Categories

اعلان

Loading…

په خوست کې غزليز ماښام جوړ شو

دغزليز ماښام ترعنوان لاندې ادبي پروګرام دخوست په مېلسمتون ودانۍ کې ددې ولايت  د سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په نوښت او همکارۍ جوړ شوى وو، چې دافغانستان د پلازمېنې کابل  او يو شمېر نورو ولايتونو  څخه راغلو علمي او فرهنګي شخصيتونو، د پوهنتون استادانو، د علومو اکاډومي غړو او دخوست ولايت تکړه شاعرانو ګډون کړى وو.

د غزليز ماښام په پيل کې خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي،استاد محمداصف صميم او استاد لعل پاچا ازمون د شعر،ادب او فرهنګ په تړاو لنډې خبرې وکړې.

دخوست سرپرست والي  په خپلو خبرو کې پدې خوښي څرګنده کړه، چې خوست ولايت د تېر په شان يووار بيا د هېواد د ملي، علمي او فرهنګي شخصيتونو کورباتوب کوي، ده هيله وښوده، چې د غزليز ماښام ټول ګډونوال به ددې شپې څخه په ګټې اخېستنې په مرکز او ولسواليو کې ځوان نسل ته د خوشالۍ، امن، سولې اوټينګې ورورګلوئ مثبت پيغام ورسوي.

نوموړي د جوړ شوي ادبي پروګرام ارزښت ته په اشارې سره وويل چې نن د فکرونو د جوړولو شپه ده، نو په کار ده، چې هرځوان شاعر او ليکوال د فکري رغونې په لاره کې د اسلامي او ملي مسووليت پربنسټ اغېزمن کار وکړي ، هغه کسان چې په يوه او بل نوم غولېدلي ،د خپل هېواد او هېوادوالو په ځورولو بوخت دي او يا هم د نشه يي توکو په ناوړه اعمالو کاکړ شوي دي، بايد شاعران او ليکوالان يې د خپلو فرهنګي کړنو پواسطه چې ډېرې سپېڅلي دي، سم لوري ته وخوځوي.ده ډاډ څرګند کړ، چې که چېرې شاعران په خپلو شعرونو کې د ټولنې درد او رنځ ته د هواري په موخه انعکاس ورکړي، له شک پرته د ټولنې په سمون او مثبت بدلون کې به خورا ګټور تمام شي.

سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د ټولو فرهنګيانو غوښتنه وکړه، چې د افغانانو ترمنځ دټينګ ملي يووالي ،د ثبات د ټينګښت، د ناوړه دودونو د له منځه وړلو،د نشه يي توکو د استعمال د مخنيوي او د اصيل افغاني فرهنګ د غوړېدا لپاره اساسي کار وکړي، ده ډآډ ورکړ، چې ولايتي اداره به د شاعرانو او فرهنګيانو سره په هرهغه کار کې ټينګه همکاري وکړي، چې د ټولنې د سمون او پرمختګ لپاره اغېزمن پرېوزي.

 استاد محمداصف صميم او استاد لعل پاچا ازمون پخپلو خبرو کې د خوست له سرپرست والي مننه وکړه، چې د مېلمانو د عزت،درناوي او د فرهنګي چارو  د غوړېدا  له پاره يې غزليز ماښام جوړ کړى دى.دوى په ځوانانو غږ وکړ ، چې د دا ډول ادبي پروګرامونو څخه لازمه ګټه پورته کړي او هغه نيمګړتياوې چې په شعر او شاعرۍ کې موجودې دي، له دې لارې په ښه توګه هوارې کړي.

دوى زياتوله، چې افغانانو په تېرو وختونو کې د نظامونو د نشتوالي له امله رنګ رنګ ستونزې او دردونه  ليدلي، هېواد يې په کنډواله بدل شوى او  د وروڼو افغانانو ترمنځ يې د نفاق ټغر غوړولى وو، خو له نېکه مرغه پدې وروستيو کالونو کې د نړيوالې ټولنې په مادي او معنوي همکارۍ سره د افغانانو په همت اسلامي حکومت منځته راغلى، نو په کار ده، چې هرشاعر د نظام د ټينګښت،بقا او اصلاح لپاره مثبت کار وکړ ي، هغه څه چې زموږ ولس ترې ځوريږي،د شعر په ژبه راټول او پرضد يې ټينګه مبارزه وکړي.

دوى د ځوانو شاعرانو وغوښتل چې خپل شعرونه دې د هېواد ملي ګټو،ملي يووالي او ملي حاکميت ته په پام سره وليکي او له هغو شعاري شعرونو دې ډډه وکړي، چې هم شعر زيانمنوي او هم يې هېواد او ټولنې ته ګټه نه رسيږي.

وروسته د غزليز ماښام په وياړ مشاعره پيل شوه، ګڼو شاعرانو خپل ژور هېواداني احساسات د شعر په ژبه څرګند کړل، چې د غزليز ماښام د ګډونوالو لخوا په تودو چکچو بدرګه کېدل.

همداراز د پروګرام په وروستۍ برخه کې د مشرانو او ځوانانو لخوا محلي موسيقي ته په زړه پورې ملي اتڼونه ترسره شول، چې د غزليز ماښام ښکلا يې څو برابره ډېره کړ ه.

د يادولو وړ ده، چې پدې پروګرام کې د مرکز کابل او نورو ولايتونو څخه استاد محمداصف صميم،استاد امين جان باوري،لعل پاچا ازمون،محمديار، يار ،د علومو اکاډومي غړي استاد اوېستا،ډاکټرخوشال روهي، اکبرفولاد،اجمل روهي،استاد روشن، مطيع الله تراب ، د بېلابېلو ملکي او نظامي ا دارو مسوولينو،د شېخ زايد پوهنتون استادانو،د فرهنګي ټولنو شاعرانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړى وو، چې ټوله شپه د غزلونو په اورولو او ملي اتڼ سره شوګيره شوه.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٢٢-١٢-١٣٩٣

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. Lecturer university Reply

    ای کاش داسی اتفاق او اتحاد د پښنو نورو سیمو ته هم وغزیږی ،مګر بیاهم ډیر د شکران ځای دی چی داسی خلک شته زمونږ په وطن کی چی خپلو هیوادوالو ته هراړخیزه مرستی او عامه پوهاوی کوی زه پدی باوری یم چی دا ټولی هڅی او کوشش د ډاکتر صاحب روهی دی ، ډاکترصاحب روهی ته له الله څخه د لابریاوو غوښتونکی له الله پاک څخه یم .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *