Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: عبدالله د ولسمشر غني د سولې د طرحې مخالف دی

د سولې او له پاکستان او هندوستان سره د اړیکو په تړاو د ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د خبرو ترمنځ جدي تناقض وجود لري. پداسې حال کې چې ولسمشر کاملاً په سوله کې د پاکستان همکارۍ ته خوشبینه دی، عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو د رضایت لپاره یا غالباً له دغو خبرو د نارضایتۍ په وجه متفاوته موضع غوره کړې ده.

په یوه وخت ولسمشر غني سعودي عربستان ته تللی او عبدالله عبدالله هند ته رسېدلی دی. په سعودي کې د سولې په تړاو په هغو موضوعاتو بحث کېږي، چې له پاکستان سره د همکارۍ پر اساس یوه نوې تګلاره تشکیلوي او له سعودي غوښتل کېږي، چې پاکستان د طالبانو پخلا کولو کې ژورې همکارۍ ته راوبولي.

سیاسي څارونکي هندوستان ته د عبدالله سفر سعودي ته د ولسمشر د سفر برعکس تحلیلوي. پاکستان ته د ولسمشر غني نږدېتوب د هندوستان حکومت اندېښمن کړی دی، سملاسي د هندوستان ډېرې پروژې او د مرستو چېنلونه د ځنډ په حالت کې دي. هندوستان ګڼي چې له پاکستان سره د افغانستان پرته له دلیله ډېر نږدېتوب به دغه هېواد اړباسي، چې له افغانستان سره پخپلو روابطو غور وکړي.

د عبدالله عبدالله سفر دوه مفهومه لرلی شي: لومړی؛ افغان حکومت د یو همغږي مهم مشرتابه په توګه هندوستان ته تللی. دویم؛ که د پخوانۍ شمالي ټلوالې د یو غړي په توګه، چې له هندوستان سره یې ډېرې نږدې اړیکي درلودلې دي او په افغانستان کې د هندوستان د ګټو د دفاع ډېر لاسونه په شمالي ټلوالې پاکېږي.

دا لا واضح نده، چې عبدالله هندوستان ته د سولې د روانو خبرو اترو وضاحت ورکوي او که له پاکستان سره د افغانستان د نږدې کېدو په تړاو اطمینان ورکوي، که دا ثابتول غواړي چې هغه ډول خبرې چې هندوستان یې مخالف دی، ولو که د افغانستان په ګټه هم وي، شمالي ټلواله او دی چې یو له همدغې جملې څخه دی، په کلکه مخالفت وکړي. د عبدالله دویمه موضع د افغانستان د ملي منافعو په ضرر ده.

همدا ډول ولسمشر غني دا وخت په سعودي عربستان کې د سولې په خبرو اترو بوخت دی. هغوی فکر کوي، چې سعودي اوس لازمه ګڼي چې د افغانستان له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

دغه مرسته یو چېنل لري، هغه چېنل پاکستان دی. له پاکستان سره د افغاستان له وړاندې په جوړو شویو اړیکو کې هم سعودي عربستان خپل رول لوبولی دی. اوس انتظار دادی چې سعودي عربستان پدې کارزار کې نور هم را وړاندې شي، خو خبره یوازې په طالبانو نه رامحدودېږي او د افغانستان لویه اندېښنه د داعش په اړه ده، چې په پسرلي کې به د هغوی په مقابل کې یوه خطرناکه جګړه کېږي.

معلومات ښیي، چې داعش له پسرلنۍ جګړې څخه فرا طالبي هدف لري، نو پدې اساس له سعودي څخه نوې مرسته غوښتل کېږي او سعودي د پخوا خلاف له افغان سولې سره همکاري کوي.

وړاندې به سعودي اړ اېستل کېده، چې پر پاکستان فشار راوړي، تر څو له افغان سولې سره مرسته وکړي، خو اوس ترې غوښتل کېږي، چې له پاکستان سره د افغان سولې په اړه همکاري وکړي.

په تازه کې له دلایلو پرته د افغانستان ـ پاکستان اړیکي ډېرې ښې شوې او هغه غوښتنې چې پاکستان درلودې افغانستان تر یوې اندازې ورته شین څراغ ورکړی دی.

خو هم په دننه کې او هم د سولې په روزګار بوخت خلک فکر کوي، چې تر ولسمشر غني پرته د سولې په اړه نور له هېچا سره معلومات ندي شریک شوي.

مدني فعالان، د افغانستان سیاسي نخبه ګان او ملي خلک وېره لري، چې هسې نه وي د پردې تر شا یوه ډېره خطرناکه معامله وشي او دغه معامله په لوړه بیه تمامه شي.

شنونکي وایي، له پاکستان سره په سیاستونو او سولې خبرو کې باید احتیاط وشي. دا غوښتنې له پاکستان سره تېرو اړیکو ته په کتو مطرح کېږي او لامل یې دا دی چې پاکستان هر وخت یو تاکتیکي اقدام کړی، هغه حرکتونه چې که په موجوده شرایطو کې د افغانستان په ګټه هم وي، خو تر شا یې یوه بله فاجعه لرلی شي.

داسې اندېښنې دي، چې ولسمشر تر اندازې زیات خوشبینه نه وي او هغه خطرونه چې احتمالاً د پاکستان د مقطعي سیاستونو تر شا وي، په دام کې ونه نښلي.

د سولې او له پاکستان سره د اړیکو په تړاو د معلوماتو نه شریکول په موجوده حالاتو کې یوه غټه معضله ده. حکومت نورې ټولې چارې په ټپه درولې او تقریباً اتیا سلنه یې ځان په همدې برخه کې بوخت کړی دی.

56 total views, 1 views today

3 comments

  1. Akbary S.S Reply

    ګرانو دوستانواولوستونکوټولوته سلامونه! لمړی سوال خودادی چی په جنګ اوجګړه کی کيداسی چی اقتصادی پروژی عملی شی؟ نه خير داناممکنه ده چی له يو لوریي جوړه وه اودبل لوري به يي درته ورانه وی .افغانان بايد پدی سر خلاص کړی چی سوله نوی د وطن جوړيدنه اوابادول سخت اومشکل کاردی.

  2. Akbary S.S Reply

    ګرانو دوستانواولوستونکوټولوته سلامونه! لمړی سوال خودادی چی په جنګ اوجګړه کی کيداسی چی اقتصادی پروژی عملی شی؟ نه خير داناممکنه ده چی له يو لوریي جوړه وه اودبل لوري به يي درته ورانه وی .افغانان بايد پدی سر خلاص کړی چی سوله نوی د وطن جوړيدنه اوابادول سخت اومشکل کاردی.نو دمحتر جمهورريس 80%فيصده مصروف کيدل دسولی په لور درست او سم کاردی انشالله کاميابی کيږی دعاوی به ورته کو

  3. Akbary S.S Reply

    ګرانو دوستانواولوستونکوټولوته سلامونه! لمړی سوال خودادی چی په جنګ اوجګړه کی کيداسی چی اقتصادی پروژی عملی شی؟ نه خير داناممکنه ده چی له يو لوریي جوړه وه اودبل لوري به يي درته ورانه وی .افغانان بايد پدی سر خلاص کړی چی سوله نوی د وطن جوړيدنه اوابادول سخت اومشکل کاردی.نو دمحترم جمهورريس 80%فيصده مصروف کيدل دسولی په لور درست او سم کاردی انشالله کاميابی کيږی دعاوی به ورته کو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *