Categories

اعلان

Loading…

د وخت جبر/ شهرت ننګيال

د پخواني پاچا اعليحضرت محمدظاهر شاه د زوکړې سلمه کاليزه د سيمه ييز و مطالعاتو مرکز له خوا يوه درنه غونډه کې ولمانځل شوه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غونډې ته وينا لرله… د برخوالو په لومړۍ ليکه کې قاضي محمد امين وقاد ناست و… غونډه کې د قاضي صاحب شتون او غالبا د حضور اعليحضرت پر فضايلو او حسناتو دده وينا تېر او هېر يادونه زما مخې ته کړل…

هغه مهال چې قاضي وقاد د اووګوني اتحاد فرهنګي رييس و…

فرهنګي کميټه کې دده لومړی او وروستی بلکې يواځينی کار دا و چې زموږ يو ليکوال يې د پخواني پاچا پر ضد کتاب کښلو ته اړ کړ… چې وحدت اسلامي ورځپاڼه کې له پر له پسې خپرېدو په کتابي بڼه خورا لوړ شمېر چاپ شو…

قاضي وقاد پر کتاب خپله سريزه کې پخوانی پاچا دومره غندلی او رټلی چې له افغانيت، مسلمانۍ، بلکې انسانيت يې ايستلی… ټول کتاب يوه خوا د قاضي صاحب سريزه بله.

کتاب ))ظاهرشاه راځي که راوستل کېږي؟(( تر سرليک لاندې دی. پر دوتڼه يې پر انځور شوي ښاماره دظاهر شاه څېره لګېدلې، چې د يوه خطرناک ښامار بڼه يې ورکړې ده.

ليکوال کتاب په نه زړه کيښ… دی چې اوس له يوې نړيوالې نشراتي ادارې سره کار کوي پخپله خوارۍ سرټيټی ښکارېده… يوه ورځ مې چې په دې هکله دده خوله کې ګوتې وهلې په لږ ځنډ راته وويل: … کوم کار د چا په خوښه شوی، ته په خپله خوښه لګيايې…؟

بيا يې دا لنډۍ ورسره مل کړه:

له وېرې حال ويلی نشم

                        د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه

تېری چې دا ليکنه د مولانا شهاب په مستعار نامه وه… مولانا عبدالقدير شهاب د افغانستان مشهور عالم، ليکوال او د اوقافو عالي ادارې مرستيال و… زوی يې محمد طيب مدرسه کې زما ټولګيوال و… مولانا شهاب فرهنګي کمېټې ته راغی چې خپل اعتراض وړاندې کړي. قاضي وقاد او مرستيال يې سخي داد فايز ځانونه پټ کړل.

دده اعتراض پر ځای و، په درناوۍ مو بښنه وغوښتنه، د طيب همصنفي توب مې ورته ياد کړ… ارام او غوسه يې سړه شوه… په دې ژمنه چې وحدت اسلامي کې به سپيناوی وکړو، له ده ځان خلاص کړ.

شونې ده ليکوال چې اوس امريکايي تابعيت لري دا دعوا اقامه کړي چې په زور او جبر ددغسې يوه کتاب ليکلو ته اړ او له ذهني تشدد سره مخامخ شوی دی…

څرنګه چې متحده ايالات پر ځمکه، هوا او سمندر د خپلو اتباعو د حقونو ساتنه خپل ملي مکلفيت ګڼي، ځکه خو قاضي صاحب ددغه دعوا تر مواخذې لاندې پړ راختلی شي…

که څه هم قانون ماقبل ته نشي راجع کېدای، کله چې ليکوال د قاضي وقاد له خوا په جبر بلکې تشدد ددغه کتاب ليکلو ته اړ شوی امريکايي تابعيت نه درلود… خو له بشري حقونو د سرغړاوي په تور دغه دوسيه بشپړېدای شي.

ليکوال ښايي د قاضي صاحب دغه چلند ته د منافقت ګوته ونيسي چې دی يې په جبر او تشدد د ظاهر شاه پر ضد کتاب کښلو ته اړ کړ، خپله يې غونډو کې په مدح او ستاينو لګيا وی.

د پخواني پاچا د سلمې کليزې غونډه کې د قاضي وقاد په اصطلاح پراخ ګډون او وينا ددغه تور پر وړاندې د يوې تکيې هڅه ده، که د پښېمانۍکفاره او يا هم د څو څېرو او څو ژبو مجبوريت…

)والله اعلم(

787 total views, 2 views today

12 comments

  1. rokay Reply

    ګران ننګیال صاحب! سلامونه، زه فکر کړم یوازی ته یی چی ، لکه ونه مستقیم په خپل مکان یی ، که خزان درباندی راشی که بهار، خو بیاهم ښه دی د ټسکوری ګوزازونه خو کړی. اوسنی حالات خو ټول سره ګډ وډ کړل، دکمونیزم لاسپوځو به موږ دامپریالیزم تالی سټی ګڼلو، اوس هغو ټولو غربی نړی ته پناه وروړی او دهماغوتالی ته ناست دی موږ به یی راشن خواره ګڼلو اوس پخپله هماغه فوډ سټمپ ته ناست دی ، خو عجیبه داده چی تالی ددوی سټی او … خپل پخوانی بادار ته. خلاصه دا چی ټول سره ګډ وډ شول

  2. shakir Reply

    روکی نه پوهیږم چی ښڅه یی که نر یی داسی عجیبه غوندی نوم د ځانته خوښ کړی دی.
    دا خو سر په سر شوه. کمونستانو خو تاسو امپریالستان د امپریالیزم تالیڅټی بللی خو په رښتیا هم تلیڅټی وی، او که تاسو بیا کمونستان د کمونیزم تلیڅټی بلل دوی هم په رښتیا د کمونیزم تلڅټی وو. خوتاسو ټولو تلڅټو خوزموږ چی بیطرفه وو او یو کولمی راوباسی.اصلآ تاسو دواړو باید محکمه شی.

  3. ع. شريف زاد Reply

    ننګيال صاحب وخت ډير خراب شو، باور تللي په خپله مخه، جبر له وخت نه مخکې په منډو دى اووخت له جبر نه. امين وقاد خو بيا له ټولو مخکې دى.ستا په شان ليکوال خو په دغو واقعيتونو ډير ښه پوهيږي کوم چې له ډير پخوا ېې د کمنستانو په وړاندى د مبارزې، شهامت، مسلک او ايمان تاريخ لري، پېجند ګلوي لري او په خپل ارمان کې متعهد وي ماته ستا ليکنې هغه وخت راپه ياد کړ چې د پيښور ښار په دبګريو کې يو غونډه جوړه شوې وه او دې غونډي ته ددې تازه نفسو تنظيمونو مشران د خبرو لپاره رابلل شوى وه .د غونډې په سبا ګيلاني اسلام ابد ته ځان پټ کړ، د جمعيت نه انجينيير احمدشاه احمد زي، د حزب نه وقاد راغي نور هم وه رښتيا د شلومبو مچ او دخبرو ګوډى صديق چکري هم چې له عربستان نه په سپينو جامو د پيښور ښار ته راستون شوى وه هم دخبرو او ځان ښوولو لپاره په غونده کې راڅرګند شو.
    خو کله چې ماد قاضي خبرې واوريدلې ٩٩ فيصده قاري د خپلو عقايدو، پريکرو، تصميمونو، اهدافو ملاتړ کاوه. هېکله داسې فکر نه کيده چې دغه قاصي به خپل نظر ته دومره بدلون ورکړي چې له ٩٩ نه دقضېې منفي خواته راکوزشى
    خو دغه ډول فلوټان ډير زيات دى چې مرکزي دولت کې بياهم کمونستان ننوتي او يو سمير اپورتونستان چې ظاهرا د افغانستان د سوکالي په نوم خو په باطن د خپلو ګټو په اخور مصروف دى چې مثالونه ېې ته هم ښه پېژني استعمار او استعباد دواړه د يوې لارې ملګري دي

    وګوري کمونستان او د نورو کړيو خلک داحسانالله د تلوېژن «اريا» نه د”نخبګانو” په نوم ستر پروګرام لري د هېواد لپاره چا قرباني ورکړي څوک ړانده او کاڼه ، بې کوره او بې هيلې ګرځي بيا همغو خلکو چې همدغه هېواد له سترو برباديو سره مخامخ کړل او کرزي هم ورپسې پښې رالوځڅ کړي نو بيا جبر او وخت په يه ښه ازمون کې بايد محاسبه شي

  4. اتل Reply

    شاکرجانه!! دلیکنی څخه دی معلومیږی چی لا ماشوم یی او دخپل اولس له ویاړونو ناخبره ، دا ستا د اولس قربانی وه چی اتحادجماهیر شوروی نه یی روسیه جوړه کړه او دکمونیزم لاسپوځو به ستا هماغه اولس ته بیطرف ، بی شرف او دامپریالیزم نوکران ویلو او له خپل هیواده یی تیښتی ته اړ ایستل چی بیا هماغه اولس دیونیم میلیون ککریو به بدل کی کمونیزم ته ماتی ورکړه او داهم صحیح خبره ده چی هغوی چی دجهاد افتخارات دخپلو شخصی ګټو نه قربانی کړه هغوی هم غداران او خاینین دی ، هیله ده یو لږ ځه معلومات ترلاسه کړی بیا لیکنو ته پلتی ووهی .ه

  5. احمدولی حضرت Reply

    ښاغلی ننګیال! کفایت کوی چه فقط ولیکل شی یا وویل شی ( پخوانی باچا ظاهر)

  6. shakir Reply

    اتل خانه! زه که مشوم یم خو یاد به کړم لا می وخت په مخکی دی خو خدای شته چی تاسو ته می زړه بد شو هغه داسی چی ویښتان دی سپن شوی دی تر اوسه لا نه یی پوه شوه چی زموږ ملت څنګه د سوخت د لرګیو په شان استعمال شوی دی.
    که وخت لری په دی اخر وخت کی یو واری د پیریانو جګړی کتاب ولوله

  7. shakir Reply

    تل خانه! دا نو ځنګه افتخارات دی چی لومړۍ ستا جهادی مشر ربانی وړاندی چی دا کابل ته راشی د کرملین زیارت وکړ، ورپسی کرزی هفته وړاندی په ډاګه اعطراف وکړ او ویی ویل چی که موږ د روسان سره نه وای جنګیدلی نو اوس به افغانستان ډیر پر مخ تللی وو.
    اشنا د شوروی ماتیدل افتخار مه بوله او ندی دی که چیری زوروی ژوندی دای پر روسیه نه وای بدل شوی نو امریکا به اوس ځان د ټولی نړۍ ژندارم نه ګڼه، پر اعراق، افغانستان ، یوګوسلاویه، باندی به یی تیری نه کاوه دا . اشنا ستا د افتخاراتو له برکته د اوس افغانستان پر ۴۵ غیری مسلم هیوادونو اشغال کړ، دا نو ستا افغاخارات دی.
    دا ستا افتخارات دی چی افغانستان د کباړ کړ ټانګونه الوتکی او په نوم اوسپنه د چی په افغانستان کی پیدا کوله پاکستان ته د ورسوله . دا ستا افتخارات دی چی پاکستان د په سپینه ورڅ پر ولس او هیواد راکیټونه واروی او ته ورته په غټو ګوری. اشنا ۵ زره بیشرمی د هیواد ته رسولی دی هیله ده نو زه به تاته کومه یو درپه یاد کړم.
    زه که اوس هم د یو بیطرفه افغان په صفت قضاوت وکړم تر کمونستانو بیا نو امپریالستانو ډیر غ… کړی دی چی لخړوزو یی دنیا نیولی ده

  8. عبد الله مل Reply

    درې نیمې لسیزې دمخه ما هم دولې حضرت او دمصطفی یا دګا رې پر رقم مفکو ره در لوده.خو کوم وخت چې د کمونیستانو قول او فعل، دمجاهدینو قول او فعل ،دطالبانو قول او فعل چې په ډیر مهارت به یې درواغ دشپې د۱۲ بجو پر شاوخوا په را دیو کابل کې ویل چې موږ پا چهې نه غوا ړو موږ صرف پا ټکیان اوتوپک سا لاران اوقطاع طریق ورک کوو موږ بیرته ځو خپلو حجروته………… چې ددغو درواغو په نتیجه ملا محمد عمر اخند ځان امیر وټا کی ……،او اوسنیان دغرب دستنشا نده ګان. نو اوس وا یم چې پخونی پا چا اعلحضرت محمد ظاهر شاه دې خدای وبخشې. اودغه تیرې درې نیمې لسیزې چې کومو واکمنانو حکو
    . مت کړیدی پر دغو ټولو دې دارواح دښاد پا چا بلا وګرځې

  9. احمد ولې Reply

    ګرانه شاکر خانه ! قضا وت مو ډیر دوا قعیتونو څخه لیرې دی.دبې دینه او خونخوارو کمونیستانو دوخت حکومت او دهغه زور او اوسنی چو شوی اوچپا ول شوی افغانستان دخمکې او داسمان فرق لرې.که شخص بې طرفانه قضا وت وکړې داهر څه ددرې نیمې لسیزو نا خوالې حتې د پرون ورځې دهلمند پیښې مسو لان درجه یک بې مذهبه کمونیستان دې. که دغه توره او کړغیړنه کودوتا د (KGB ) دبچیانوپه واسطه نه وای شوې. ددغه بدبختیو څخه به ۱٪ هم نه وای !!! دټولو در بدریو اسا س توره او کرغیړنه کودوتا ده.لمر په ۲ ګوتو نه پټیږې.

  10. shakir Reply

    احمد والی صاحب تاسو د کمونستانو د بام واوره ولی زموږ بام ته را اچولی ده ما خو د کمونستانو دفاع نه ده کړی او نه د کمونستانو له دلی یم خو دا دوی ډلی می سره پر تله کړی دی. زما د قضاوت بر اساس زه تر امپریالستانو کمونستان اوس هم ښه بولم. ګرانه کمونستانو خو بد وکړل کودتا یی وکړی دوی د الله پاک په لوی غذاب اخته کړی، خو دا امپریالستانو خو داسی لړلی وکړی چی د کمونستانو په ارمان یی کړو. دوی د خدای هم په قهر اخته کړی.
    همدا اوس هم همدغه امپریالستانو د ملت پر مری پښه ایښی ده چی سا باسلو ته یی نه پریږدی. سیاف اسمعیل خان خو ګوری چی هره ورځ ولس ته اخترونه ورکوی.

  11. Prof. Musa Khan Jalalzai Reply

    I think Shuhrat Nangyal sahib is right in saying that Qazi Waqad published a book against Zahir Shah, I am witness of that. The book was written by Muhammad Naseem Stanizai.

Leave a Reply to عبد الله مل Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2