Categories

اعلان

Loading…

جبران خلیل جبران/ ژباړه: عصمت الله زهير/څلورمه/ برخه

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۲) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۲۹\ ۱۳۹۳

لعنت دي وي !

لعنت دي وي پرهغه قوم چي له عقیدو برخمن اوله مذهبه خلاصوي :

لعنت دي وي پرهغه قوم چي خپل جوړ کړی ټوکرنه اغوندي ،ډوډۍ خوري دخپلو کروندو یې نه وي ،شربتونه څښي دخپلو میوو یې جوړ نه وي :

لعنت دي وي پرهغه قوم چي ترهګراتل نوموي جوش اورنګ لرونکی خپل اتل پاموي لعنت دي وي پرهغه قوم چي یې ږغ نه اوریدل کیږي ،پرته په جنازه کي دګډون کولو په مهال چي پرخپلو کنډوالو ودریږي خپلي شیخاني څرګندوي اوترهغو مقاومت نکوي ترڅوخپل سرونه ترتوره لاندي اوپه دارځړوند ونه ویني !

مینه

زه چي یوه روڼه آینه سوم ستا په وړاندي ودرېدم تا تر ډېره په ځیر ،ځیر راته کتل ترڅو زما په څېره کي خپله څېره درښکاره سوه بیا دي راته وویل زه لتاسره مینه کوم لاکن په حقیقت کي دا دي پما کي دخپل ذات سره مینه کړې وه .

شکر وکاږه

ډېر ډېر شکر وکاږه چي دي دپلار په شهرت یا دي د کاکا په مال ژوند تېرولو ته اړ نه یې او تر دې نور په څو کرته شکر ادا کړه چي څوک ستا په شهرت یا په دولت ژوند تېرولو ته پاته نسي .

خلک

خلک راته وایي یا خو ددې دنیا خوندونه ځان ته خوښ کړه یا دهغې دنیا سلامتیا غوره کړه او زه خلګو ته وایم ما د دې دنیا خوندونه غوره کړي دي هم مي دهغې دنیا سلامتیا خوښه کړې ده په دې خاطر په زړه کي داسي راګرځي چي یو لوی شاعر خو یواځي یوه قصیده لیکي چي په تول تللې هم یې قافیې بشپړه وي .

انقلاب

په یوه ښار کي دوه عالمان اوسېدل، دواړه خورا ځیرک ، تجربه کاره او له شعوره برخمن وو، لاکن د نظریاتي اختلاف لکبله به په خپل منځ کي په جګړه اخته وو .

یو خدای پرست او دا بل ملحد وو، یوه ورځ دواړه په بازار کي سره مخامخ سو، یو شمېر معتقدینو یې هم هلته شتون درلود ، د دواړو ترمنځ د خدای د وجود او عدم بحث پیل سو ، د څو ساعتو تر بحث وروسته بې د کوم بري یا ماتي د پریکړي پرته دواړه د یوه او بله روان سول .

ملحد عالم نېغ عبادت خانې ته ولاړی خدای ته پر سجده سو او له خدای یې د خپلو ناسمو عقایدو بخښه وغوښته :

او خدای پرست عالم خپل کور ته د رسېدو سره سم خپل ټول کتابونه اور ته واچول ، ځکه نور دی ملحد سوی وو.

43 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *