Categories

اعلان

Loading…

مایوسي، بدیختي ده! لیکوال: عصمت بهیر

د ځوانانو سره چې د وطن د جوړېدو خبره کوي مایوسه ښکاري، وایې په هيواد کې ارامي، سوله، امنیت، ښه حکومتي داري او په اوسنی وخت او زمان کې ځان او افغانستان د متمدنه دنیا سره سیال کول ناممکنه کار دی.

پر شب پرستو باندې زیری وکړئ

چې چرته که لیري هم رڼا نه ښکاري

ډاکتر اسرار

صحیح ده، موږ به ډېر وروسته پاته یو، د تعلیم سطحه به مو ټیټه وي، په روغتیایي برخه کې به د ساده زکام علاج نشو کولای، حکومت به فاسد وي، داسې بلا نورو مشکلات به هم لرو خو دا ټول ستونزې او کارونه پخپله موږ افغانانو ته ګوري. پردي زموږ له غمه نه دي مړه او یا که په افغانستان کې د کار کولو لیوالتیا ورسره شته نو په اول قدم کې هغوی ته خپلي ګټې مهم دي.

(پیشې د خدای لپاره موږک نه نیسي.)

دا ټولو ربړو ته په کتو سره، مایوسي هیڅ په درد نه خوري.

إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ

ژباړه: خدای (ج) ترهغه وخت په یو قوم کې تغییر نه راولي چې هغوی په خپله پخپل ځان کې تغییر را نه ولي.

حکایت دی:

وایي یو وخت شیطان د خپل کار څخه ستړی شو نو خپل د کار ټول ابزار د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړل. په دې ابزارو کې مایوسي تر نورو زاړه وه رانیوونکي چې کله بیه کړه نو قمیت یې هم تر نورو لوړ و.

پوښتنه وکړه چې، هم تر نورو زاړه ده، هم یې نرخ جګ دی؟

شیطان ورته وویل چې له مایوسي څخه مې په خپلو کارونو کې ډېر کار اخیستي دی نو ځکه تر نورو یې وضعیت خراب دی او د انسانانو د غلطولو لپاره یې تر بلې هرې وسیلې ښه کار ورکړی دی.

مایوسي د سلام په مبارک دین کې هم غندل شولې ده.

خدای پاک وایي چې ته حرکت کوو، زه برکت در کوم. او تغییر به ستاسو په خپله پخپل ځان کې راوړئ.

تور که مې (پرون) و (نن) په وینو سور

خیر دې وي روښانه مستقبل لیکم

یا

لکه غوټۍ په وینو سور یم، سبا خندوم

د ګل په سرو شونډو اوده موسکا خندوم

عارف خزان

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *