Categories

اعلان

Loading…

د انکشافي دولت پېژندنه او ډولونه/ قیام الدین عثماني \څلورمه \ وروستۍ برخه

د کاپټایلزم ډولونه

د سياسي اقتصاد په ادبياتو کي بله مهمه ساحه د کپټالزم ډولونه دي چې هغه پرمختللو صنعتي ديموکراسيو تمرکز کوي. دا مقاله د مخکيني هغې سره په جغرافيائي تمرکز ، د بنسټونو پرجوړښت او دتحليل دواحد پراساس فرق کوي.

دسیاسي اقتصاد دمتبادلو ميتودونو په مقابل کي چي هغه د دولت او کار پر اهمیت باندي تراندازي زيات تاکيد کوي. کاپټالیزم يو شرکت محوره ( Firm – Centered ) سياسي اقتصاد دي چي تجارتخانې د کاپټالسټي اقتصاد مهم لوبغاړي بولي.هال اوسوسکایس (Hall and Soskice)د دې روش د اصلپه هکله وايي چې داکثرو مهموبنسټونو جوړښتونه لکه دکار د بازاردتنظیم سیستمونه، زده کړه اوروزنه اود شرکتونوحکومتولي په ېوه مملکت کی د نافظه قانوني رژېمونوپه موجودیت پوري تړلی دی چی دهغه اولس مسولیت يې په غاړه وي.

بنسټونه یوازې د قدرت د وېشونکي په خاطرمهم نه دي بلکې دوی له لوبغاړو سره د مشورې او معلوماتو په وړاندې کولو سره د ناکافي ټرېنګونو ګډې ستونزې د غیر متمرکزې همکاري په وسیله حلوي.

د کاپټالزم په ډولونو کي يوه مرکزي مفکوره د بنسټونو د تکامل يا پوخوالي موجوديت دي. دسياسي اقتصاد ترمنځ فرق دهغه ځايه راپورته کيږي چي هلته شرکتونه په بنسټیزو ساحو کي عمل کوي تر څود خپلي همږغۍ مشکلات حل کړي . دوي پنځه شيان غوره کړیدي چي د هغې جملې څخه درې يي: د صنعتي کاريګرو اړيکي ، حرفوي روزنه او زده کړه او د کاريګرو سره داخلي اړيکي دي اوپاته يېپه تجارتخانو پوري اړه لري لکه: مالي مارکيټ، برابرونکي، مشتريان، د شرکتونو حکومتولي او دشرکتونو ترمنځ اړيکي دي.

ليکوالان دسياسي اقتصاد دوه ايډيال ډولونه را پيژني لکه :لبرال(خپلواک) بازار اقتصاد (Liberal Market Economies) او منسجم بازار اقتصاد (Coordinated Market Economies) لمړی يعني لبرال بازاراقتصاد چي په جرمني کي په کاراچول سویدي هغه دانسجام پرغيربازارياشکالو متکي دي او د مشترکو اړيکو خاصیت لري.په پرتله ایزه توګه، په لبرال بازاراقتصاد کي د شرکتونو یا سوداګرو کفایت او وړتيا دبازار د قوانينو پواسطه تعينيږي او اړیکي پکښي تر زیاته بریده رقابتي وي،متحده ايالاتونه او برطانيه ئي مثالونه دي.

باید یادونه وکړو چي تجربوي شواهدو ښودلي چي د هيڅ يو اقتصادي نظام ډول پر بل باندي په دوام داره توګه بهتره ندی . بلکه هره بنسټیزه طرحه یا ماډل په مختلفو ساحو کي بريا حاصلوي.د مثال په توګه د منسجم بازاراقتصاد د لوړو مهارتونو ، لوړو معاشاتو او دلوړ ګټورتوبپه حاصلولو کي ډير بريالي دي. دا برياليتوب د صبر ناکي سرمائي ( Patient Capital) او ماهرو کاريګرو ديو ځاي کولو نتيجه ده.اولبرال بازار اقتصاد د سرمائي او د کار د بازار دچټکي تنظيمونې وړتيا لري.

پدې روش کي بنسټونه اساساً د هغوي د اغيزو په ارتباط تحلیلیږي چي دوي يي منځ ته راوړي، دهغويد علتونو راڅرګندیدل لږ مدنظر نيول کيږي، نو د کاپټاليزم ډولونه (فانکشنلیسټ) دي یعنيد هغوي د ډول پرځای دهغوي کارونه یا استعمال مهم دی.دبنسټونو د تکامل مفهوم په پاليسيوکي د تغيراتو د راوستلو دتشريح دپاره ډير ګټوردي مګر ددي تکامل دزیاتولو دپاره کومه توضيح نه ترسترګو کيږي.

علاوه پردي دا ميتود موږ ته لارهواروي چه په بنسټونو کي دنښلوني اټکل وکړو.سره لدي په تيره لسيزه کي موږ د پاليسي په ساحه کي داسي اساسي تغيرات مشاهده کړل چي دلته ئي د کاپټاليزم د ډولونو په چارچوب نسو تشريح کولاي. د کاپټاليزم ډولونه ديوی تعادلي پاليسید نتيجې دپاره استدلال کوي،مګر ددي تعادل دپاره بل ځای هيڅ ممکنه حرکت ته فرصت نه ورکوي چي په حقيقت موږ ته هغه غلط معلومیږي.

د کاپټاليزم ډولونه دولت د داسي يو لوی نه بدلیدونکي لوبغاړي په توګه بيانوي چي د منسجم بازار په اقتصاد کي فرعي یاکم اهمیته رول لري او د لبرال بازارپه اقتصاد کي فقط د ملکيتونو د حقوقو دساتونکي رول لوبوي. ځکه نو د دولت او تجارتي سکتور ترمنځ د منافعو د تضاد امکان بي اهميته ګڼي، نو دولت اصلاً د اقتصادي لوبغاړو ترمنځ همغږي ټينګوي او په زیاته اندازه د ګومارونکو پرغوښتنو باندي عمل کوي . دغه تحليل د نظام ثبات ته پر بحران ، بنسټيز دوام تر پر ځنډ، داخلي یووالي يا اوتعادل تر پر داخلي مخالفت او بحران ، همغږي او متقابل توافق ته پرمخالفت او شخړو، پاليسيو ته پرسياست، تجارت او کار ته پر دولت امتياز يا ترجيح ورکوي.

په وروستیو کې د کاپټالزم ډولونه شرکت ته د تحليل د واحد په حيثپه محدود نظر ګوري، ځکه نو په ننيو نړيوالو تجارتي اړيکیو باندې سترګي پټوي.

سره له دې چې د کاپټاليزم ډولونو شرکتونه په ملي سرحدونو کې بيان کړي دي، خو د نړیوال کيدو(globalization) بهیرونو پرله پسې و شرکتونوته اجازه ورکوي ترڅو په هيوادونو کې پراخوالي ومومي. علاوه پردې ، ګلوبلایزیشن د شرکتونو تجارتخانو په اداري جوړښت کې سمون راوستل کوم چې هغه هم د کاپټاليزم د ډولونو په څیړنه او تحلیل کې شتون نه لري.

نتيجه ګيري او ملاحظات

ګیریفي (Gereffi) وایي چي نن ورځ دهيوادونوانکشافي تګلاري په بيساري توګه متاثر شوي دي چې څنګه صنعتونه اداره اوتشکیل، هغه په نظري چارچوب کې د یو محوري دولت څخه د گډ هیوادیزو بنسټونو اوانتقالي ادارو په لور بدلون ښکاره کيږي.

په دې ټولو د پوهېدو وروسته موږ بايد دا وڅيړو چې د پورته څیړل شویو مقالو څخه موږ د مخ په ودې هيوادو لپاره کومې تجربې او درسونه ګټور دي. د انکشافي دولت د مقالې ترټولو مهمه ونډه د داسي فعاله دولت جوړول دیچي انکشافي تګلارې پلې کړي. خو موږ باید په دولت کې د متقابل عمل کوونکو لوبغاړو توپیرهم شامل کړو، که نه موږ به د يوه واحد دولت د غلطي مفکورې په خطر کي يو چې په پرله پسې توګه زموږ پوهه او پریکړه په يوه اړخيز قضاوت بدل کړي.

لکه څنګه چي مو پورته وویل،د اقتصادي ودي اوانکشاف لپاره زیاتې تګلارې چې په ختيځه آسيا کې تعقيب شوي وي د بیلګې په توګه د نوو راپورته کيدونکو صنايعو د ساتنې او نورې تګلارې نن سبا ممکنې او د عملي کېدو وړ نه دي.

علاوه پردې دصادراتو غوښتونکي تګلاره نوره ديوي مهمي مقایسوي ګټي ( Comparative Advantage ) په توګه کارنه ورکوي او داکثرو ممالکو دصادراتو ګټي کميږي.په ننني نړي کي دولتونه باید هغه سکتورونه وپيژني چي دوي خپلي مقایسوي ګټي پکښي خوندي کولای سي او هغه صنعتونه ته بايدد زیاتو سوو ارزښتمنو فعالیتونو(value added activities) له لاری پراختیاورکړي. دا په دې مانا چې موږ اړتیا لرو د پراختیا په پروسه کې شرکت د یوه ډیر مهم لوبغاړي په حیث وساتو چې د نړیوال جنس کړۍ(Global Commodity Chain) یې هم غوښتنه کوی.

په هرحال، د کاپټالیزم د ډولونو لیکوالانو موږ ته یادونه کړې ده چې شرکت باید بنسټیز چارچوب ته د کار کولو لپاره ور شامل شي.

د نړېوالو مواردو سره سره، د انکشافې تګلارو بریالیتوب د یوه هیواد په بنسټونو پورې تعلق لري. د بنسټونودچسپیدګی (stickiness of institutions) لپاره د تکامل پوهاوی ډېرضروري دی.

خو بیا هم موږ بیرته باید سیاست ته رجوع وکړوځکه سیاست خپل توضیحي قوت ډېرکم کړی دی او د جنس په نړیوال ځنځیر کې ډېرله نظره وتلی دی.

موږ په دې باورلروچې دانکشافی لیکنو راتلونکی د دغوتحلیلونوپه ېوځای کولو کي موندل کیږياو دولت ته باېد دصنعت د عصري کوونکی دپاره د هڅونکي رول ورکول سي.

نو د موثروتګلارو دودي اوپرمختګ دپاره دولتی مامورین اول باید دشرکتونو په فعالیتونوځانونهپوه کړي ترڅود شرکتونو څخه د غوښتل شوی سلوک لپاره مناسب محرک یا تشویقونه منځ ته راشي. بالاخره دغه نوی روش به د دغو درو لیکنو قوې نقطې سره یوځای کړی چی د اختلافاتو یوځای کیدل د نړیوال احتمال په هکله به د نړیوالتوب د چارچوب په مباحثو کې مرسته کوی. ځکه نوموږ د یو دوه مرحله – ایز پرمختیایی پروسېپه اړه بحث کوو.

لومړی مرحله کي په نوي نړیوال چاپیریال او بنسټیز چوکاټ کی د شرکت تحلیل اړین دي، او په دوهمه مرحله کي، دانکشاف دپاره دشرایطو ایجادول دی (مثلا دروزنو یا ترینینګ په مقصد داتحادیو اوتجارتی ټولنو ترمنځ همږغی ده).

ماخذونه : د مختلفو لیکوالانو لیکنې او اقتصادي ویبپاڼې

* کلانيټلسټک ( Clientelistic ) چې په هغه کې د اجناسو او خداماتو راکړه ورکړه د سیاسي حمايې لپاره کيږي .

*موروثي ( Paterimomalistic )   پا ټریمونالیزم، هغه ډول حکومت دی چې ټوله واک له لیډر سره وي، د دې هیوادونو مشران پوره واک لري او ځواکونه یې د ملت پر ځای واکدار یا لیډر ته وفادار وي.

* صبر ناکې سرمایې ( Patient Capital ) هغه سرمايه ده چې د نړيوالې ټولنې له خوا د خاصو مقرراتو او امتيازاتو پراساس د اوږدې مودې لپاره د خاصو پروژو د تمويل لپاره ورکول کيږي.

*اقتصادي نېشنلیزم: په انکشافي دولتونو کې پر داخلي اقتصاد، کار، د سرمايې پر جوړښت باندې د تعرفو او بندیزو له لارې کنترول لګول کیږي .

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۲) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۲۹\ ۱۳۹۳

40 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *