Categories

اعلان

Loading…

ښکاري او د باچا خزانه/ ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

يو د ماهيانو ښکاري وو. په خپل کار کې ښه تکړه وو، مګر د ورځې به يې يوازې يو ماهي نيوه او چې کله به يې هغه خلاص کړ، بيا به لاړ او د بلې ورځې له پاره به يې بل ماهي ونيو. يوه ورځ يې په کور کې ماهي ختم شو، د درياب غاړې ته لاړ چې په هماغه ورځ يو بل ماهي هم ونيسي. کور ته يې چې راوړ، او مېرمنې يې ماهي پاکاوو، ګوري چې په خېټې کې يې مرغلره ده. حيرانه شوه. له ځان سره يې وويل: د ماهي په ګېډې کې مرغلره؟؟؟ ژر يې خپل ميړه ته غږ وکړ: راشه چې څه شی مې پيدا کړل!

هغه وويل: څه شی؟

هغې وويل: مرغلره! د ماهي په ګېډې کې مې ډېره ښايسته ملغلره پيدا کړه!

ميړه يې وويل: ته يې راوړه. کېدی شي نن مو پرې ګېډه غوړه شي او د ماهي په ځای بل څه شی وخورو.

ښکاري له ځان سره مرغلره واخيسته او ګاونډي سوداګر ته يې ور وړه چې د جوهراتو کاروبار يې کاوو.

ګاونډي سوداګر يې چې مرغلره وليده، ويې ويل: زه دا نه شم اخيستی، ځکه چې که زه خپل دُکان، کور او شته هم خرڅ کړم، زه د دې قيمت نه شم پوره کولی. داسې وکړه چې هغه بل ښار ته يې يوسه هلته يو غټ سوداګر دی، کېدی شي هغه يې در نه واخلي.

سړي مرغلره هغه غټ سوداګر ته ور وړه او کيسه يې ور ته وکړه. هغه هم ور ته وويل چې وروره دا ډېر ارزښتناک شی دی، زه يې هم قيمت نه شم پوره کولی. خو يوه لاره در ته ښيم، او هغه دا چې باچا ته يې ور وړه، يوازې هغه د داسې ارزښتناکو مرغلرو د اخيستلو وس لري.

کب نيوونکی لاړ او مرغلره په لاس د باچا د ماڼۍ مخې ته ودرېد. کله چې د ننوتلو اجازه ورکړل شوه، او باچا دا مرغلره وليده، باچا وويل: زه له همداسې مرغلرو پسې ګرځم. دا ډېره ارزښتناکه مرغلره ده، راځئ داسې به وکړو چې زه به تا ته اجازه در کړم چې زما ځانګړې خزانې ته ننوځې. شپږ ساعته وخت لرې، څه شی دې چې خوښ وي، هغه در سره واخله. دا ستا د مرغلرې قيمت دی.

کب نيوونکي وويل: صيب! دا وخت زما غوندې سړي له پاره زيات دی، دوه ساعته يې کړه.

هغه وويل: نه! پوره شپږ ساعته وخت لرې چې په خزانې کې يې تېر کړې او څه شی دې چې خوښ وي له ځان سره يې راوباسه، هغه ستا شول.

کب نيوونکی د باچا خزانې ته ننوت چې ګوري يو حيرانوونکی منظر دی.

يو ډېر ستر تالار دی، چې په درې برخو وېشل شوی. يوه برخه يې له جواهرو، سرو او سپينو او مرغلرو ډکه ده. بله برخه يې له زړه راښکونکو پالنګونو ډکه ده چې سړي ته يې تش په کتلو هم خوب ورځي. او بله برخه يې له ډول، ډول خوراکونو او څښاکونو ډکه ده.

ښکاري له ځان سره وويل: شپږ ساعته؟ دا خو زما غوندې خوارپړک ښکاري له پاره ډېر زيات وخت دی! په شپږو ساعتونو کې به څه کوم؟

له ځان سره يې پرېکړه وکړه چې لومړی به هغه د خوراک او څښاک له برخې پيل وکړم، تر هغې به يې خورم چې ګېډه مې ډکه شي، څو را کې د ښو ډېرو سرو او سپينو د وړلو سېک پيدا شي.

سړی د خوراک او څښاک برخې ته ورغی. پوره دوه ساعته وخت يې پکې تېر کړ. تر هغه يې خوراک وکړ چې نور يې په ګېډې کې هېڅ ځای پاتې نه شو. لومړۍ برخې ته د تللو نيت يې وکړ. په لارې کې يې پر هغو نرمو او زړه راښکونکو پالنګونو سترګې ولګېدې. له ځان سره يې وويل: اوس خو مې په مړه ګېډه ډوډۍ خوړلې، نو داسې به وکړم چې لږ خوب به هم ور ته وکړم چې د ښه غټ پيټي وړلو ته چمتو شم. دا وخت بيا نه راځي، خوشې بې عقل به يم چې له لاسه يې ورکوم.

ښکاري لاړ، پر پالنګ وغځېد او په ژور خوب ويده شو.

دی لا په خوب نه وو موړ شوی چې غږ پرې وشو: پاڅه! پاڅه! شوده ښکاري پاڅه، وخت دې ختم شو!

ښکاري همداسې ټپه سوری راپاڅېد، سترګې يې سولولې، ويې ويل: ما ته وايې؟

غږ پرې وشو: هو، تا ته وايم، له خزانې نه ووځه.

ښکاري په زاريو شو: ای خير دی لږ مې پرېږدئ! لږ مې پرېږدئ چې يو څه خو له ځان سره واخلم!

ځواب ورکړل شو: پوره شپږ ساعته دې په خزانې کې تېر کړل، رنګارنګ غميو او جواهرو ته دې بيخي ګوتې هم ور نه وړې، اوس چې د بې پروايۍ له خوبه راويښ شوې، اوس يې غواړې؟ تا ته په کار وو چې ښه، ښه لالونه او ښې، ښې مرغلرې دې له ځان سره اخيستې وی، په بازار کې به دې ځان ته له ښو نه ښه خواړه پرې اخيستي وی، ځان ته به دې له پستو نه پوست پالنګ پرې جوړ کړی وی، مګر ته د غفلت پرکالۍ يوړې!

غږ وشو چې نور د خبرو وخت هم مه ورکوئ، په څکولو يې وباسئ! ده چيغې وهلې چې مآآآآآآآآآآآ، مآآآآآآآآآآآآآ، سوال در ته کوم، مه مې باسئ. مګر د خزانې ساتونکو نور وخت ور نه کړ، خوله يې ور بنده کړه، له لاسو او پښو يې ونيوه او زنګي زولۍ يې باندې وغورځاوو!

درس:

دا کيسه په حقيقت کې زمونږ ژوند انځوروي. هغه ارزښتناکه مرغلره مو روح دی چې قيمت يې نه شي اټکلېدی، مګر مونږ يې په ارزښت نه پوهيږو.

هغه خزانه د خدای دا پراخه دُنيا ده، او مونږ هغه ښکاري ته ورته يو!

د خزانې د لالونو او جواهرو برخه نېک عملونه دي؛ هغه زړه راښکونکي پالنګونه زمونږ غفلت دی؛ هغه رنګارنګ خوراک او څښاک شهوات او د نفس غوښتنې دي! هغه ټاکلې موده زمونږ عمر دی!

نو ای ښکاري!

همدا اوس د غفلت له خوبه راويښ شه، هغه زړه راښکونکي پالنګونه پرېږده، او مخکې له دې چې ټاکل شوی وخت دې ختم شي، په مخ کې پراته لالونه او جواهر دې ځان ته راټول کړه، کنه چې وخت دې ختم شي، بيا به پښېمانه يې، غواړې به چې چيغې و وهې او نور وخت وغواړې، مګر هغه وخت به دې بيا څوک چيغو ته هم نه پريږدي!

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۱) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۲۲\ ۱۳۹۳

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *