Categories

اعلان

Loading…

د ولسي خدمتګار محمد حسن حسام جنازه نن خاورو ته سپارل کېږي

تاند– نن /دوشنبه/ به په کونړ کې د فکر او عمل د جرګې د بنسټ ایښودونکي او د کونړ د سیاسي او قومي مشر الحاج محمد حسن حُسام جنازه خاورو ته وسپارل شي.

شاعر او لیکوال الحاج محمد حسن حسام تیره ورځ /یکشنبه/ وفات شو او د جنازې مراسم به یې د نورګل په ولسوالي کې ترسره شي.

الحاج حُسام د غونډو – مرکو سړی و، د ادبي غونډو په جوړیدو کې، په ملي موضوعاتو کې لکه انتخاباتو کې او د قومي ستونزو په هواري کې مخکښ انسان و.

الحاج حسام یو مخکښ پانګه وال هم و. ده په ننګرهار کې د افغانستان په کچه د چرګانو تر ټولو ستر فارم جوړ کړ او په دې توګه یې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړه.

ارواښاد حسام د پانګونو له لارې په ترلاسه کړیو پیسو ولسي خدمتونه کړي دي.

ده په خپل ژوند کې ګڼې مدنې هڅې وکړې او داسې هڅې چې له خپله جیبه یې پیسې پرې ولګولې څو ولس خوشاله وویني.

648 total views, no views today

3 comments

  1. غوټۍ Reply

    کړيالله دی جنتا لفردوس ځای

  2. ګنډېری Reply

    الله تعالی دې یې مغفرت نصیب او جنت ورته په برخه کړي.

  3. ریحان خان Reply

    خدای پاک دې وبښي، خو نوم یې په سرلیک کې غلط شوی دي، هیله ده، چې سم یې کړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸