Categories

اعلان

Loading…

افغانستان سره لوبه مه کوئ ! / نقيب احمد اتل

ډېری خلکو خپل هېواد سره يوه ناوړه لوبه پيل کړې ده. دا لوبه په هر څه کې روانه ده. هر يو تر خپلې وسې د خپل هېواد پښې وهي !

دا لوبه يو ناسور دی چې فکر، احساس، عاطفه او شعور يې وژلي دي !

دا ناروا يوازې د خپل ځان د پايښت او هوساينې لپاره کېږي؛ مګر کوم پايښت او هوساينه؟

هغه چې ته دې اباد يې او ملت دې برباد !

لوبې سره لوبه !!!

نور چې کرکټ وګټي، خوشالي کوي، په خپلو کې خواږه ويشي، تفريح او تماشې کوي،خو موږ !

موږ بيا په کرکټ کې لوبې سره لوبه کوو. د بم او غم په کور (افغانستان) کې خپله خوشالي په هوايي ناتار (ډزو) نمانځو!

په دې کې هم بېوزله ولس ته د خوږو پر ځای ترخه ورکوو (مرګ – ژوبله)

ولې مو د فکر او شعور کچه همداسې ټيټه ده ؟ هو رښتيا !

الفت صاحب ويلي کنه : (( دلته فکر له نظره همدغسې دی لويدلی)) د هر چا د فکر دايره بايد پراخه وي، فکر دې ملي وي، پوليس دې ملي وي، اردو دې ملي وي او لوبډله دې ملي وي .که دا هر څه نمايشي او فرمايشي وي؛ نو هېڅکله به د برياليتوب مخ ونه وينو.

راځئ !

افغانستان سره لوبه مه کوئ !

د افغانستان لپاره لوبه وکړئ !

317 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2