Categories

اعلان

Loading…

یوچل دی/ اسدالله بلهار جلالزی

شریف له خولې څخه دشملې پیڅه په لاس دشا خوا ته واړوله.بیا یی ترڅنګ ناست ځوان ته مخ ورواړاوه. ورويي ورته وویل:شاهی ګله دلته خو ماته یوچل راښکاره شو.

ـ دڅه شي چل؟

ـ ګوره هغه مخامخ پولیس په خپل جیب کې لاس وهي.

-نو وهي دي خپل جیب یی دی.

– ته نه شوې پوه ساده ګله

– داخوپولیس دي

-چې پولیس دي نو وې دي.

شریف غلی شو. اوخپلې دواړه سترګي يي په پولیس کې ښخې کړې وې.

ـ پولیس له ښه ځنډ وروسته له جیبه دسګریټو قوطی راویوست .یو يي ترې ولګاوه.

اوس نو دشریف شک په یقین بدل شو.اوپه زړه کې يي ویره زیاته شوه.بیا ترڅنګ ناست کس ته وویل: مانه درته ویل:چې یوچل خوشته .

هغه لږپه تونده لهجه وویل: خدای دخوار کړه دڅه شي چل دی.

ـوګوره سګریټ يې نه وینې.؟

ـ سګریټ خو يي وینم

ـ بس نو هغه زما خبره شوه.

ـ دتا دڅه شي خبره.

ـ زما د چل خبره.

ـ ستا د څه شي چل؟ خدای دې خوارکړه.

شریف خبره ورغبرګه کړه چوپ شه راغی.

په دغه وخت کې پولیس هم ددوۍ په لورې درانه درانه ګامونه را اوچت کړل.دپطلون له کمربنده يي الچک راخلاص کړ.په نرمه يي ورته وویل: که موخوانه بد یږي الچک به دتاسو لاسونه ته واچوم چې بیا کله امر وشو نوسره ځوبه.

دوئ دواړو لاسونه سره نږدې کړل.اوپولیس یې یو دبل لاسونه الچک کړل. اوورنه يي هیله وکړه دواړه په یوه څادرکې خپل لاسونه پټ کړئ له ځایه هم مه ښورئ داسي کرارکینئ لکه چې مجلس کوئ وارخطا نه شئ.څه خبره نشته خو امر صاحب اوس امر کړی تاسو به بیا له ماسره ولاړ شئ.

شریف سل زړونه یو کړل بیا ترې وپوښتل یاره څه چل دی؟

پولیس وویل: څه خبره نشته هسی ګومان کوم امر صاحب درباندې اشتباهی شوی دی.

بیا ښه وړاندې ترې ودریده هسي نه چې څوک پرې پوه شي.

اوس نوپه کوڅه کې ورورو دخلکو تګ راتګ پیل شو.دوئ دواړه دوړوکې دوکان ددروازې په خواکې حیران دریان ناست دي.او پولیس له دسترګو ترکونجنوڅارې

شریف بیا ورو وویل:شاهی ګله لکه چې په بیست کې ولاړو، یاره داپولیسولکه چې یوچل راته جوړکړی.زه يي به خوۍ پوهیږم دپښور دپولیسو هم دغسي عادت دي.یو واريي زه اوناصرپه قصه خواني تکیه کړو.راته ویل:يي کابلیانو دتاسي له لاسه خو نورموږپه تنګ شو.دواړه یی کرۍ ورځ له ځان سره تړلي لاس کینولي وو.په جیبونو کې تلاشي وکړه .بیا یی مازیګرتاڼې ته بوتللو.هالته یې بیا تلاشي کړو، زما اودناصرله جیبونو يي دوه دوه ګردې ګردې ګولۍ راویاستۍ. ویل يي دا تریاک دي.خدای خبر خړې خړې وې خو هغه هم پیښورې پولیس پکې اچولې وي.رنګ رنګ پوښتنې وکړې اخر چې تیاره ماښام شو.پینځه پینځه سوه کلداری رانه پورته کړې.

دغو هم هغه سبق ویلې:

ـ شاهی خان اوس نوزیات وارخطا و.خو ده ته يي یوازې دومره وویل: زه يي نه منم داخو دخپل وطن پولیس دي.داسې بد به نه کوي.

ـ ګوره ساده کیږه مه دوئ خو هم دپولیسي سبق وايي:

ـ نو وايي: دې څه فرق کوي.

ـ زه هم همدا خبره کوم سبق یی فرق نه کوي. سبق یی یو د پولیسي سبق دی.داچې دشاهی خان په خبره دشریف سر خلاص نه شو. نونوريي څه ونه ویل:

شریف هم ګومان کاوه چې شاهی خان يي خبره درک کړه.ـنو یوه شیبه غلی شو.بیا شاهی خان ته وویل: ګوره کله که يي جیبونه تلاشي کول ورته به وایوچې خپل لاسونه خلاص کړې هسی نه چې دپیښور کانه راباندې وشي.زه خو وایم چې دغو پولیسو هم هغه سبق ویلې،معلم نورعلم ویل:چې دپولیسوپه سبقونوکې هیڅ تغیر نسته نو پام کوه. ما اوتا خو اوس ددئ په لومه کې کیوتي یوو.خوزه وایم خدای دې سړی دپولیسو او ملایانو له لومې ساتي په شلوچلونو خو به دې په لومه کې راتپ کړې.ګوره دپیښور دملایانو اودموږ دملایانوپه سبقونو کې هم هیڅ فرق نشته. مولوی صاحب جان محمد ویل: چې سبقونه يي هیڅ سره جلا نه دي. داټول دغسي درواخله هغه سبقونه چې څوک ووايي: بس نو چلونه به زده کوي اوبله ولاکه پرې جوړه کړې.

په دغه وخت کې دپولیسوساتمن دکوڅي په هاغه بل سر کې راښکاره شو. ولاړپولیس ته يي دراځه اشاره وکړه. هغه هم دوئ ته اشاره وکړه دواړه ورولاړ شول.او مخامخ يي دپولیسو دماموریت په لور روان کړل.

د حوزې مشر په خوبولوسترګو دواړه تر نظر تیرکړل.بیا یې له خپل ساتنمن څخه وبوښتل دوئ څه کړې؟!

ساتمن سلامي ووهله بیا وویل: صاحب په هماغې دجومات په کوڅي کې ګرځیدل. شک مې پرې راغي.هرې خواته يي اوتر اوتر کتل: ما ویل:چې کوم ماین کینږدې.

دحوزې دمشر تندي ګونځي پیدا کړل. بیا يي وپوښتل: تلاشي کړې مو دې.خو مخکې له دې چې ساتنمن څه ووايي: دوئ ته يې مخ ورواړاوه زیاته يي کړه تاسويي تلاشي کړئ.

شریف: که څه هم وارخطا شو.خو ورته يي وویل: امر صاحب ! دلته یوچل دی.تلاشي کړې يي نه یوو.خو که تلاشي کوئ مو خپل دواړه لاسونه به خلاص زموږپه جیبانو کې نینباسئ! دحوزې امر دشریف په خبره پوه شو.

ـ اسناد لرئ؟ تذکرې درسره شته؟

دوئ دواړوځواب ورکړ.هو.

دواړو چې یویو لاس يي سره تړلې و.په تکلیف سره وکولای شول.له دواسکټ له جیبونو خپلې تذکرې راوباسي.دحوزې امر ولاړ پولیس ته دسرپه اشاره ورسوله چې الچک يي وباسه! پولیس له خپله جیبه کلي راویاسته اوالچک يې خلاص کړل.

ـ دحوزې امر شاه ګل ته وویل: نوم دې څه دی؟

ـ نوم مې خاورې شاهی خان

امر ورسره غبرګه کړه خاورې مه شي.

دپلار نوم دي څه دی؟او دکومي ولسوالي اوسیدونکی يي؟

ـ دپلارنوم مې میرزاګل،دقره باغ ولسوالی یمه

بیا له شریف وپوښتل ځوانه نوم دې څه دی.

ـ صاحب نوم شریف الله دی.دنورالله زوی یم.دقرباغ دولسوالی یمه؟

دحوزې امر ورړاندې شو.په مسکیدلی حالت کې ورته وویل: شریف الله خانه زه دې تلاشي کړم. دادې لاسونه مې درته خلاصوم.

شریف دواسکټ دواړه څنډې په خپلو ګوتوکې ورته ارتې ونیوې.

ددواړوپه جیبونوکې نسخې وې.او وړې د روپو بټوې..

وروسته يي له دواړو وپوښتل نو هالته چې دغو پولیسو ونیوۍ څه مو کول.

شریف اوس نو وارخطا نه و. په یوڅه جګ غږ يي ورته وویل: امر صاحب په جومات کې مو لمونځونه وکړل.بیګاه یوڅه ناوخته له کابله راغلو ناوخته شو.دقره باغ موټر موونه موندل شپه موپه هوټل کې شوه .سهارلمانځه ته راوواتو،بیګاه هم هالته پولیس راغلو زموږ نومونه يي ولیکل.اودنورومساپرو يي هم نومونه ولیکل اوشماریی کړو.

دحوزې امر وپوښت څه مریضي لري؟

ـ صاحب زه خو سنګ ګرده مریضی لرم .چې پرې رادرد شي نو داسمان ستورې راباندې حسابوي.اوشاهی خان بیا دملا له درده اوکه ده.

دحوزې امربیا وپوښتل ودونه موکړې.

شریف په ځواب کې ورته په خندا وویل: هو دواړه باجه ګان هم یوو.زه دوې لورانې لرم او دی یو زوی.

ـ رښتیا و دې نه ویل:په کوم هوټل کې وئ.؟؟

دقره باغ په هډه کې دقرباغ په هوټل کې.

د حوزې امردهوټلونو دثبت کتاب راوغوښت.

او له ځانه سره يي وویل:دقره باغ په هډه کې دقره باغ په هوټل کې.

دکتاب پاڼې يي واړولې دتیرې شپې لیستونه يي وموندل.بیا يي دشاهی خان په نوم او وروسته هم دشریف الله په نوم سترګي ولګیدې.کتاب يي وتاړه.دوئ دواړو ته يي خپلې خپلې تذکرې ونیوې. مخامخ پولیس ته يي وویل ورشه چای ورته راوړه.

شریف وویل: امرصاحب چای نه خورو.که اجازه راکوي ځوچې خپل بکسونه له هوټله واخلو،هالته به دقندهارپه سړک ودریږو دالوی موټر راځي پکې سپاره به شوو.

دحوزې امر ترې معذرت وغوښت. تروره ورسره راووت اورخصیت یی کړل.

ـ دواړوګړندې ګړندې ګامونه راخیستل.شاهي خان ورته وویل: تا خو ویل یوچل دی، داخو ولاچې ښه مسلمان امر و.

ـ هو ولا زه هم ورته حیران شوم دومره ښه سړی و.چې پې تمامه وه. خدای خو دې به هیڅو نه کوي. کور يي ودان.ولا ماته خو هغه وخت اندیښنه راپیدا شوه چې پولیس سګریټ بل کړ. ما ویل چرسی به وې .په جیبونو کې به چرس را واچوي. اوبیا به روپۍ غواړې.خو یاره کور يي ودان .

دورځي اته نیمي بجي وې. دحوزې دامر په مخابره کې کښاری شو.له هغه لورې ورته وویل:شاهین شاهین، ته له دریوموټرو سره مخامخ دشهیدانوچوک ته راووزې په قره باغ کې یوه ترافیکي پیښه شوې.مړې اوزخمیان لری.

دکروسای،په سای کې لوی ۳۰۳درۍ موټر له یوه ټانکر سره لیګیدلي دسړک په دواړو خواووکې مړې پراته ول اوزخمیان دسورلیو موټرونو دغزني په لورې راوړې ول. دحوزې امر له پولیسوسره دمړوپه راپورته کیدوبوخت شو.ناڅاپه يي سترګي په شریف الله اوشاهي خان ولګیدې.

102 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *