Categories

اعلان

Loading…

ژوند مدني ټولنې خپله نولسمه اونیزه ناسته وکړه

عصمت الله سلام / غزني –

ژوندمدني ټولنې نن شنبه د۱۳۹۳ هـــ ل کال دکب میاشتي په درویشتمه (۲۳) نيټه داونیزوناستوپه دوام خپله نولسمه اونیزه ناسته وکړه .

غونډه د غزني ولایت په دریم پلان کې دیادې ټولنې په مرکزي دفترکې جوړه سوې وه ، پیل یې په دوه بجي له اجنډاسره سم تکړه لیکوال اوشاعر داندړوولسوالي ددارلمعالمین ریس ښاغلي رحمت الله مبین دپاک قران په مبارکوایتونووکړ.

ورسته دانجنیرعزیزاحمدعظمي دڅاردکمیټي مشردتیرې غونډي راپوردغونډي ګډونوالوته واورول چې دغونډي دګډونوالوله لورې وستایل سو.

ورپسې له اجنډاسره سم دټولني مرستیال انجنیرمحمد فاروق بویادغونډې ګډونوالوته هغه مقاله ورواوروله کومه چې یې د مدني ټولنود مسولیتونوپه اړه لیکلي وه .

بویادمقالي په یوه برخه کې وویل :

څرنګه چې یې له نوم څخه جوته ده مدني خوځښتونه دیوې ټولني اوجامعي دبهبوداوپرمختګ لپاره هڅي اوکارکوي .

مدني ټولني ددولت اوولس په منځ کې دپل حیثیت لري اوحق لري چې په غیرمستقیم ډول له هغوکارونوڅخه څارنه وکړي کوم چې دولت دولس دښیګڼوپه موخه کړي وي .

همدارنګه مدني ټولني حق لري چې دکره ثبوتونوپه صورت کې دولس ناخوالي تررسنیواومیډیاپوري ورسوي .

دغونډي په دویمه برخه کې له اجنډاسره سم دغونډي ګډونوالو دنوي کال درارسیدوله کبله په دې بحث وکړچې څه ډول کولای سوله ښاروالي سره دهمغږي کیدلوپه صورت کې خپل مسولیت اداکړو؟

دټولني مشرښاغلي نقیب الله رحماني وویل داچې نن دغونډي موضوع همداده چې ژوندمدني ټولنه به له ښاروالي سره همغږي کیږي اودنیوکال له رارسیدلوسره سم به دښارپه ځینوبرخوکې نیالګي کینوي .
په دې کارسره به له یوې خوښارسمسوراوښکلی ښکاري له بلي خواپه هغه صورت کې چې دنیالګیوڅخه ساتنه اوپالنه وسي دښاردهوا په پاکوالي کې رغنده رول لري .

له رحماني څخه ورسته ښاغلي بویا وویل :

چې دژوندمدني ټولني هرغړی بایددنوي کال په رارسیدوسره له یوه څخه ترپنځوپورې نیالګي په ښارکې کینوي اوترڅنګ یې دیوکال لپاره له یادونیالګیوڅخه پالنه هم وکړي .

دټولني بل غړي اومالي کمیټي مسول ښاغلی اسدالله سیال بیاپه دې نظروه چې دښاروالي له لوري دې په ښارکې یوه سیمه ژوندمدني ټولني ته په نښه سي اوبیادې دیادي ټولني له لوري هغه سیمه سمسوره سي .

سیال وویل که چیرته موږته یوه سیمه په نښه سي نوموږکولای سوله هغې څخه ښه څارنه اوپالنه وکړو.

خوکه چیرته دښارپه بیلابیلوبرخوکې دټولني له خوانیالګي کېنول سي دابه ستونزمنه وي چې په ښه ډول یې پالنه وسي.

داچې په یاده ټولنه کې هره پرېکړه په غوڅ اکثریت رایوکیږي نودژوندمدني ټولني له نورغړیوڅخه وغوښتل سول چې په دې اړه خپل نظرونه ووایې .

دغونډي ټولوغړیوله ښاروالي سره هغږي اړینه وګڼله اوپرېکړه یې وکړه چې سرله نن به دیوه کمیسون له لوري دغه موضوع په مخ وړل کیږي .

یادکمیسون چې له لاندې لسو کسانوڅخه جوړسوی ده دیکشنبي په ورځ چې دکب دمیاشتي له ۲۴ نیټي سره سمون خوري دښاروالي له مسولینوسره ناسته لري .

کمیسون

۱ – انجنیرمحمدفاروق بویا             مشر
۲ – حمیدالله رسولي                   غړی
۳ – نقیب الله حمیدي                   غړی
۴ – اسدالله سیال                       غړی
۵ – ضیاالحق همدرد                 غړی
۶ – اولیا محیب زوی              غړی
۷ – ریدی ګل رحماني             غړی
۸ – ډاکترصبغت الله واحدي     غړی
۹ – انجنیرعصمت سلام         غړی
۱۰ – واحیدالله جمعه زاده       غړی

غونډه مازدیګرپه ۴:۰۰ بجي قاری ضیاالحق همدرد په دوعا لوستلوپای ته ورسیده .

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *