Categories

اعلان

Loading…

د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونې څانګه پرانستل شوه

  په میدان وردګو ولایت کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونې څانګه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوه .

په همدې موخه په ولایت مقام کې نن ( شنبه) په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت سرپرست والي او د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو او سوداګرو سربیره د افغانستان سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال، د دغه ادارې د سوداګرۍ برخېمرستیال، د خصوصي سکتور مشر،د ولسي جرګې غړو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د سوداګرۍ خونې څخه مننه وکړه،چې د دغه ادارې یوه څآنګه یې په میدان وردګو ولایت کې پرانسته.

ده زیاته کړه،په دې ولایت کې د سوداګرۍ خونې ادارې لپاره دوی یو جریب ځمکه له وړاندې ځانګړې کړې او د دغه خونې د پرانستې سره سم به سوداګر وهڅوي ترڅو پرې د میدان وردګو ولایت د سوداګرۍ خونې ادارې لپاره ودانۍ
جوړه کړي.

هغه میدان وردګ د سوداګرو لپاره یو مهم ولایت وباله او زیاته یې کړه، سوداګر کولای شي په دغه ولایت کې په قانوني ډول د کانونو،کرنې او مالدارۍ برخه کې پانګونه وکړي او له دغه لارې خپلو سوداګریزو چارو ته پرمختګ
ورکړي.

د میدان وردګو سرپرست والي وویل په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره هم کېښودلې خو د ایسا ادارې له لورې پرې چارې تر دې دمه ندي پیل شوې، چې د دغه خونې پرانستل به هم د پارک د چارو په ژر پیل کېدو کې له موږ
سره مرسته وکړي .
د افغانستان د سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال خانجان الکوزي د سوداګرۍ خونهد دولت او خوصي سکتور ترمنځ د پله بڼه لري.

ده وویل د هېواد ۲۱ ولایتونو لپاره یې د سوداګرۍ خونې ودانۍ جوړې کړي او په نږدې راتلوونکې کې به د میدان وردګو په ګډون لس نورو ولایتونو ته د سوداګرۍ خونې لپاره ودانۍ جوړې کړي .

ده زیاته کړه،د دوی ادارې د میدان وردګو د ولایتي شورا پخوانی رئيس او سوداګر محمدرفیع وردګ د دغه خونې د سرپرست رئیس په توګه ټاکلی او په نږدې راتلوونکې کې د اداري پلاوی ټاکلو په موخه ازادې ټاکنې ترسره کړي.

د ولسي جرګې غړو عبدالمجید وردګ او عبیدالله کلیمزي هم د ولسونو په استازۍ د دغه خونې په پرانستلو خوښي وښوده او دوی پخپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د میدان وردګو ولایت د سوداګرۍ خونې سرپرست رئیس محمد رفیع وردګ وویل هڅه به وکړي،تر څو د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې لومړنۍ چارې په ښه توګه پرمخ یوسي ترڅو ژر د ازادو ټاکنو له لارې اداري پلاوی ټاکلو ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده،چې څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د نفتي توکو مدیریت هم خپلې چارې پیل کړې .
درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

68 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *