Categories

اعلان

Loading…

د انکشافي دولت پېژندنه او ډولونه

قیام الدین عثماني \دريمه\ برخه

 Developmental State

ایوانز وایي ” چي انکشافي دولتونه د فوق العاده اداري ظرفيتونو څخه برخمن شوي ول خو دوی خپلي مداخلې د تحولي پروژوو ستراتيژيکو ضرورتونوته محدودې کړې، چې خپل قوت د بازار پرقواوو باندي تحميل کړي “.

نوموړی وايي چې د دې برعکس لوټمارو دولتونو لکه د کا نګوزئير(Zaire) ټولې اقتصادي سرچینې د نخبه ګانو په ګټه را ایستلي ، په دې ډول دولتونو کې اشغالطلبو سياسي ډلو د يوې تالاکوونکې مفکوري سره ټولنه چور او تالان کړه.

دهند او برازيل ډيرې داسې قضيې شته چې په هغه کې دولتونه د اقتصادي پرمختګ د تګلارې ملاتړ کوي خو نخبه ګان د خپلو شخصي ګټو لپاره د دولتي قدرت څخه ناوړه استفاده کوي. دغه قضيې په هغو دولتونوکي ليدل کيږي چي هلته منسجمه بيروکراسي وجود نه لري او همدارنګه د ذينفع ګروپونو تر نفوذ لاندې وي او د دولت خپلواکي محدودوي لکه د برازيل استبدادي رژيم.

کلانيټلسټ   Clientelisticاو موروثي Paterimomalistic کړنو په برازيلي بیروکراسۍ کې د وبریان Weberian د شرکتونو په منځ کې د اړیکو او همغږی د جوړولو مخنيوی وکړ، د برازیل د نخبه ګانو پیچلې او لانجمنه نصب شوې ازادي نوره لانجمنه کړه.

که څه هم په هند کې يومسلکي اداره شته خو بهرنۍ اړیکې یې د خصوصي سکتور سره لږې دي او نه شي کولای چې بریالۍ انکشافي تګلارې تاسيس کړي.

د دولت د استقلال په اړه چې دا مقاله کومه ادعا کوي هغه د خاصو اجتماعي تنظيماتو په نتيجه کې ممکنه ده : دمځکو خاوندان د سياسي قوې په توګه د جنګ يا اجتماعي تحول يا انقلاب په واسطه له نظره غورځول شوي ول ; خصوصي سرمايه ضعيفه وه; او د کارګرو اتحاديو خپلې نظریې په آزاده توګه نه شوای وړاندې کولای.

په متناقصه توګه ، هغه اقتصادي وده چې د دغو دولتونو لخوا لاسته راوړل شوې وه کارګران اوپانګه دواړه یې پیاوړي کړل او په تدريجي ډول یې د دولت د کړنو آزادې راکمه کړه.

لکه ایوانز (Evans) چې وايي : يو انکشافي دولت پخپله د خپل ځان لپاره قبرکيندونکي راغواړي. د دې روش د ښه والي سره سره بايد ددې روش ځينې نيمګړتياوي هم په ګوته شي. د مثال په توګه دا روش د دولت یو مهم خاصیت یعنې سیاست له نظره غورځوي.

د شمال ختيځې آسيا هيوادونه یا خو اقتدار خوښوونکي ول او یا خو هم داسي ديموکراتیک دولتونه ول چې د یوه حزب یا پارټۍ په واسطه کنترولېدل، لکه د جاپان دولت.

له دې سره، کروني کاپټالزم ( Crony Capitalism ) د ۱۹۹۷کال د مالي بحران یوعمده علت بلل شوی دی .

بل خوا داسې دلايل او بحثونه هم را پورته کيږي چې د هغو پراساس د صادرات غوښتونکي موډل د بریالیتوب لپاره د دولت مداخله يوازنی سبب نه دی او په حقيقت کې داسې وړانديز کوي چې د دولت مداخله د اقتصادي ودې لپاره خنډونه جوړوي.

مګر دا برياليتوب د غوره شوي صنعتي پاليسي، سبسيډي او د داخلي مارکیټ د ساتنې یا (Protectionism ) نتيجه وه، نومان او پک (Noman and Pack) وایي چې دا په سياسي کاميابي کې تر زياته بريده د ښو مايکرو ايکونوميک ( macroeconomic) تګلارو خپلول یعنې د باوري، مسؤلو پولي، مالي پاليسيو ، کښته تورم یا انفلاسیون او کښته تبادلې نرخ ساتل، په ښوونه او روزنه کې د پام وړ پانګونه هغه فکتورونه ول چې د دوی په برياليتوب کي یې کليدي رول ولوباوه.

پر انکشافي دولت لیکل شوې مقالې په غلطي سره داسې انګيري چې دولت په يوازې توګه عمل کوي. د دولت د مختلفو بيروکراسيو ترمنځ، د بيروکراسيو او سياستمدارانو ترمنځ تضادې منافع وجود لري چې د مشترکو کړنو په مخ کې د مشکلاتو سبب کيږي او دمنسجمو، مؤثرو اقتصادي پاليسيو د پلي کولو کار سختوي.

د خپلواکۍ موضوع هم يوه د مناقشې څخه ډکه مسئله ده. د هغې د شروع کولو لپاره موږ بايد پوښتنه وکړو چي آيا خپلواکي په رښتيا سره هم د ختيځې آسيا په اقتصادي وده کې موجوده وه اوکه وه ترکومه حده موجوده وه؟ زیاتو مطالعاتو دا ښودلې ده چې د دولت د خپلواکۍ پرځای لکه څرنکه چې پورته ذکر شول موږ د کروني کاپټالیست کړنې مــشاهـــده کړي دي.

دویم موږ بايد دا موضوع راپورته کړو چې آيا دغه خپلواکي تر کومو شرايطو لاندې د غوښتنې وړ ده. دمثال په توګه: وروستيو مطالعو يا څېړونو د ختيځې آسيا د بحران سرچينه يا مبداء بي کنتروله بيروکراسي يو سترعنصر بللی دی.

سره له دې چې پر انکشافي دولت باندې لیکل شویو مقالو دا ښوولې ده چې اقتصاد پوهان هغه وخت غلط ول چې دوی د دولت د بې طرفه رول او د دولت او مارکيټ د متقابل عمل ادعا کوله.

آن کروگر (Anne Krueger ) موږ ته دا را یادوي چې د انکشاف د زده شویو تجربو څخه يو هم دا دی چې د دولتونو پوهه محدوده

نده، خپلو ګټو ته نگران نه دي، ټولنيز محافظت او اصلاحات مفت يا وړيا نه دي.

دغه مضمون د پاليسي جوړولو دپروسي دپاره مهمي تجربېبرابرويچي دهغو څخه يو مهم د پاليسي دپروسي شفافيت دي . شفافیت یوه ننګونه ده،خلک علاقه لري چي د انکشاف د پاليسي یا تګلاري جوړول، عملي کول تحليل او تجزيه کړي. لکه څنګه چي کروګر په تاکيد سره وايي : کله چي د یوې پاليسي ارزښت معلوم نه وي نو په خصوصي سکتور او دولت کي خاص خلک دا فرصتونه لري چي هغه پاليسياني د خپلي ګټې لپاره وکاروي بېله دې چې د رايه ورکوونکو او نورو سياست مدارانو نارضایتي تحمل کړي . ځکه نو هغه پاليسي انتخابيږي چې د معلوماتو قيمتونه یې کـــــښته وي .

بالاخره د انکشافي دولت مقاله انکشافي دولت پر پایلو او خاصيتونو باندي تمرکزکوي ، خودهغه دولت سرچينو ته په ځیر نه ګوري . باید يادونه وکړو د کومو تاريخي شرايطو لاندي چي انکشافي دولتونه را پورته شوي دي هغه نن ورځ په ډیره سختي سره تکراریدلای شي ځکه نننی نړیوال اقتصاد په تجارتي موافقتنامو باندې ولاړ دی چې هغه د داخلي مارکيټ د حمایي او خوندیتوب د تګلارې مخنيوي کوي، او د څه وخت راهسې چې د صادرات غوښتونکي(Export-Oriented) تګلارې تاثيرات لږ شوي دي نو مخ په ودې هيوادونو هم ځانونه ورسره عيارکړي دي . نور بيا…

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۱) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۲۲\ ۱۳۹۳

43 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *