Categories

اعلان

Loading…

د کرکت له نړيوال جامه مو څه زده کړل؟ – زاهد خليلي

    افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په پنځوس اوريز نړيوال جام کې ولوبېد. د نړۍ د ټيسټ لوبډلو سره يې لوبې وکړې چې دا د هېواد د کرکټ لوبډلې او افغان ولس لپاره يوه ستره بريا وه. ځينو لوبغاړو په ځانګړي ډول بالرانو ښې لوبې وکړې او ثابته يې کړه چې هر ځای او د هرې لوبډلې پر وړاندې کولای شي، چې ښه وځليږي. داسې لوبغاړي مو وليدل چې د توقع خلاف يې ښه لوبه ونکړه او څومره چې ترې تمه کېده، هغومره ښه ونه ځلېدل.

    په دغو شپږو لوبو کې موږ د نورو لوبډلو سره شپږ لوبې وکړې چې يوازې يوه مو وګټله او هغه هم په وروستۍ وېکټ باندې او په ډېره سخته. د بنګله دېش سره چې د ډېرې ښې لوبې او ان ګټلو تمه ترې کېده، هم دومره ښه نه وو. د سرې لنکا سره مو ډېره ښه لوبه وکړه چې د ښې لوبې په وجه جې وردهنې د لوبې ټول کرېديټ افغانستان ته ورکړ، د اسټراليا او نوي زيلانډ سره مو لوبه ښه نه وه او..

    لوبې خو وشوې يا مو وګټلې يا مو وبايللې. خو موږ له دې لوبو څه زده کړل او په راتلونکي کې بايد کوم څه ته ډېره توجه وشي، تر څو له اوسنۍ لوبډلې څو واره قوي لوبډله ولرو.

    لومړی څه چې موږ بايد ترې زده کړه وکړو، هغه زموږ د بېټينګ (توپ وهنې) مسئله ده. زموږ بېټينګ د بالېنګ (توپ اچونې) په پرتله ډېر کمزوری او خراب دی. تر اوسه چې موږ څومره لوبې کړي، تر اتيا فيصده زياتې مو د ښه بالېنګ کولو له امله ګټلي دي، د بېټينګ فيصدي په کې ډېره کمه ده. خپل بېټنګ ته بايد ښه او ډېره توجه وکړو. دلته مشکل دادی هغه لوبغاړي چې ښه لوبه نه کوي او د انګليسۍ په اصطلاح فارم کې نه وي بيا هم لوبول کيږي، ځکه د هغوی عمر او مشرتوب ته ګوري. خو په نوره نړۍ کې بيا خبره سرچپه ده، هلته د يوه لوبغاړي لوبې ته کتل کيږي، که ښه لوبه نه کوي څه موده يې نه لوبوي.

    بل مهمه ستونزه چې موږ يې بايد په راتلونکي کې حل کړو، هغه د اوپنېنګ (د دوو لومړيو لوبغاړو) د راوتو مسئله ده. له نړيوال جامه مخکې مو هم همدا ستونزه درلوده؛ خو دلته بيا هم وليدل شول، چې په اوپنېنګ کې څو ځلې تغيرات راوستل شو او هر ځل دوه بېلابېل لوبغاړي د لوبې د پېل لپاره ميدان ته راکوز شول. اوپنران (د پېل دوه لوبغاړي) په لوبه کې مهم او جوړوونکی رول لري، که چېرته دغه دوه لومړي لوبغاړي ښه پېل وکړي او لږ په ميدان کې ودرېږي، په راتلونکو لوبغاړو باندې بيا دومره فشار نه وي. ځکه نو موږ بايد د اوپنېنګ ستونزه حل کړو او دوه داسې دايمي اوپنران ولرو، چې وکولای شي د لوبډلې لپاره يو ښه پېل وکړي.

    درېم څه چې موږ يې بايد له دې نړيوال جام نه زده کړو هغه په منځ (ميډل ارډر) کې د دوه داسې لوبغاړو موجوديت دی چې هر وخت پرې حساب وکړل شي او هر وخت ترې د يوې ښې لوبې تمه وشي. زموږ اوسني لوبغاړي هم تکړه دي او کولای شي چې ښه لوبه وکړي او د لوبو د ګټلو وړتيا هم لري. خو هغسې چې تمه ترې کيږي، لوبه نه شي کولای. په يوه يا دوه لوبو کې ښه لوبه کول او بيا تر لسو او شلو پورې ښه لوبه نه کول هغه څه دي چې زموږ زياتره لوبغاړي ورسره مخ دي. ځینې دوستان يې همدا يوه يا دوه ښې لوبې په نظر کې نيسي؛ خو که ايوريج (اوسط) ته يې وګورو ډېر کم وي. په کرکټ کې د يوه بېټسمېن اوسط تر هر څه مهم دی، چې زموږ د ځينې اوسنيو لوبغاړو اوسط ډېر خراب دی او همدا يې د لوبو په ګټلو او بايللو کې مهم رول لوبوي. زه نه وايم چې اوسني لوبغاړي دې لرې کړای شي، بلکې دوی دې خپل بېټينګ قوي کړي، که ښه لوبه نه شي کولای بايد چې لږ وخت ارام وکړي او پر ځای دې نور تکړه لوبغاړي راوستل شي.

    بله مسئله چې موږ ورسره مخ وو دا وه چې موږ يو دايمي او وړ سپېنر (ورو توپ اچوونکی) نه درلود. د نړۍ نږدې ټولې لوبډلې ګورو چې هغوی په خپل يوولس کسيز سکواډ کې د ځان سره يو (سپيشلسټ) سپېنر لوبوي. موږ ته هم په کار ده چې يو خاص سپېنر ولرو. دواړه کارو (هم بالېنګ او هم بېټېنګ) ته په يوه وخت توجه کول او وخت ورکول به لوبغاړی هېڅ يوه ته هم پرې نږدي او موږ چې کوم درې سپېنران لوبولي دي يوازې يوه يې ښه بالېنګ کړی. موږ سپېنران لرو، چې بايد کار پرې وکړل شي او وخت ورکړل شي.

    يو ځل بيا يې يادونه کوم، چې زموږ بېټېنګ کې ډېر مشکلات دي او بايد چې له دې وروسته ورته ښه ډېره توجه وشي. په شپږم او اووم او حتی اتم نمبر باندې ښو او شاټ وهونکو بېټسمېنانو ته ډېر ضرورت دی. داسې نه لکه دغه دوه درې مو چې درلودل او له هرې لوبې وروسته مو بدلول. هو په همدغو دوه درېو باندې بايد کار وکړل شي. چې هم ښه لوبه وکړي او د ښې لوبې تر څنګ يې عقل په خپل واک کې وي، داسې نه چې بس بېټ ور اچوه، بال دی چې هر خوا لاړه نو تللی به وي. بايد چې د جوش پر ځای د هوش نه کار واخلي. په نوره نړۍ کې دغه شپږم، اووم او اتم نمبر لوبغاړي ډېر هوښيار او شاټ سلېکشن يې ډېر ښه وي. بال ته ګوري او په وروستيو اورونو کې ښه ډېر رنزونه کوي. هغوی د شپږيزو پر ځای څلوريزې وهي، ځکه اصلي هدف يې خپلې لوبډلې ته ښه رنزونه کول دي، داسې نه لکه زموږ دا، چې بېټ ور اچوي او په هر بال د شپږيزې هڅه کوي، چې د همدې هڅې په نتيجه کې اوټ شي او د اوټ کېدو وروسته يې بلا ډېر اورونه هڅې پاتې شي. په تېرو څو لوبو کې مو هم داسې څه وليدل چې نتيجه يې په لومړي اننګز کې زموږ کم رنزونه کول وو او په دويم اننګز کې د لوبې بايلل.

    دغه اووم او اتم نمبر بېټسمېنان بايد چې بالېنګ هم وکولای شي، يانې ال راونډران بايد وي، چې هم د ښو شاټونو وهلو وړتيا ولري او هم د ښه تېز يا ورو بالېنګ کولو وړتيا ولري.

    کوچ او د کرکټ بورډ اداره بايد چې بېټينګ ته زياته توجه وکړي، په دغه پنځوس اوريز او تېرو شل اوريزو جامونو او حتی له دې جامونو پرته چې موږ کومې لوبې کړي دي، په ټولو کې مو بالېنګ د بېټينګ په نسبت ډېر ښه وه او زياتې لوبې مو د ښه بالېنګ له امله ګټلې او څومره لوبې چې مو بايللي دي، د زياترو لامل يې خراب بېټينګ وه.

186 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2