Categories

اعلان

Loading…

د هلمند والي محمد نعیم بلوڅ ته یو پرانستی لیک- د هلمند یو بچی

جناب والي صاحب! تاسو، چي هلمند کي خپله لومړۍ وینا وکړه، زه پوه سوم چي تاسو مدیر نه یاست. ستاسو پر سر به خلکو بحثونه کول، ډیرو به ستاسو خوا نیول. ویل والي صاحب، ښه او نیک انسان دی، ښه فکر او ښه ملي احساس لري، کنه دې شرایطو کي په دې سپینه ږره دی کله دې ته چمتو کیدی، چي هلمند غوندي ولایت کي والي سي. ما به ورته ویل چي ښه سړی به وي، خو ښه سړیتوب کفایت نه کوي. د مشر کیدو لپاره ښه سړیتوب اړین دی، مګر کفایت نه کوي، د مدیریت د هنر پرته د مشرتوب کول داسي مثال لري لکه، بې لاسو خوراک.

جناب والي صاحب! له بده مرغه چي ستاسو په اړه زما وړاندوینه سمه و ختل، هیڅ مدیریت نه لری او بیا سل ځلي نور له بده مرغه چي د هغه هلمندوالو ادعاوي مو هم غلطي ثابتي کړې، چي ویل تاسو ښه سړی یاست. اوریدلي مي دي چي تر یوه زري هم لاس نه اړوی. خو زه دي پر هغه اړخ ځکه نه ږغیږم، چي کړه او بشپړ ثبوت راسره نسته.

ستاسو راتګ موږ ته هیلي راکړي، ورو ورو مو هیلي په ناهیلۍ او ناهیلۍ په بې زارۍ بدلي سوې. تاسو نه ښه انسان یاست او نه هم ښه مدیر. په عامیانه اصطلاح تاسو یو ساده انسان یاست، ځکه تاسو تر اوسه غونډو ته د وینا پر مهال خلکو ته ندي کتلي، چي ولي چا سرونه کښته ځړولي وي او چا پټوان خولو ته نیولي وي. ښه نو ددې حالته خو به بیخي بې خبره یاست چي کله پر تلویزون وینا یا خبري کوئ په لښکرګاه ښار کي څومره کسانو د خندا له لاسه ضعف کړی وي؟ نیم خلک مو په خبرو نه پوهیږي، نیم چي پوهیږي هغوی له خندا نه وي ورپام تاسوی. هسي ځان ستړی کړی. په پښتو مو پښتانه او په درې مو پاریسوانان نه پوهیږي. بده لا دا چي په بلوڅي دي دواړه نه پوهیږي. د خدای پار دی تاسو کله د ځان سره په دې اړه فکر نه دی کړی؟ لکه مو هم دا یوه ستونزه نده ګڼلې؟ کله مو هم پر خپله وینا د شرم احساس ندی کړی؟

والي صاحب! وايي دوست به دي و ژړوي، دښمن به دي و خندوي. زه ستاسو دوست یم هغه څه چي په دې څو کاله ستاسو نژدې کسانو درنه پټ ساتلي وه، غواړم بربنډ یې درته ووایم.  له کله چي تاسو هلمند کي قدم ایښی، د ولایت مقام کي یوازي مطلب اشنا کسان لیدل کیږي. داسي سړه سنا وي لکه کډه چي بار سوې وي. خپل مامورین مو په خورا سپک نامه یادوي او ډول ډول نومونه یې درباندي ایښي دي. له دې هم خبر یم چي د ولایت مقام په لاندي منزل کي ناست یو مامور ته تاسو درې ځلي د یو کار ویلي هغه یې نه دی تر سره کړی. نو چي تاسو د ولایت مقام په تعمیر کي کنټرول نلری او یو عادي مامور چي ستاسو تر سترګو لاندي دی، ستاسو خبره نه مني نو ولسوالۍ او بیا لیري ولسوالۍ خو نو واوا. موسی کلا، دیشو او خانشین خو به بیخي ګلګلزار وي.

والي صاحب! تاسو به ځوانۍ کي ښه وړتیا لرل، خو اوس فقط یو سپینږری یاست. که ستاسو پر ځای زه وايي ما، ولسمشر ته کلونه وړاندي استعفا وړاندي کول او سیده تلم په یو کلي کي مي اړول او پنځه وخته په جماعت لمونځ او که وس مي رسیدلای نو د هغه کلي ستونزي مي هم حلولې. دا څه په تکلیف دي ځان اخته کړي. د افغانستان لسمه برخه باندي مشري مو په غاړه اخستې او په دوو نفرو مو امر نه چلیږي. د خپل ولایت د مامورینو معاشات مو له لسو میاشتو را هیسي ځنډیلي نو د ولسوالیو د مامورینو به څه حال وي. ایا ته دې ټولو ته حساب ورکولای سې؟

بله به درته وکړم. هغه ورځ بولان کي چاودني ګڼ ملکي کسان شهید او ژوبل کړه. وروسته خبر سوم، چي تاسو د زخمیانو پوښتني ته روغتون ته تللي یاست.

د یو ګړي لپاره مي ځان تاسو فرض کړ، د هلمند حاکم، داسي ولایت چي ۱۴ ولسوالۍ لري، د افغانستان تر ټولو ستر ولایت، میلیونونه کسانو د ژوند، کار او امنیت ضامن او بیا زما څخه یوازي دوه درې کیلو مټره لیري ګڼ خلک مړه او ژوبل سي او بیا یې زه پوښتني ته ورځم. والي صاحب! باور وکړئ، چي د هغوی سره مي د سترګو د برابرلو توان نه درلود، دا د شرم انتها راته و ایسیده. فکر مي وکړ چي ورسم هغوی به څه راته وايي؟ ښايي یو راته ووايي چي والي ماما دا ستا خواخوږي او پوښتنه زه کور ته یوسم او که خپل زخمونه ورباندي پټۍ کړم.

ته راسه روغ جوړ زما پر دې بستر یوازي څلور پنځه ساعته پرېوځه چي څنګه احساس کوې. زما د زخمونو، دردونو، د کورنۍ، د وږو ماشومانو، د سرګردانه مور او پلار خبره خو لا لیري پرېږده.

فکر مي وکړ نه کیږي ددې خلکو سره مخامخ کیدل د فیل زړه غواړي، خو تاسو جناب په ښه  ډمامه روغتون ته په لوکس موټر کي راغلاست او بیا مو کېمرې او ژورنالستان هم خبر کړي او خلکو ته ښایاست چي څومره د کلک زړه، څومره د مړ وجدان خاوند یاست او تر کومي کچي د ځان غوښتني حرس په مخه کړي یاست.

والي صاحب! دومره به دي ټولي کړي وي، ستا تر مرګ پوري پکي ښه میلې چړچې وکړې. نور نو ولي شرم په پیسو ځان ته اخلې؟ کرار ولاړ سه د خپلي کورنۍ سره هوسا ژوند تېر کړه.

نه ښه سړی یې، نه ښه مدیر یې، نه ښه احساس لري، نه دي خلک په خبرو پوهیږي او …

که په یو فرصت کي سره مخامخ سوو، انشا الله دا ټولي خبري مخامخ هم درته کوم.
که زما منې همدا لار درته غوره ده

حاجي صاحب اوږد ژوند درته غواړم

درنښت

5 total views, 1 views today

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *