Categories

اعلان

Loading…

د شوروي اتحاد ماته؛ خارجې او داخلې پایلي

سرليکنه\ اداره –

 د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې پر ۲۶- مه د شوروې اتحاد یرغلګرځواکونه تر نهه کلن خونړي جنګ وروسته له افغانستانه وتو ته اړ شول او له دې سره د ختیځ و لویدیځ تر منځ سړه جګړه د پای ټکي ته په رسېدو شوه.

په افغانستان کې د شوروي پوځ ماته د نړۍ په تاریخ کې د بدلون نقطه وه چې یو څو لوی نړیوال نتایج یې دا ول:

۱- لوی شوروي اتحاد مات شو، د منځنۍ آسیا و شرقی اروپا هېوادونه یې یو په یو له سیاسي- پوځي منظومې څخه آزاد شول.

۲- تر دوهم جهاني جنګ وروسته چي د امریکا متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ سوړ جنګ پیل شوی وو، په ۱۹۹۱ کې دغه ۴۶ کلنه نامخامخ جګړه د غرب او امریکا په ګټه پای ته ورسېده.

۳- د ختیځ و لویدیځ المان ترمنځ چې د یوه ملت تر منځ دیوال د استعمار د ښامار غوندې درول شوی وو را چپه شو.

۴- په سیمه کې پاکستان له دنیا څخه د ډیرو نورو امتیازاتو اخیستو تر څنګ د اټومي ځواک څښتن شو.

دا هغه عمده ټکي دي چې د افغانستان یو شمېر څېړونکي یې په تېره بیا هغه کسان چې د دغه تبا کوونکې جنګ په دوران کې د لویدیځ بلاک د کرم په سیوري کې د جهاد په نوم اوسېدلي، په خورا غرور او ویاړ سره یادونه کوي، ته به وایې چې جهاد مجاهدینو ته د همدغو اهدافو ګڼلو لپاره پلان شوی ماموریت وو، البته چې تریخ واقعیت هم همدغسي دی خو چې موږ یې د یوه تاریخي او په اصطلاح مجاهد ملت په صفت د خپل جهاد ځانګړنه او ویاړلې پایله ګڼو نو که لږ عقل هم ولرو باید په وشرمېږو، ځکه که یو د سترګو رپ هم د احساساتو څخه را ا یسته او سم منطق ته ور ایسته شو نو ژر به متوجه شو چې څنګه د امریکا نظامي- اقتصادي یکه تازي او ستر ځواکي د خپل جهاد د نتیجې په توګه لمانځلای شو او دارنګه دا نورې؟

راځئ چې د افغانستان لپاره هم د سلواغې د ۲۶- مې یو څو نتیجې وشمېرو او له خپل ځان سره یو څه عاقلانه محاسبه پر وکړو:

۱- له افغانستان څخه د شوروې اتحاد ځواکو تر وتلو څلور کاله وروسته په ۱۳۷۱ کال کې د ثور پر ۸- مه د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ حکومت د تاریخ برخه شو.

۲- د ثور پر اتمه مجاهدین پرته له مخکنۍ سیاسي کړنلاري و تګلاري څخه په داسي حال کې د کمونیست حاکمیت بدیل شول چې د (یوه خدای، یوه رسول، یوه قرآن او یوې کلمې طیبې) په مقدس شعار سره پر لسګونو مخالفو، متخاصمو، دښمنو او متضادو لارو روان شول؛ دوی داسي یو بل سره ووهل، داسي یې سره قتل عام کړل، داسی یې سره تبا و برباد کړل، داسي یې سره بې عزته او بې ناموسه کړل او د افغانستان پر لوېشت- لوېشت یې داسي چپه غوبلونه جوړ کړل او د افغان مسلمان انسان پر سر یې داسې چپه مېچنې وچلولې چې کمونیزم و صهیونیزم، نازیزم و فاشیزم حک حیران او ګوته په غاښ ور ته پاته شو؛ کیسې خو به د کمونیستانو د وحشتو او جنایتو کېدلې مګر د مجاهدینو کشتارونه، ناتارونه، قتل عامونه او بې ناموسۍ، غلاوې او په سپینه ورځ لوټمارونه هغه نا انساني او ضد بشري برید ته ورسېدل چې نن یې په وړاندې په عامه ذهنیت کې خلقیان و پرچمیان بیرته په سپینو ملایکو بدل شول، که یې څوک منی یا نه خو دا په یوه زهرجن واقعیت بدله شوې د ورځې کیسه ده چې آن له ډیر شمېر پاکو، وطنپرستو او بې ادعا مجاهدینو له خولې څخه به یې په هر مجلس و بانډار کې واورئ چې ولا دا خلقیان خو ډیر وطنپرستان ول، نه یې غلا وکړه او نه کوم بل فساد، تاسو به نه د دوی کوم لوړ پوړیز بولډینګ ووینئ او نه یې هم کوم بل لوی کاروبار یا د غلا کیسه خو په مقابل کې یې د غلا، غصب، چور- چپاول، قتل وجنایت او بل هر فساد و وحشت داستانونه د مجاهدینو په لکۍ پورې غوټه دي.

۳- امریکا چې د افغانستان د ټولو مادیاتو و مانویاتو په قیمت د شوروي اتحاد په شکست سره د سړې جګړې د قهرمانۍ مډال پر خپل ټټر وټومبی او د ځمکې پر کره یې د بی بدیله او بي سیاله ابرقدرت په توګه خپل د فرعونیت بیرغ و رپاوه، نور یې نو نه له افغانستان سره کار وو نه یی د افغان انسان له بل ښه و بد سره او دا د زورورو د سیاست یوه نازکه کرشمه ده چې خپل کار دې وکړه نور نو له چا سره د کوم بل اخلاقي تعهد او بشري خواخوږۍ منطق مانا نه لري.

امریکا افغانستان د سیمې، خاصتاّ ایران و پاکستان، د استخباراتو پښو ته ور و غورځاوه او خپله یې د دنیا د مدیریت لپاره په ښه پوړه زړه ملا وتړله.

مجاهدین د سیمې د استخباراتو ډول ته دومره و رقصېدل او ونڅېدل چې د افغانستان ټول حیثیت و عظمت او ټول تاریخ و شرف یې پایمال- پایمال کړ او د افغانستان د ازلي دښمنانو زړګي یې په یخ- یخ کړل، یوه بېلګه:

اختر عبدالرحمن د پاکستان د آی ایس آی مشر وو چې په ۱۹۸۹ کې له پاکستانې ولسمشر ضیاءالحق سره یو ځای د الوتکې په مرموز نسکورېدو کې ختم شو، د هغه لوی ارمان د هغه په دې مشهور شعار کې غورځکې وهلې چې:

))Kabul Must burn((

یعنی کابل باید وسوځول شې ځکه هغه دې نتیجې ته رسېدلی وو، تر هغه چې د کابل حاکمیت او حیثیت پر ځای وي، نو ټول افغانستان به ژغورلی او زموږ له کنټروله دباندې وي؛ پر همدې اساس یې د کابل سوځېدو پروژه خپل یوه مامور او په آی ایس آی کې د افغانستان د برخې مشر ډګروال یوسف ته سپارلې وه چې هغه یې د خپلو رضاکاره عسکرو (مجاهدینو) په بازو بشپړه کړي؛ اختر عبدالرحمن چې به د ډګروال یوسف له خوا په هر وار ورکړه شوی ګزارش کې د کابل سو ځېدو په باب له منفي خبر سره مخ کېدی نو تر ټولو ځوروونکې او عصبانې شېبې به یې همدا وې.

ډګروال یوسف د خپل مشر د کابل سوځولو ارمان د هغه تر مرګ وروسته د خپلو مجاهدینو په برکت ور پوره کړ او کابل یې داسي وسوځاوه چې ښایې دومره سوځېده به یې آن د اختر عبدالرحمن په نقشه کې هم نه ول؛ د عبرت او درس لپاره د ډګروال یوسف کتاب (تلک خرس) باید خامخا ولوستل شي.

۴- د مجاهدینو د جنایاتو په نتیجه کې د طالبانو په نوم د پاکستان او اصل کې د امریکا د یوې بلي ستراتیژیکې پروژې تطبیق ته داسي جالبه زمیه سازی وشوه چې اکثریت افغان ملت، په داخل کې وو یا خارج کې، د خدای تعالې د غیبانه عسکرو په نوم د طالبانو بېساري هرکلی وکړ او په هر ممکن قیمت یې ملا ور وتړله.

ډیره عجیبه خو دا چې نن د شمالي ټلوالې په اډانه کې راټول په تېره بیا جمعتیان د طالبانو په مقابل کې د مقاومت اتلولي ځان ته ورکوي نو دهغوی سرغنه شهید استاد برهان الدین ربانې هغه مهال طالبانو ته د افغانستان د نجات د پرشتو خطاب وکړ چې هغوی په چارآسیا کې د ګلبدین حکمتیار په وهلو لګیا ول او په میدان ښار کې د دوی ملي قهرمان شهید احمد شاه مسعود طالب قومندان ملا بورجان شهید ته خپله توپنچه ډالۍ کړه، مګر کله چې یې سوټی د دوی کوناټي ته برابر شو بیا یې نو د ځغاستو دوړـ دوړکې د تاجکستان له کولاب څخه آسمان ته پورته شوې.

په کندهار کې د افغانستان ۱۵۰۰ جیدو علماوو د مجاهدینو پر ضد د جهاد فتوا صادره کړه، د شوروي اتحاد په مقابل کې جنګېدونکي او هغو ته غاښ ماتوونکي ماته ورکوونکي مجاهدین یې غله، رهزنان، شر وفساد، قاتلین، پاټکسالاران او توبکیان ثابت کړل او په وړاندی یې د هر مسلمان جهاد فرض عین وباله او په ضمن کې بې خپله واکمنې د اسلامې امارت او خپل رهبر ملا محمد عمر مجاهد د امیرالمؤمنین په نوم اعلان کړ.

پر هغو سیمو چې طالبان واکمنېدل نو د داسي یوه امن او آرامۍ فضا به پر حاکمېده لکه پر یوه لویه هدیره باندې، انسانان په متحرکو جسدو بدلېدل، د ژوند، تحرک، زوږ او ګڼي ګوڼې نښه به نه سترګو کېده، خلک تر یو بل ډول فشار لاندي ول؛ د علم، فرهنګ او تمدن بوی هم نه تر سږمو کېدی، یوازنۍ ننداره به په لوبغالو کې د دار و سنګسار وه او یوازنی ږغ به د شلاخو او درو اورېدل کېده، تردې ها خوا به نور نو سوړ سکون وو؛ یوازنی فعالیت د شر وفساد پر ضد د جهاد لیکو ته جلب و جذب، په زوره لمونخو ته کشول، د لوی سر، وهلې ږیرې یا کوم بل نظافت په ګنا کانټینرو ته اچول وو او په هغو سیمو کې چې جنګ وو نو هلته قتل عامونه ول، په شنو باغو سره اورونه لګول ول او د ژوند د هرې جلوې وژل او چې طالبانو هم په ورانې کې د مجاهدینو ریکارډ مات کړ نور نو پر افغانستان د نړۍ د زیات وکم پنځوسو استخباراتي مریې و نامریي بلاوو راتویېدو او د یو نړیوال نظامي غضب یاني امریکا را نازلېدو ته سمه دمه، پاکه صفا او بې خنډ و خاره دروازه خلاصه شوه او دا دی نژدې ۱۴ کاله کیږي چې امریکایان د افغانستان او مجاهدین د امریکایانو په غېږ کې پراته دي او طالبان یې پر ضد جهاد کوي.

سږ کال د دلوې پر ۲۶– مه د مجاهدینو دانه مانه رهبر او قومندانان د لویي جرګې په خیمه کې راټول شوي ول، د شوروي پر شکست د خندا پرځای یې ډیر د خپلې بېواکۍ پر حال اوښکې تویولې او د مجاهدینو یوازنی را پاته تر ټولو لوی رهبر پروفیسور عبدالرب رسول سیاف په ډیر لنډ وخت کې د مجاهدینو د بیا راټولېدو او اعلانېدو زېری ور کاوه خو د خپل ټول ځانګړي او مشهور فصاحت سره – سره یې دا صراحت نشوای ور کولای چې؛ د څه لپاره؟

دا د افغانستان د ځوان نسل حتمي مسؤلیت دی چې په دې ټولو کیسو، پرته له احساساتو، تا ویلو ما ویلو او سر ناخلاصیو څخه، سم په عاقلانه او واقعبینانه توګه سر خلاص کړي، درس ځنې واخلي او خپله روښانه راتلونکې په خپل فکر، ژورفکر او منطقي فکر خپله سمبال کاندي.

مخ د روښان، ویښ او سیاسي شعور د سمبالښت پر خوا!

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۲) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۲۹\ ۱۳۹۳

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *