Categories

اعلان

Loading…

رازق او د بشر حقوق/ عصمت قانع

په میوند کې یو کلی دی اشوغی نومېږي. د اشوغو د کلي خلکو د دغه کلي ملا امام له امامت څخه رخصت کړی و. خدا زده چې رېښتیا به و که دروغ خو د اشوغو د کلي خلکو ویل، چې ملا د تعویذونو په نوم د کلي پر خلکو کوډې خرڅوي او کوډګر دی.

ملا خپله کډه له اشوغو را بار کړې وه او پر لار مشهور چرسي آغا بادار په مخه ورغلی وو. ملا صاحب آغا بادار ته د خپل سرنوشت خبر ورکړ، چې آغا باداره خبر یې کنه؟

آغا بادار ناخبرې ورښودلې وه، چې څه کېسه ده ملا صاحب؟

ملا صاحب په ځواب کې ورته وویل، چې زه خو یې له امامت څخه ځواب کړم. آغا بادار سمدستي ورته ویلي وو، چې انا لله وانا الیه راجعون!

ملا صاحب په ځواب کې ورته وویل، چې آغا باداره! دا خو خلک و مړه ته وایي. آغا بادار ورته وویل، چې ملا صاحب ستا او د مړه ترمنځ نو څه فرق دی. ته خو په خېټه ژوندی یې او د اشوغو خلکو دې پر خېټه د مفت رزق دروازه وتړله.

همداسې یوه کانه په افغانستان کې روانه ده. ناټو، مافیا، پاکستان او ټولې سیمې هڅه وکړه، چې کندهار د تروریزم د کوډو په مرکز بدل کړي. د دروغو کوډو لپاره یې د طالبانو په نوم یو پټ پیریاني قوت ته د مېډیا پرمخ دومره پروپاګنډ وکړ، چې دنیا فکر کاوه له امریکا سره یو موازي نظامي قدرت په افغانستان کې را پیدا شوی دی، چې نوم یې طالبان دي.

داسې بلا ده، چې که امریکا یې مخه ونه نیسي، نو په څو ساعتونو کې به د سیمې هېوادونه لکه د فلم افعي ښامار ټول تر ستوني تېر کړي.

د کندهار په ریګستاني سیمه کې د غازي عبدالله خان اڅکزي په نغري کې مړې ایرې وپلټل شوې. په دغو ایرو کې یوه وړه سکروټه پیدا شوه، دغه سکروټه اور شوه او دغه اور د پنجاب د جادوګر منتر د فاضله موادو ټول امبار وسوځاوه او د پنجاب کوډګر ملا یې هم د جومات له محرابه وشړلو.

امریکا د پنجابي کوډګر امام په زور دلته د نیابتي جګړې لپاره د کوډو تعویذونو وېشل، خو دغه کوډګر په خپلو کوډو کې ناکامه شو او د وخت او زمان نظر او دید ورته وویل، انالله وانا الیه راجعون!

جنرال عبدالرازق د عبدالله خان اڅکزي هغه سکروټه وه، چې د پنجاب د جادوګر منتر د غولو امبار یې وسوځاوه. د ځان مرګو لښکر ته یې د ژوند پر حریم د تجاوز د مخنیوي په خاطر د چین دېوال ودراوه. هغو قاتلانو چې په یوه ځان مرګي برید کې به یې تر شلو تنو زیات اوږي، تږي، بې کسه او بې وسه افغانان وژل د هغو قاتلانو د ناتار قتلونو مخه یې ونیوله. هغو قاتلانو چې په یوه ماین به یې د مسافر وړونکو بسونو په کاروان کې د انسانانو له غوښو کوفتې جوړولې، د مرګ قیضه ورواچوله او ژوند ته یې د آزادۍ لاره پرانېسته.

که راتلونکی مورخ مې هر څه بولي، خو زه جنرال عبدالرازق ددې زمانې غازي ایوب خان بولم، چې میوند او افغان ژوند یې د مرګ له طوفان څخه وژغورلو. د ژوند پر چاودلو شونډو یې د امنیت مسکا ونڅوله او قاتلانو ته یې پر ژوند باندې د تجاوز او یرغل مجاز ورنه کړ او له قاتلانو څخه یې د هغوی قاتله توره واخسته.

هغه څوک چې د شپې په کلیو او کوڅو کې ګرځي او د کونډو، یتیمانو او بېوزلانو کور ته په خپله د یوه جوالي په څېر د اوړو بورۍ ښکته کوي، هغه څوک چې د امنیت په خاطر د شپې د پستې بسترې پر ځای پر واټونو ګرځي، هغه څوک چې د بېوسه مریضانو د تداوۍ لپاره په خپله کچکول په لاس د کندهار د سوداګرو دروازې ټکوي، هغه څوک چې هره میاشت د بسپنې او فقر په پیسو تر ۶۰۰ تنو زیات معتادین تداوي کوي او بیا د روزګار او سیال ژوندانه لار ورښیی، هغه څوک چې د کندهاري محصلینو د تحصیل لپاره د کراکرۍ کچکول ګرځوي، هغه څوک چې د تریاکو او چرسو د کاروبار په سترګو کې ازغی دی او مافیا یې د خپلو ګټو تر ټولو لوی خطر ګڼي، هغه څوک چې تر اوسه پورې ۳۰ ځله له ځان مرګو بریدونو سره مخامخ شوی دی او د خپل بېوسه ملت د مظلومانه دوعاګانو زغره والو دېوالونو یې ژوند ژغورلی دی، هغه ته نن د بشر حقونو د نه رعایت تور ورکول کېږي.

دغه تور د رازق د ملت له خوا نه دی، د رازق د ملت قاتلان د دغه تور او تهمت تر شاه ولاړ دي. خو رازق نن د خپل ملت په اراده بدل شوی دی، هغه اراده چې د افغان ملت د نجات او حیات اراده ده، هغه اراده چې پر خپل ټاټوبي د افغان انسان د ژوند او شرف د حفاظت اراده ده، هغه اراده چې پر دغه خاوره باندې د پنجاب د برلاسۍ پر ضد د افغان ملت د استقلالیت پر منارو ولاړه اراده ده، هغه اراده چې له دې خاورې څخه د مافیا د اوه سري ښامار د زهرجنو داړو د اېستلو اراده ده، هغه اراده چې د احمدشاه ابدالي، میرویس خان هوتک، وزیر اکبر خان، ملالۍ میوندۍ، غازي عبدالله خان اڅکزي، محمد عثمان تګابي، غازي میربچه پرواني، محمد جان خان وردګ، ببرګ خان ځدراڼ، غازي محمد شاه خان بابکر خېل، غازي میر زمان خان او نورو غازیانو پر مقدس میراث باندې د هغوی د اولادونو د مالکیت د حق اراده ده.

نړیواله او سیمه ییزه مافیا به دا فکر کوي، چې په داسې غرتو به افغان قهرمان د خلکو په زړونو کې منفور کړي، خو د رازق د ملت وینا ده:

حالات مې وژني خو زه دومره په اسانه نه مرم

نه مرمه، نه مرمه، زه نه مرمه، جانانه نه مرم

بقا د ژوند او د حیات مې لا په سترګو کې ده

ګوتې مې وباسه مرګیه له ګرېوانه نه مرم

د بشر د حقونو څارونکي دې د یوه ملت د وژلو هغه مافیا تر څار لاندې ونیسي، چې رېښې یې د پنجاب د عظمت طلبه شاونېزم د ستراتیژیک عمق له سرچینې څخه اوبه خوري او په افغانستان کې د خپل کوډګر امام د کاروبار د مرګ په غم اخته ده. افغان قهرمان د خپلو خلکو عزت او حقوق ساتي.

121 total views, 1 views today

18 comments

  1. حبیب الله پکتین Reply

    مننه قانع صیب ، په زړه پوری مطلب مو لیکلی دی په ریشتیا چی زمونږ میړنی اولس نړی ته دا وښوده چی مونږ د خپلو پلرونو او نیکونو هغه تاریخ راژوندی کړ کوم چی پخوا تردی ددی ملت سپین سترګی دښمن ته درندی ماتی ورکړی دی چی یو مثال یی هم جنرال صاحب رازق دی په ریښتیا هم چی میړنی ځوان دی الله دی د دښمن له هری توطیی په امن کی وساتی او زمونږ د هیواد هر وطن ساتونکی ته د میړانی او سرښندنی لا توفیق ورکړی تر څوددی هیواد دښمن ته غاش ماتوونکی ځواب ووایی .

  2. بلال واثق Reply

    يا ره قا نع صاحب ! چې زموږپه دوعا کیږې خدای جل جلا له دې تا سو او اتل جنرال عبد الرا زق ته خو شا له ،هوسا دویا ړ سره اوږد ژوند درکړې.وا قعا قانع صاحب د اکثر یت افغانانو خا صتا ددرنو اتلو کندها ریا نو په ژبه پو هیږې او ددوغو ښا غلو تر جمنې دې په ښه مهارت او درا یت سره وکړه. مننه ښاغلی قا نع ژوند ژوند ژوند

  3. احمدالله خوشحل Reply

    ماشاالله زنده اباد دافغانستان غیور او قهرمان ملت
    او دجنرال صاحب په څیر مشران

  4. عبدالرحیم موسی زی Reply

    قانع صاحب په ګوټو مو برکت شه،
    الله ج دې تاسو او ټول هغه لیکوال مجاهدین چې د حق او رښتیا ویلو او رښتیا لیکلو په ډګر کې سرښېدنې کوي په خپل آمان کې وساتي، په رښتیا چې جنرال صاحب عبدالرازق په اوسني عصر کې د ښکېلاک ګرو ، ظالمانو د کورنیو او بهرنیو جاسوسانو او غدارانو لپاره ستر اتل دی.رازق خان زمونږ د سترګو تور دی خدای دې تل ژوندی او روغ رمټ لري.

  5. عبدالرحیم موسی زی Reply

    قانع صاحب په ګوټو مو برکت شه،
    الله ج دې تاسو او ټول هغه لیکوال مجاهدین چې د حق او رښتیا ویلو او رښتیا لیکلو په ډګر کې سرښېدنې کوي په خپل آمان کې وساتي، په رښتیا چې جنرال صاحب عبدالرازق په اوسني عصر کې د ښکېلاک ګرو ، ظالمانو د کورنیو او بهرنیو جاسوسانو او غدارانو په وړااندې ستر اتل دی.رازق خان زمونږ د سترګو تور دی خدای دې تل ژوندی او روغ رمټ لري.

  6. محمد خامد همت Reply

    الله دی نور هم دوفیق ورکړی الله دی اوږد ژوند ورته نصیب کړی په رشتیا چی قانع صاجب څه لیکلی دا ټولی په کښی شته یوه موضوع چی زه پری خبر یم یو کس چی د یو غریب سړی د ټبی کیدو تور ورباندی دی او مسلح ګیر شوی د ده سر بندی دی د دیرو واسطو سره سره چی ورته جوړی یی کړی حتی د یوازی د لیدلو اجازه یی عقاربو ته ورکړه او ورته ویی ویل که چی ټپی مړ شو نو قاتلان به هرو مرو پری وژل کیږی چی دا د ده سپیڅلتیا ښیی
    الله پاک دی نور هم توقیق ورکړی

  7. عمر څرک Reply

    پر ګوتو مو برکت سه:
    جنرال عبدالرازق که د یوه طرفه ځینی ګناهکاران د مرګ قندی ته غورځولی دبل طرفه یی دډیرو ملکی وګړو ژوند هوسا کړی. کوم وګړی چی دعبدالرازق دکړنو مخالف دی هغه وخت دی وریاد چی په قند هار کی عبدالرازق نه وو. د قندهارحالت ډیر دردونکی وو هره ورځ به د څلورو څخه تر پنځو ترورونه د قندهار په کوچنی ښار کی منځ ته راتله. چاودونو او وسلوالو نښتو دخلکو ژوند ډیر سخت کړی وو. پنجوایی چی د قندهار یوه ډیره حاصلخیزه ولسوالی ده جنګونه به دمخالفینو له خوا هغه وخت ته فلان سویوه چی د خلکو دحاصل وخت به وو اود ټوله کال دخواریو محصول به یی تر لا سه کاوه.

    ژوند ژوند ژوند جنرال عبدالرازق

  8. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    قانع صاحب !
    داته خه وا ئ او خه ليکی،او ولی دادومره وخت چه تا دجنرال رازق په هکله دومره مکمل معلومات درلوده ولی خاموشه او ولی پټه خله ناست وی .
    که چيری په موقع تا دامعلومات وړاندی کړی وه مونږ به نه مجبوریدو چه درسآنو دزهر آګينو تبليغاتو لاندی به مو خپل قانوني نظريات وړاندی کول .اوجنرال رازق به مو په بده نه بلکه په نيکۍ سره دقلم په نوکه او دژبی په څوکه يادوه .
    بياهم مننه چه دخوبه دبيدارۍتورم دی وژغاوه.
    قانع صاحب اوس نوره هم ثابته شوه چه دبشر دحقوقو مشره بی، بی ثمر دبشر خدمتکاره نه بلکه دخبل پخوانی ستميتوب توره حلقه په غاړه وطن پاله او وطن دوسته افغانان دباندنيو کړيو دخدمت په لار کی قربانوی .
    زه يو ددی ددی محترمی دقربانۍ څخه يم چه شپږ کاله می دتړلو دروازو تر شا کوټه قلفی تیری کړی .
    دمخکنيو ليکنبه هکله که مو دجنرآل راز ق په هکله تيری کړی وی دقانع صاحب ددی ليکنی په ارتباط معذرت وړاندی کوم دقانع صاحب څخه په ډيره مننه چه زه ئ په واقعی جريان پوه کړم .
    اوس جنرال عبدالرازق ته يو جنرالی پيغام :
    په جهان د زمر يالو دې دا دوه کاره ……………يا به وخوری ککرۍ يا به کامران شی.

    1. نجیب ا لله علیزی Reply

      جلالزی صاحب ته یی هم سکڼي او هم یی رغوې په خپل لیکنه کښي مو یو ځل قانع مداح کړیدي او بیا مو واپس مو خپل خبره کنډلي ده. دا ډیر وخت کیږي چي ستا چپه او راسته والله که رامعلومیږي.

  9. speen Reply

    جنرال رازق د صحرايي مرګونو د امرپه ورکولو سره په ثبوت ورسوله چې دی ددولت دیو عسکر په حیث ددولت حاکمیت د سوال لاندې راولي او په ځان یې د بشر د حقوقو څخه د سر غړونې شاهدي ورکړه.
    له بله پلوه رازق په کندهار د ډېری پښتنو مخورو په وژنه کې د جمعیت اسلامي په لارښوونه ښکېل دی.

  10. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    نجيب الله جان علي زي صاحب!
    زه ستا به مطلب بوه نه شولم ما دمحترم قانع صاحب خخه دده دليكني به هكله جه دجنرال عبدالرازق به مورد تازه معلومات وركري وه مننه كري اورتلي مي نه دي.
    كه جيري زما را سته او جبه معلومول غواري زه دستا خخه شايد لري أوسم زه هالند كي زوند كوم .
    كه زما به هكله شه معلومات غواري .دوزارت دفاع دبخوانيو منصوبينو سره به تماس كي شه ما به درته در وبيزني زه نه غوارم جه دخان به باره كي صفت او غيبت وكرم بهتره دا ده جه نور زما به هكله قضاوت وكري .
    تول جنرالان ما بيزني جه زه خوك يم اوخوك وم او خه مي كري .صرف دومره درته ووايم زه يو جنرال يم جه دكابل شهر كي كور خو خه كوي جه يوه بيسوه مخكه هم نه لرم.

    1. افغان Reply

      جنرال رازق د صحرايي مرګونو د امرپه ورکولو سره په ثبوت ورسوله چې دی ددولت دیو عسکر په حیث ددولت حاکمیت د سوال لاندې راولي او په ځان یې د بشر د حقوقو څخه د سر غړونې شاهدي ورکړه.
      له بله پلوه رازق په کندهار د ډېری پښتنو مخورو په وژنه کې د پخپله د پاکستان او محمود خان دالخوره په لارښوونه ښکېل دی

  11. جمال غبرګون Reply

    بسم الله تعالی
    لومړی ټولو هیوادوالوته ددی لیکني په سرکی سلامونه ،نیکي هیله اودنوی کال نوي سوله ایزی هیله وړاندی کوم
    دقانع صیب لیکنه می سرترپایه ولوستله ډیرخواږه اوډیرترخه می تری را وایستل :قانع یوتکړه رابلی لیکوال ده ترډیره بریده یی لیکنی دپښتوپرمعاری لیکدود سمیی اوجزاب اوجالبی وي زابلیان په طبعی ډول لکه دننګرهار وګړي ښه استعداد ،علمي ذوق اوځیرکتیالري ،خو متاسفانه زابلیان داسلام ،هیواد،ننګ اوملت ساتني په درشل کي تربل هرچا دلومړي توب مقام لري ،حاجی میرویس خان نیکه ،احمدشاه بابا نازوانا سلطان ملخي زرغونه انا اوداسی نوري دقرباني ستوری ټول له زابله کوچیدلي حتي دغزنوي مورهم زابلي وه محمود وایی چي ماهند دزابلیانو په موټ ونیو زابلیانو شیعه یرغلګردښمن څخه نه یواځي دهیواد تلپاته خپلواکی وګټله بلکي هغوي یی ترکوره په منډه وزغلول اوبیایی په دی هم نه پریښودل په ایرانی اسفهان یی دواکمني چغه هم هسکه کړه ،خو داهرڅه ښاغلی قانع صیب ترجنزال صیب قربان کړل دجنزال صیب سابقه او اوسني تاریخي کړني که دغازی عبدالله خان او احمد محمود له کړنوسره مقایسه کړو څومره توپیر به یی وي کابلیان په ادب کی یوبی ادبه مثال وایی چی شاعران لکه دمحفل سپی په محفل پسی ځي ،دقانع صیب کومي هیلي لاره ورځحه ورکه کړي هیواد له نړیوال یرغلګرو کفري ځواکونو ډګ اوزموږ له خوږ هیواده یی دوزخ جوړکړي نه پوهیږم ددی عصر لیکوالان خپلواکي ،ازادي ،ننګ ،ناموس ،عزت ابرو ته دپښتو اواسلام په قاموس کي کوم ډول تعریف اوله کومي زاویی څخه ګوری رازق دطالبانو له رحمه دهلکتوب په دورکي چي دپاټکیانو سره دمنصور په پاټک باندي لغړه زنه راتیره کړه اوبیا داڅکزو دقومی مخورو په مشوره چي اکثره وګړي یی تاجران اوسوداګردي همدي دندي ته وګومارل سو دنورزو اواڅکزو تاریخي دښمنی دجنرالی مقام ور وبخښلو خوزه قسم کوم نه سیاسی شخص یم اونه هم نورزي یم ستالیکني می ترډیره برید څارلي ماته اومعصوم هوتک یواځنی خپلواک لیکوالان بللاست خوتاهغه پړی پریکړ اودخپل شخصي منافعو له امله دي یوبدماش پډمار دهیواد له سترو غازیانو سره مقایسه کړ داله څه دطالب او اسلامپالو سرشندونکي بدي دی هم دیوه پالوچ په سر قبوله کړه ستاهغه شعرچي دپارلمان په غړو دي ویلي هغه اوس نه دریادیږي چي ته اوس په څه سپوریی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  12. عزیزالرحمن خاخی Reply

    سلام عزیزالرحمن خاخی یم محترم قانیع صاحب تول حقیقت بیان کری ژوندی دی وی جنرال رازق چی واقعا یودیرغشتلی متحرک شخصیت دی

  13. mhmodullhasandilshad Reply

    بسم الله الرحمن الرحیم
    جمال صیب او عصمت صیب ستاسو لیک مي ښه په دیقت سره ولوست چې د پښتو پر لیک او ادب ښه برابر وو جمال صیب ستا څخه یوه نړی مننه
    زه اوس راځم خپل لیک ته : نن چې په افغانستان کوم دور را روان دی هغه یوازې د رازق خبره نه ده رازق چې دی هغه هر وخت د امریکا یو غلام پاتې شوی دی ده چې کوم کارونه کړي دي په هغو کارو سره یې د افغانستان ناموس تر پښو لاندې کړی دی ده د احمد شاه او د محمود… د تاریخ پاڼې په تورو لیکو بدلې کړي دي دی اوس یو قهرمان نه یو غلام دی له ده نه چې د امریکا لاس لرې شي بیا خو قسم په خدای چې پنجاب لوبې پرې وکړي دا د یهود او د افغان جګړه ده؟ نه د امریکې ده نه د پاکستان ده او زه خو خپله پاکستان ته مبارکي ورکوم چې له انګرېزه یې چې خپلې پښې را ټولي کړې هم ډېره ده په پاکستان کې هم د رازق په رکم ډېر خائنان وو چې د پاکستان او د هنوستان وېش ور وکړ اوس خو دي یې هم په اشرف غني بلا وا وړي هغه له بېخه د افغانستان ریښې وکښلې او په خپل لاس یې دستخط ور وکړ او ټول وطن یې پرې خرڅ کړ نه یې د افغانانو ناموس ته وکتل او نه یې پښتونولی ته وکتل زه یو داسې خائن ملت نه خوښوم چې خپل ورور دې د بل په مقابل کې وځپي او دی دې نړۍ ته سر ورښکاره کړي چې زه خو یو اتل یم ولې؟؟؟؟؟ چې: د خپل ورور وینه مې توی کړې او خرڅ کړې ده له تا نه خو هغه انګرېزان هم ښه وو بې غیرته (رازق) که څه هم کافران وو ته یو غدار پاتې شوی یې هغه تورې تیارې دې هېرې شوې چې کله به کندهار ته ماشومان دتلل نو د هلکتوب له وېري به یې د موټر په ډیکیو کې پټ کړي ول د جمال غبرګون خبره تا خو په هغه هم شرم ونکړ ورغلې او د ټولو په ښکاره ورسره پاتې شوې د هغو خلکیانو سره (((((((((((خو زه د دې ځای ارمان کوم چې داعش د ایران له خوا درباندې راشي او طالبان که خدای کړي ول تاسو خائنان دالته وځپي او په پاکستان به خدای پاکستاني طالبان مهربانه کړي او له تېغه به یې تېر کړي ))))))))) د همدې ورځې په انتظار (دلشاد)!!! که خدای کړي ول
    موږ داسې بې غیرته نه یو چې خپلي واګې (مشرتوب) یو غلام قوم ته په لاس کې ورکړو موږ ته الله اسلام رارسولی دی هغه تکلیفونه خو به تاسو ته هم معلوم وي چې په صحابه وو څومره تکلیفونه تېر شول او موږ یې بیا خرڅ کړو هیڅکله داسې نشي کېدای منافق که په هره بهانه وي موږ ته نشي دوست کېدلای موږ که سلطان محمود او احمدشاه …اونورو مؤمینو مشرانو ته مخه ورکړې وه هغو موږ پلورلي نه یو او نه یې بل څوک دلته راته راوستلی دی هغه په مخ ولاړل موږ ته یې یوه آزادي راکړه اوس ورا زموږ دی چې موږ به هم انشاء الله دې مؤمین اولس ته آزادي ورکو که د الله رضا وه زه خو په خپله کشر یم خو زه نه غواړم چې داسې غدار قوم مې په سر ولاړ وي زه به ضرور خپلو خویندو ته اسلامي درسونه او د عزت ویاړ وربښم ستاسو په رکم نه یم چې هم مې دین خرڅ کړم هم مې خپل عزت یو امریکايي هیرو راڅخه واخلي زه به خپله تر هغه پورې کښې نه نم چې تر بیت المقدسه او له بیت المقدسه بیا تر سعودي تر غلامانو او له سعودي تر غلامانو بیا تر امریکايي غلامانو او له امریکايي غلامانو بیا تر یهودو پورې له دوی نه به زه ضرور خپل د ملت او د خپل مقدس دین انتقام اخلم د الله په مرسته او که زما وس ونه رسېد زما بل ورور به یې اخلي زه اوس یوازې او یوازې ستاسو تر غلامۍ لاندې راشم ههههههه ماته ډېر کارونه پاته دي زه د یوه غلام تر غلامۍ لاندې نشم راتلای زما جنګ له تاسو سره نه نه له امریکا سره بلکې زما جنګ د یهودو سره دی او تاسو خپلې لیچې ورته وغوړولې او خپل ارام ته مو پرېښوول زه به دا خوب پرې زهر کړم انشاءالله !!!!!!!!!! د الله په مرسته

  14. احمدزی خان اڅک Reply

    قانع صيب ډير په تلوار مي ستاليکنه ترپايه ولوسته خو پوه شوم چي دغراري خوله دې نن ډيره په خوند خلاصه کړي ماته ستادمفت رزق دروازه هم معلومه ده چي مخکې دي کرزي صيب ته ملاوتړله خو خوشبختانه دمشاوروزيرانوډلګي دښار تر صفايي والا ډير او له هره ځايه بې کاره کسان پکي مړيدل ،له هغه وروسته دې کابينې ته مټي بډوهلي اوس دي دجنرال صيب صفت ته ملاوتړله پر نور خونه يم خوزموږ اتلان دي ټول تري قربان کړو خدای خبر کله به دې مړی غوړه شي ښاغلي رئيس جمهور هم ټول ملک ته دسپما له زاويي ناست دی ستا انديښنه له هغې ورځې راته معلوميږي چي ښاغلي دارګ اشپزان جواب کړل نو ته خوبه دخپل (پارلماني)شعر دپای پر نيم بيتي نه يي سپور؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  15. احمد Reply

    قانع صاحبه سلام عليکم
    ماشالله ستا په شان ښکلی قلم ډېر لږ خلک لري. خو افسوس چي تاسو د دغه قلم په مټ د افغانستان د وياړونو لکه غازي عبدالله خان اڅکزي په سپکولو لاس پوري کړی دی.
    که تاسو رازق قومندان د يو چا سره مقايسه کولای نو د کوم توپکي سره به مو مقايسه کړی وای لکه عصمت مسلم اڅکزی چي ښاغلی قومندان صاحب رازق په رشتيا هم نه يوازي په اعمالو بلکه په قومي توګه په پښه کي هم ورنژدې دی. غازي عبدالله خان د ټول افغانانو وياړ دی او نه بايد چي ستاسو په شان يو دروند کس له خوا د يو ظالم سره مقايسه سوی وای.

    په درناوي

Leave a Reply to افغان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *