو او بې کفايتو احساستو،د کلبي او مقصود په خوله او تصميمونو د غه ولس دومره په څپېړه وهلي چې د افغانستان ولس به ېې هېڅ توګه هېر نه کړي دانتصابي وکيل زوى د يوه ملت مقدرات دومره ناچيزه وګڼل چې ېهڅ عقل يې نه مني
    عرف او عادات، رسم او فرهنګ، ايمان اوعزت،مسوليت او رسالت يې نه مني او د نيوکو له ساحې اخوا خبره ده موږ افغانان لاهم خوش باوره يو، لاهم احساسا تي يو، لاهم پيسه خواره، د جاپان په لنډ کروزرو کې سپاره يو اويا داريانا د تلويژن په شان د بل فرهنګ نغاري وهوله دې تلويژن دومره نخبګان راپېژندل کيږي چې شميره يې له احصايې وځي نوکله چې يو هېواد دومره نخبګان ولري نو بيا مشکل څه دى؟
    کرزى چې کله د پکتيکا غم ځپلو ته لار دومره عالم اسباب يې وويل چې سري ورته حيران پاتې کيدهداسې معلوميده چې د عالم اسباب د استعمال ځاي يې نه پېژنده.

    دې کې شک نشته چې استاد سياف يو پروفيسور دى، ددين عالم دي او له تورن اسماعيل سره خو په هېڅ صورت نه مقايسه کيږي خو بيا يو انجينيير، ډاکتر، نداف، خټګر، شپون او ګدا ځا ن ته تکليف لري ددې مانا نه لري چې ددولت په ټولو امورو کې بيا که ملت ته اور واچوي هم نو دغه کار کولاي زموږ مولس خو له ډيره پخوا دغو القابو وخوړ دغه رواج به کله زموږ له ټولنې وځي په ځانګړې توګه په يو ويشتمه پېړۍ کې
    سياف د نورو په دام کې نښتئ اسلامي تعاون، مساوات، برابري، وروري، اخوت، انصاف او په تيره بيا د عدالت لاره ېي پريښوده لاړ ديو څو غلو او رهزونو سره سهار اومازيګر ولس ته اخطار ورکوي په کوم اسلام کې يو بام او دوه هواوې موقعيت لري کله چې د پنځه زره بې ګناهو کسانو لست له درې لسيزو وروسته له زندان راوځي سياف ورباندې خبر هم نه دى خو کله چې د تاکو بيل ډلې چې اوس په دالرو اموخته شو، نيم او نيمه کله سياست هم کوي سياف ېې د حلوا په سر شهيد، زعيم، مجاهد او د اسلام ستر اتل له هغو نه جوړکړي داڅه ډول ابتکار اوپوهه ده؟ خو ښکاري چې سياف يو ملا دى چې د ا نورو د وزرو نه کلک نيولي او له هغه نه بې وخته ګټه اخلي
    موږ په دې باور يو چې دوه مخي، قدرت طلب، خودخواه، د خپلو ګټو تږي،په دې نوم اوهغه نوم، بدې هيلې او چلوس فاسد بې مسلکه او بې ايمان خلک هېڅوخت د خپلې خاورې، ټاتوبې، غيرت اوعزت لپاره نشي کولاي اونه ددې پرمختګ هيله کيږي.که غني د سهامي شرکت چاره په بشپره پوهه کې ونه کړي دابه دافغان ولس لپاره ډيره ګرانه وي چې داټول کړکيچونه بې له پوهې د برياليتوب مرحلې ته ورسوي.ولس مشر باندې ځينې خلک ډير بې وخته نيوکې کوي خو دغه دروند بار او پيټي سترې هلې ځلي او درايت غواړي ديوې مياشتې، يوکال دوه کلونو کار نه دي.داکار سولې، مقاومت، محاسبې، سوچ اود سنجش معيارونو ته کما کان ډير ه ډيره ديره اړتيا لري او ډير سترکار دي

  4. عدلیار Reply

    پاچا صاحب تا ډیر ښه مطلب لیکلی خو یوی نقطی ته دی پام وی چی. جهاد ډیره مقدسه کلیمه ده داچی ټوپک سالاران لدی کلیمی نه دقدرت اخیستلو لپاره استفاده کوی داد دوی خپل کاردی. داسی واقعی مجاهدین شته او زه یی پیژنم چی دکور دخرچی پیدا کولو سره حیران دی. نو فرق په مابین د مجاهد اوټوپک سالارکښی باید وشی. او دی نمونه خلکو ته باید یوه داسی اصطلاح وکارول شی چی ددوی سره مطابقت وکړی. جهاد د الله ددین لپاره او جهاد داسلام دلوړولو لپاره او د مسلمه امت دنوامیسو دساتلو لپاره دی ته جهاد وایی او دا چی دوی ددی کلیمي نه داسی تعبیر اخلی آلله دهدایت ورته وکړي.
    وماعلینا اللبلاغ.

  5. لودين Reply

    کرزي خو هسې د هندوانو په شان په مداريتوب کې ستر مهارت لري او له همدې لاري ېې د افغانستان په ټولو قضايايوو لوبې وکړي چې پټ او ښکاره ته اړتيا نه لري هرڅوک پوهيږي چې ده په هرچمن کې خپل ډمبکئ او سورني مارته ګړنګاوه خو ځينې حال وايې او ځينې بيا غلي وي ګل مرجان هم په دې لوبه کې دوى سره اړيکي لري او دده په مشوره له شعله يې سپنتا دادفر نه نيولې بياتر ډير نورو غلو او رهزنو سره دده لاس شريک دى تر څو چې دداسې خاينو چاره ونه شي دع ملک ته سکون نه راځي

    دوى ددې کارونو ستر ښاماران دى هر چيرته يې هګي اچولي شرم ، حيا، د دوي لپاره کوم اهميت نه لري دغه ولس په کلونو تيروتۍ هغه چې ځان ته پوه وايي په ډيره سادګي تيروځي او د بل چا په اوږو ورکيني

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *