Categories

اعلان

Loading…

افغان حکومت د خپلو کډوالو لوړ پور پرې کوي

هېواد افغان –

کله چې د داود خان واکمني ونړول شوه، د واکمنيو لنډمهال تجربې پيل شوې، نو پاکستان ته خدای ورکړه. دغې هېواد د امريکا او ځينو نورو نړيوالو په ملګرتيا د روس تشکيل شوی بلاک دړې وړې کړ، خو هغه ډلې چې د همدې دندې لپاره په پاکستان کې سره منسجمې وې، سم دستي د کورنۍ جګړې د غځولو دنده ور وسپارل شوه.

کله چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل شوې، بيا هم بې شمېره کورنۍ پاکستان ته ور کډوالې شوې، څوک لوڅې پښې او ببر سر، له خپل يوه ماشوم سره، څوک د سر له يوې پناه سره. که څه هم د افغانستان کورنۍ جګړې ته له وړاندې پاکستاني استخباراتو لار کړې وه، ټولې ډلې د دوی له لوري حمايه کېدې، خو اصلي خبره دا وه، چې د دې هرڅه په بدل کې پاکستان بلا مرستې تر لاسه کولې. هم د جګړې د غځولو په نوم، هم د جګړې د پای ته رسولو په نوم، هم هورې د دېره کډوالو په نوم، خو ډېر کم څه يې بيا افغان لوريو ته رسېدل، چې دې کار ان تر ننه ورځې دوام وکړ.

په پاکستان کې پراته افغان کډوال په خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي، په هغو مره ناوړه حالت کې چې حساب يې نشته، هم به پوليس ته باج ورکوي او هم د هغه خاورې موقتي وارث ته، خو له دې ټولو سره سره کډوال هغه ځای غوره بولي.

ايا په افغانستان کې تر پنجاب، کراچۍ، کوټې، پېښور او نورو ځايونو ژوند سخت دی؟

زما په نظر تر دې ټولو به په دې ځمکه ژوند اسانه وي، دا ځکه چې دلته که نور هرڅنګه شي، د مالکيت، ملکيت او خپلوی احساس خو کېدای شي. چېرته چې د خپلوی او ارامۍ احساس وشي، فکر نه کېږي، چې تر هغه دې غوره ژوند وي.

هر وخت چې د افغان او پاکستاني حکومت ترمنځ درځ راپيدا شوی او يا هم اړيکي ترينګلي شوي، نو پاکستان د افغان حکومت د کمزورۍ له دې دکمې نه کار اخستی او په دې ډول يې تر فشار لاندې راویستی دی. هغه چې وايي، په تبه يې ونيسه چې مرګ ته رضا شي، همغسې له افغانستان سره کوي. درې څلور کډوال په زندان ننباسي، درې څلور را وشړي، درې څلور ووژني او درې څلور ولوټي بيانو د افغان حکومت چغې تر اسمانه پورته شي. په دغه موده کې د کډوالۍ نړيوال او د ګاونډيتوب ټول اصول تر پښو لاندې شي، دا ټول کارونه په خورا سپين سترګۍ تر سره شي، نه تور وي او نه هم سپين، بس افغان حکومت هم ټولو هغو غوښتنو ته غاړه کېږدي، چې پاکستان يې په داسې حالاتو کې اړتيا ويني او غواړي.

د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۶ مه چې کله د پاکستان په يوه پوځي ښوونځي د وسله والو له لوري بريد وشو، د زده کوونکو سټه يې و ايسته، نو يو ښه چانس او فرصت پاکستاني لوري ته په لاس ورغی، له هغه سر سم يې په خپل هېواد کې د کډوالو په غلبېل او چاڼ پسې شروع وکړه، ان تر چاڼ خبر وتلې وه، د افغان کډوال او سياح په نوم يې هم هورې څوک نه پرېښودل، بېشمېره کورنۍ يې په سخت ژمي کې را وشړلې، بې شمېره افغانان يې په يوه او بل نامه زندان ته واچول او بې شمېره افغانان يې په يوه او بل نامه ولوټل، خو لوبې ايله د ۲۰۱۵ تر لسمې پورې دوام وکړ. کله چې د کډوالو افغان وزير د يوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ، نو پلان بدل شو، ژمنې تازه شوې. له دې سره به پاکستان نور کډوال نه راباسي او خپلې خوښې ته به يې پرېږدي، تر نهو مياشتو پورې به يو ګډ پلاوی د دې لپاره کار وکړي، چې په پاکستان کې مېشت ټول نا راجستر شوي کډوال راجستر کړي.

خو تر دې د مخه هره ورځ تر ۱۰۰ پورې کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته په خورا ناوړه حالت کې راستنېدې. دا لومړی ځل نه دی، چې داسې يوتوافق کېږي، يوازې په تېره ۱۴ کلنه دوره کې څو څو ځله داسې شوي، پاکستان ژمنې او قراردادونه کړي، خو ټول يې بيا خپله مات کړي دي.

د پاکستان په سپين سترګۍ او د هغوی په دومخۍ به څه خبرې کوو او څه به ورنه هر وخت سر ټکوو، خو افغان لوري ته پکار وه، چې نور يې له دې لوی عذاب نه ځانونه خلاص کړي وای.

افغان حکومت کولای شوای، د يوه ښه مديريت په اساس يې په پاکستان کې دېره افغان کډوال په کور د ننه ځای پرځای کړي وای. د دې پر ځای چې پلاوي او مشران پاکستان او پنجاب ته د سوال لاسونه غځولي وای، يو ښه طرحه يې ډيزاین کړې وای او له مخې يې کډوال اړ کړي وای، چې نور نو خپل وطن ته راستانه شوي وای. ددې تر څنګ افغان کډوالو په خپل کور ژوند تر پردي هغه غوره بللای وای، ځکه چې د دوی لپاره افغان حکومت ډېر لوی پور پرې کوي او پاکستان ته د دې څه لوړ قېمت ورکوي.

75 total views, 2 views today

1 comment

  1. Amin Reply

    پہ مرگ یی ونیسہ چہ تبی تہ رضا شی.

    ھاھا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *