Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ولسمشر د سعودي له پاچا سره پر دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړې

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا ملک سلیمان بن عبدالعزیز سره ولیدل.

د سعودي عربستان د رسنیو د راپور له مخې افغان ولسمشر او د سعودي پاچا د دوو هیوادونو پر اړیکو او د اسلامي نړۍ پر وروستیو انکشافاتو خبرې وکړې.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس وايي، د سعودي عربستان له پاچا سره د افغانستان د ولسمشر د خبرو په مهال د سعودي عربستان د صدراعظم دوهم مرستیال او د کورنیو چارو وزیر شهزاده محمد بن نایف بن عبدالعزیز او یو شمېر نور چارواکي هم حاضر ول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په سهار د سعودي عربستان د پاچا په رسمي بلنه دغه هیواد ته لاړ څو د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا او اسلامي اُمت ته د ورپېښو ستونزو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي غني او ورسره ملګري پلاوي عمره هم ادا کړه او ویل شوي چې له سعودي چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د سولې بهیر په وروستیو کې د پاکستان او چین په هڅو پرمختګ کړی خو لا هم هغه پړاو ته نه دی رسېدلی چې دواړه خواوې مخامخ خبرو ته کښېني.

دا په شپږو میاشتو کې سعودي عربستان ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم سفر دی.

339 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2