Categories

اعلان

Loading…

په غزني کې ۱۰ تنه هزاره مسافر وتښتول شول

تاند- په غزني کې چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو کسانو ۱۰ تنه هزاره افغانان په دغه ولایت کې تښتولي دي.

په داسي حال کې چې په زابل کې د ۳۱ تښتول شویو هزاره ګانو برخلیک لا څرګند نه دی، د غزني د سیمه ییزو چارواکو په وینا لس تنه نور هزاره ګان، چې نن /یکشنبه/ له جاغوري ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز غزني ښار ته روان ول، په لاره د مامعلومو وسله والو له لوري له موټره کښته کړای شوي او نا څرګند لور ته په مخه شوي دي.

کابو درې اوونۍ پخوا (د فبروري ۲۳مه) له ایران څخه خپلو کورونو ته ۳۱ تنه روان مسافر، چې په خټه هزاره ول، د زابل په شاجوي ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له خوا له دوو بسونو کښته او وتښتول شول چې تراوسه پوري بې درکه دي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دغو پېښو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د سیمې خلک وايي چې له طالبانو څخه داعش ته اوښتي کسان د دغو کسانو د تښتولو مسوولیت په غاړه لري.

د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې د سیمې په شاوخوا کې یې د تښتول شویو کسانو د موندلو لپاره د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

8 total views, 1 views today

4 comments

  1. جبار Reply

    کيسه بل ډول ده
    لس تنې پېغلې طالبانو په دې جرم کښته او په شلاخو وهلي چي تنګ تنګ پتلونان يې اغوښتې ول او غلیظ ارایش يې کړی وو، چې د اسلامي ثقامت په مرکز کي اوسمهال د ډېرو ځوانانو د بې لاريتوب سبب ګرځېدلي..

    نوره خبره نشته..
    ټول د يوه آس غوږونه دي، مرکز یو شی وایی او ځایی چورواکی بل شی

  2. خوشال ساپی Reply

    امکان دی ولري چی پدی کارونو کی هغه کسان ښکیل وی چی غواړی د افغانانو تر منځ قومي شخړو ته لمن ووهی. یا امکان لری چی ایران د خپلو شومو اهدافو په خاطر دا کارونه کوی او دا هم له امکان نه لری نده چی نوی ټوکیدلی نړیوال ګروپونه د مذهبي سخت دریزۍ له وجهی دا کارونه کوي

  3. خالد خالد Reply

    دا ټولې دخارج او ایران دسیسې دي چه په دې پلمه بیا دخلکو دځورولواو کورونو پلټنې و کړي۰

  4. فریدون رحیمی وردک Reply

    سلامونه . د جبار ورور په جواب کی صرف دا وایم ایا هغه 31 نارینوو هم (تنګ تنګ پتلونان يې اغوښتې ول او غلیظ ارایش يې کړی وه) جس لا تر اوسه لادرکه دی .گرانه دا تول در خارجیانون دسیسی دی نه غواری زمونژ وطن جور شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *