Categories

اعلان

Loading…

د سياسي مسايلو تحليل\فرهاد داوري\دريمه\ برخه

د سياسي تحليل ګټي:

د سياسي تحليل په پايله کي د موضوعاتو ګونګ او پېچلی شکل په اسانه او شنلي شکل باندي اوړي، په پايله کي داسي واقعيتونه راپورته کېږي چي د يوې موضوع له ګونګوالي څخه پرده پورته کوي. د سياسي تحليل ګټي زياتي دي، خو په ټوليز ډول يې دلته يو څو د نمونې په توګه يادوو:

۱. شفافيت:

سياسي تحليل زياتره وخت د يوې موضوع د حل کولو او روښانه کولو لپاره کېږي، ډېر کم وخت د رازونو د افشا لپاره وي، کله چي د يوې موضوع پر مختلفو اړخونو باندي بحث کېږي، هغه روښانه کېږي او بيا حل کېږي، مخاطبينو ته اسانه لار په لاس ورکوي، د موضوع مجهوليت له منځه وړي او په پای کي موضوع شفافه او روښانه کوي. هره سياسي موضوع په خپل ځان کي يو شمېر سياسي پېچومي لري، سياسي ګونګوالی لري او د بېلابېلو اړخونو روښانتيا ته اړتيا لري، دا روښانتيا يوازي هغه کسان کولای سي چي پدې برخه کي پوهه ولري او د تحليل په اصولو وپوهيږي، نو په پای کي ويلای سو چي د سياسي تحليل يوه ګټه د موضوع شفافيت او روښانتيا ده.

۲. د راتلونکي لپاره اټکل:

که څه هم په سياسي مسايلو کي د راتلونکي په اړه دقيق اټکل ناشونی دی، خو کله ناکله د ځينو عواملو او دلايلو پر بنسټ د راتلونکي لپاره کُلي انځور وړاندي کېدای سي، ځيني سياسي موضوعات د يوې کړۍ په شکل وي، کله چي يې يوه کړۍ بشپړه سي، تحليل کوونکی کولای سي چي د راتلونکي کړۍ لپاره يې ځيني اټکلونه وړاندي کړي. که څه هم دا ډول اټکلونه زياتره وخت ريښتني نه وي، خو ځيني وختونه يو څو سلنه پايله ورکوي. که تحليل دقيق او پر اصولو ولاړ وي، کېدای سي چي د مخاطبينو لپاره د راتلونکي لپاره څه نا څه د اټکل زمينه برابره کړي.

۳. د تصميم نيوني قدرت:

د سياسي تحليل په پايله کي د يوې سياسي موضوع په اړه ټول اړخونه روښانه کېږي، کله چي موضوع روښانه سوه، د موضوع لوبغاړي، د تصميم نيوني سرچيني او ټول واکمن اړخونه يې په ګوته کېږي، پدې سره د مخاطبينو لپاره د فکر کولو او تصميم نيولو لپاره هم زمينه برابريږي، ياني له يوې خوا د نوموړي موضوع واکمن لوبغاړي په ګوته کېږي او له بلي خوا د مخاطبينو لپاره د خپلو پريکړو او دريځونو حدود په ګوته کېدای سي.

۴. د سياسي دلايلو وړاندي کول:

د تحليل په پايله کي د يوې موضوع د تائيد يا رد لپاره مناسب سياسي دلايل وړاندي کېږي، دا دلايل زياتره وخت پر سياسي منطق ولاړ وي، د مخاطبينو لپاره يې ګټه همداده چي د نوموړي موضوع د رد يا تائيد لاري چاري ورته په ګوته کېږي، دا لاري چاري د سياسي منطق او اصولو پر بنسټ ولاړي وي. دا څرګنده خبره ده چي د سياسي تحليل يوه مانا داده چي د پېښي د ظاهري کړنو څخه د هغې رېښو ته ځان رسول سياسي تحليل دی، کله چي د ظاهري اعمالو او تاثيراتو پر بنسټ د يوې موضوع ژورو او رېښو ته ځان ورسول سي، دا پروسه د دلايلو او منطق پر بنسټ تر سره کېږي، دا دلايل او منطق د موضوع ټول اړخونه روښانه کوي او په پايله کي نهايې حل را باسي.

۵. سياسي لارښودنه:

د موضوع د تحليل څخه وروسته تحليل کوونکی د راتلونکي لپاره مخاطبينو ته لاري ښئ، دا لاري د بېلابېلو معيارونو پر بنسټ ټاکل کېږي، خو د تحليل کوونکي ليدلوری، لرليد او ژورليد زيات اغېز لري، هر تحليل کوونکی د خپلي فکري کړۍ او تګلاري پر بنسټ مخاطبينو ته سياسي لارښودنه کوي او پر سياسي مسير يې برابروي.

۶. په سياسي بحرانونو کي د تصميم نيوني ځواک:

تحليل کوونکی هڅه کوي چي موضوع داسي روښانه کړي چي له يوې خوا د تصميم نيوني سرچيني په ګوته کړي او له بلي خوا مخاطبينو ته د تصميم نيوني دريځ وښئ، دا حالت په عادي او نارمل

حالت کي دومره د پام وړ نه دی، خو په سياسي بحرانونو (انقلاب، کودتا، بېړني حالت…) کي وګړي هڅه کوي چي خپل دريځ وښئ، دوئ زياتره وخت پدې نه پوهيږي چي پر کوم لوري حرکت وکړي، د دوئ د لوريو د معلومولو لپاره دوئ هڅه کوي چي د تحليل کوونکو دلايل او سياسي لارښودني وګوري، نو سياسي تحليل کوونکی کولای سي چي د دقيق او منطقي تحليل پر بنسټ د تصميم نيوني ځواګونه په ګوته کړي.

۷. د ناسمو تحليلونو زيان:

سم تحليل د سمي لاري ښودنه کوي، د وګړو لپاره سمه سياسي لاره ټاکي، خو که چيري تحليل نا سم وي، دا ناسم والی که په قصدي ډول وي او يا هم د تېروتني په شکل وي، زيات زيانونه لري. د سم تحليل پر بنسټ کېدای سي چي د بېلابېلو ناسمو تحليلونو زيانونه راکم کړل سي او د هغوئ له زيانونو څخه ټولنه، خلک او سياسي بهير وساتل سي. له همدې امله د سم تحليل غوره ګټه د نورو ناسمو تحليلونو د زيانونو مخنيوی دی.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۱) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۲۲\ ۱۳۹۳

3 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *