Categories

اعلان

Loading…

څنګه د ماشوم غوسه او احساسات قابو کړو؟

هر انسان په فطري ډول غوسه، غم او خوشالي کوي، لویان او ماشومان هم همدا راز، څنگه کولی شو چې غوسه او احساسات قابو کړو؟ ماشوم لکه هم د لویانو په شان غوسه کوي، چې کله غوسه شې لغتې واروي، خوله لگوي او یا په سوک وهل کوي.

د ماشومانو سره په غوسه خبرې کول ښايې د هغه راتلونکي ژوند ته خورا زیان ورسوي، هر ماشوم غوسه او قهر لرې، د دې غمل نه پرته ماشوم د نورو د وهلو او ټکولو ښکار کېږي. که یو ماشوم د ورځې څو ځله غوسه کېږي دا کومه ستونزه نه جوړوي، هغه وخت کې د یو ماشوم غوسه ستونزه جوړوي چې په بل ماشوم یا مشر حمله وکړي، که هغه د غاښو لگولو وي یا په لغتو وهل وي.

په ماشومانو کې د غوسې درې سببونه دي نا امیدي، توجه را گرځول او ناوړه ټولنه.
نا امیدي د زیاتو عواملو له لارې را منځته کېږي، د بېلگې په توگه که یو ماشوم ته سمدلاسه ووایو چې لوبې مه کوه، خپل سبقونه دې وایه، په دې وخت کې ماشوم ښايي سبق ته دومره پاملرنه ونه کړي او د نا امیدۍ احساس وکړي.

همدا ډول که یو ماشوم وغواړي چې د بل چا پام ځانته راواړوي، نو هغه ښايي یو غمل ترسره کړي چې د نورو پام ځانته راوګرځوي، د بېلگې په توگه که دوه خویندې وي، والدین کوچنې ماشوم ته زیاته توجه کوي، خو مشر ته يې دومره پام نشته مشر ښايې دلته داسې عمل ترسره کړې چې د ټولو پام ځانته راواړوي، چې دې کړنې ته منفې پام را گرځول وايي.

که یو ماشوم په یوه ټولنه کې ژوند کوي نو طبعي ده چې هغه ماشوم به د همغې ټولنې اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې ځان برابروي، مثلاٌ یو ماشوم په یوه لرې پرته سېمه کې ژوند کوي، چې په هغه ټولنه کې د سبق او او زده کړې خیال څوک دومره نه ساتي نو چې کله دا ماشوم بهر د نورو ماشومانو سره په کوڅه یا لوبغالي کې لوبې کوي د نورو ماشومانو خویونه او عادتونه اخلي، که نور ماشومان جنگونه کوي، بد الفاظ کاروي، نو دا ماشوم هم ورته اعمال تر سره کوي.

د ماشومانو د غوسې او احساساتو په کنټرولو کې به لاندې لس لاري له تاسو سره مرسته وکړي.

۱- غوښتنې یې پوره کړئ‎: که یو ماشوم د نورو ماشومانو سره لوبې کوي، که مقال لورې يې د لوبو ښایسته او په زړه پورې د لوبو سامان لري ښايې دا ماشوم نا امیده شي او په کوم عمل کولو لاس پورې کړي. یا غوسه شي چې ولې نور همزولي يې د لوبو سامان لري او دی هېڅ نه لري.

۲- ښه غبرگون وکړئ: که چېرته په کور کې د ماشوم په ناوړه کړنه هغه ته سزا ورکړئ یا د یو عمل په ترسره کولو کې ورته بد رد ووايې، ښايې دا په ماشوم بده اغیزه وکړي، هغه باید په دې وپوهول شي چې ښه لاره کومه ده.

۳- ښه رویه ښودل: که کومه ورځ له کاره ستړی او ستومانه را ستون شوې، لکه د نورو ورځو په شان ځان عادي وښایه، که چېرې په ښه او بده خبره غوسه شوې ښايې ستاسو ماشومان هم د غوسې یا ستړیا په وخت کې ورته کړنه تر سره کړي.
که مو ماشوم په کوم ناوړه کار ولېده د هغې کار په گټه او تاوان يې ښه پوه کړه، مثلاً که د خپل ملکړي سره يې په کومه خبره لانجه شوه په دې يې وپوهوه، چې په راتلونکې کې به هغه له تاسره هېڅ لوبې او مرسته ونه کړي کرکه به يې درسره زیاته شي.

۴- د مینې په سترگه کتل: هر ماشوم پاملرنې او مینې ته ضرورت لري، دا په هغه وخت کې لا اړینه کڼل کېږي چې کله په کور کې دوه ماشومان وي، که کوچني ماشوم ته زیاته توجه وشي ښايې مشر د نا امیدۍ احساس وکړي، دواړو ته باید یو شان پاملرنه وشي، که یوه ته زیات ناز ورکول شي دویم ښايې احساساتي او غوسه شي، ان تر دې چې د خپل پلار او مور خبره هم ښايې ونه مني.

۵- د تلویزون په کتلو کې محتاط واوسئ: ماشوم باید په تلویزون باندې علمې پروگرامونه وگوري، ځکه د ماشوم او تلویزون ترمنځ ډېري نږدې اړیکې دي، که یو ماشوم په یو تلویزونې پورگرام کې څه گورې هغه هم ورته عمل ترسره کوي، مثلاَ که په تلویزون کې د خشونت او تاوتریخوالي ډرامه یا بل څه وي ماشوم هم د هغې ډرامې یا تلویزوني خپرونې‎ څخه اغیزمن کېږي.

د لوبو کولو په دوران کې هم ورته کړنې تر سره کوي، که یو ماشوم د ټوپک یا د توري سره لوبې کوي ماشوم نور هم تاوتریخوالي ته هڅول کېږي.

۶- د ملگرو اغېزه: که چېرې تاسو په یو سوله ييزه او با امنه ټولنه کې ژوند کوئ، نو خپلو ماشومانو ته داسې ملگري غوره کړئ چې د هغه په رویه کې مثبت بدلون راوړي. که برعکس په نا امنه او بې تعلیمه ټولنه کې ‎ژوند کوئ، که مو په داسې ټولنه کې د خپل ماشوم د ملگرو په غوره کولو کې نا غېړي وکړه نو ستاسو ماشوم به هم لکه د نورو ماشومانو په ډول د خپل ملگري، خور او ورور سره لاس او گرېوان وي ښايي خپلو والیدینو ته هم سپکې سپورې ووايي.

۷- ماشوم ته مهالوېش جوړکړئ: ډېری ماشومان په دې نا امیده کېږي چې کله يې سرپرست د لوبو څخه منع کوي، ماشوم ته باید لکه د لویانو په شان مهالویش جوړ شي چې سبق په کوم وخت کې ووایي، تلویزون په کوم وخت کې وگوري، لوبې په کوم وخت کې وکړي او آرام په کوم وخت کې وکړي.

۸- د لوبو سامان ورته واخلئ: ماشوم هم لکه د لویانو په شان ساعتېرۍ ته اړتیا لري، که چېرې ستاسو د ماشوم زړه تنگېده نو ډول ډول د لوبو او ساعتیري وسایل ورته واخلئ، د کور نه د باندې يې پارک، چمن او بازار ته له ځانه سره یوسئ.

۹- د ماشوم د ستونزو پوښتنه وکړئ: هر کله چې د خپل ماشوم سره خبرې کوئ، نو هغه ته هم ډېر وخت ورکوئ، چې خپلې ستونزې له تاسو سره مطرح کړي، د ستونزو د حل لپاره ورته داسې آسانه لاره وښيې چې بل چاته زیان ونه رسوي، که چېرته ستاسو ماشوم کومه ستونزه لري داسې يې وپوهوئ، چې دا ستونزه پرته د غوسې او احساساتو هم د حل لاره لري.

۱۰- ماشوم په ډالۍ ونازوئ: که چېرې ستاسو ماشوم په ښوونځي کې کومه لاسته راوړنه ولري، هغه تشویق کړي او یوه ښه څیز ورته ډالۍ کړئ، په داسې کړنې سره به ستاسو ماشوم ډېر تشویق شي او په خپلو چارو کې به ډېره هڅه کوي.

ضمیر ساپی

09-03-2015
ن.ا.پ.ا

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *