Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: يو وکيل د ښرنې پارک غصب کړی

د پکتیکا د ښرنې خلک ادعا کوي، چې په دغه ښار کې په ۲۰ جرېبه دولتي ځمکه کې جوړ شوی پارک د ولسي جرګې يوه غړي او والي غصب کړی او مارکېټونه یې پکې جوړ کړي دي.

دغه پارک په ۱۳۸۸ کال کې د ولایتي بیارغونې ټیم جوړ کړ، یوازې دوه کاله وروسته وکیل څو نورو زورواکو له والي سره لاره یوه کړه او پارک یې د مارکېټ ساحې په نوم وویشلو.

د ولسي جرګې غړي وايي، په ښرنه کې د زیاتې اندازې دولتي ځمکې پرسر اوس هم د ځينو قومي مشرانو له لوري دعوې روانې دې. په دغو ځمکو کې اکثره یې د دفاع وزارت جایدادونه دي، چې قضیې یې په عدلیه وزارت کې ثبت دي.
محور ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې په ۲۰ جرېبه ځمکه جوړ شوی پارک د ولسي جرګې د غړي محمود خان سلېمانخېل او پخواني والي محب الله صميم له لوري نړول شوی او په ځای يې مارکېټونه اباد شوي دي.

دا پارک په ۱۳۸۸ کال کې د پي ارټي يا ولايتي بيا رغونې ټيم له لوري د ۴۰ لکه افغانيو په ارزښت د سي اې ډي جي موسسې له لوري ګټې اخستنې ته سپارل شوی وو.

يوه سرچينه وايي، تر دوه کاله استفادې وروسته ياد پارک د ځينو ځايي زورواکو او محلي چارواکو له خوا ونړول شو او په ځای يې مارکېټونه ابادشول: ((په نيمه شپه يې د نړولو چارې پيل شوې، دا ځکه چې که د ورځې له خوا يې کار پيل شوی وای، امکان وو، چې دغه خلک د ولس له غبرګون سره مخ شوي وای. په دې کار کې د ولسي جرګې غړی محمود خان سلېمانخېل، ځايي مشران باچاخان، خالد، پخواني والي او د وخت ښاروال شريکان دي. د دې کار د مخنيوي په ټس کې ځينو چارواکو او څارنوالانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې، ان هغو کسانو ته پکې د مرګ ګواښ هم شوی و، چې ددې پارک د غصب مخه يې نيوله.))

يوځايي خبريال وايي، داځمکه د ښاروالۍ له لوري استملاک شوې، نو ځکه خو ورته د شخصي هغه نوم نشو ورکولای او کومو کسانو چې اوس ګونډې پرې وهلې هغوی زورور دي، د وخت والي او ښاروال يې تر شاه ولاړ وو.
د ولسي جرګې غړی محمود خان سلېمانخېل وايي، دا پارک نه بلکې پارکېنګ وو، چې د موقت لپاره جوړ شوی وو او د خالد په نوم يوه ځايي سوداګر له قوم نه واخست، ابادي يې پرې وکړه. ښاغلی سلېمانخېل وايي، زه ورسره شريک نه يم او نه هم په دې ځمکه کې کوم مارکېټ لرم، بلکې د خالد تر څنګ ځکه ودرېدم، چې هغه مې د ملګري زوی دی او په حقه وو، اسناد يې ورته جوړ کړل.

دی وايي. يوشمېر هغه کسان په دې تړاو ځکه خپل غږ پورته کوي، چې په دې ځمکه کې ونډه نده ورکړل شوې:(( يوازې دا ۲۰ جرېبه ځمکه نه ده، د دې ځمکې څېرمه ۲۰۰ جرېبه نوره ځمکه هم شته، چې هغه هم د قوم ده، دولتي نه ده.))

دی وايي، د ښرنې ښار اړوندې ډېرې ځمکې شخصي دي، خو دولت لاندې کړې، ابادۍ يې پرې کړې، چې په ډېرو يې دعوې اوس هم روانې دي: (( په دې ځمکو کې ډېره برخه د ملي دفاع وزارت دي، چې اوس هم تر دعوو لاندې دي او دوسيې يې په څارنوالۍ کې دي.))

په دې اړه د ځايي چارواکو په نظر اخستلو بريالي نشوو.

182 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2