Categories

اعلان

Loading…

اوباما د افغانستان له ولسمشر او اجرايي رييس سره خبرې وکړې

تاند- مخکې تر دې چې د افغانستان ولسمشر او اجرايي رييس واشنګټن ته سفر وکړي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دواړو سره ټېلفوني خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ ویندوی ایریک شولتز وویل، اوباما نن /پنجشنبه/ مخکې تر دې چې کلیفورنیا ته روان شي، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

شولتز په دې اړه څه ونه ویل چې ایا دواړو خواوو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه هم څه وویل او که ونه ویل خو یادونه یې وکړه چې پر دې موضوع به د مارچ په څلرویشتمه نېټه واشنګټن ته د افغان مشرانو د سفر په ترڅ کې خبرې وشي.

شولټز وویل چې ولسمشر اوباما د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لور ته د افغانانو پرمختګ تشویقوونکی وباله.

اوباما دغه راز د سولې لپاره د افغانستان د حکومت هڅې او له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د افغان دولت هلې ځلې وستایلې.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې له پاکستان سره اړیکې په نسبي ډول ښه کړي او تر یوه ځایه یې د سولې په بهیر کې پرمختګ کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا اوباما او افغان مشرانو د افغانستان د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو او د القاعده شبکې پر خطرونو هم خبرې وکړې.

355 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸