Categories

اعلان

Loading…

شاعر څوک دى؟ / ګل رحمن رحماني

    يو په يو به ددې پوښتنې لپار ځواب موندل ګران وي. ځکه چې شاعر هم د ټولنې يو وګړى دى، د نورو په څېر ژوند کوي او د خپلو حواسو په وسيله نړۍ درک کوي، خو شاعر هېڅکله هم يو عادي انسان نه دى.

   ده ته د ټولنې تر ټولو هېښ او ځيرک انسان ويل شوى، ځينو خو لا تر ټولو سترګور بللى چې له ژوند او پېښو سره د عادي انسانانو په څېر چلند نه کوي، حساس دى، عاطفي دى، هر څه ته په ژور نظر ګوري او له ژوند نه يې اخيستنې هم عجيبه دي.

     دا موضوع به د شاعر په اړه د نړيوال ليدلوري نه وڅېړو چې شاعر څوک دى، ولې ورته کره کتونکي او ټولنپوهان له نورو عادي وګرو په يو ډول امتياز قايل دي؟

   نوماند او پياوړي فرانسوي شاعر پل والري په ١٨٩١ زېږديز کال کې د خپل هېواد يوه ستر او مشهور ليکوال “اندره ژيد” ته په خپل يوه ليک کې ليکلي دي:”له تا نه هيله کوم چې نور ماته شاعر ونه وايې، هغه که لوى وى يا کوچنى.!

زه شاعر نه يم، بلکې يوازې يوغمجن او خپه کس يم. هر ډول معنوي، بشپړه او مثبته ښکلا ما له دې خپګان ازادوي. په جملو، وزن او موسيقي کې خپلواکي را بښي او دا ټول جوړښتونه زما لپاره چندان له انتظاره لرې نه دي او خوښي نه را بښي. د ټولو پر وړاندې بې پروا يم، يوازې بيان دى چې ما له خپل ځان سره تړي او جوړوي.”

     پورتنی ليک که په غور سره وګورو نو ښکاري چې د پل والري په څېر ستر شاعر ځان شاعر نه بولي، وار خو ددې شو چې په کلام ډېر عادي برلاسی انسانان ځانته ستر شاعر ووايي.

دده دا خبرې موږ ته دا پيغام را رسوي چې د شاعرنوم خپلولو او په نهايت کې د شاعر پاتې کېدو لپاره بايد په رېښتينې مانا سره داسې شعر وويل شي چې د ارزښت او درناوي وړ وي او خلک د خپلو کلمو درناوي ته وپاروي.

     د ژوند له ورځنيو پېښو څخه زموږ سرسري اخيستنې او د تخيل، حساسيت، غم، ښادۍ، عاطفي، رحم، رحمت، مينې، کرکې او … په غېږ کې يو له بل سره د کلمو اتفاقي يا ناڅاپي نږدېوالى په جامع ډول د شعر د پيدا کېدو او يا مخنيوي سبب نه ګرځي، بلکې شعر يوه ډېره ستره، پرتمينه، زړه را ښکونکې، ښکلې او مغروره الهه ده چې هر څوک هم خپل دربار ته نه مني، خو کولى شي خپل دربار ته د منلو دغه دايره پراخه هم کړي.

امکان لري چې په تيوريک ډول سره د شعر پنځولو پوهه تر لاسه کړو، خو دا ډېر ګران کار دى او زحمت غواړي چې يو څوک دې شاعر شي.

   د شعر الهه خپل نږدې کسان، ملګري او ياران هم لري، خو ددغه ستر مقام د تر لاسه کولو( شاعر کېدو) لپاره چې په ټولو ځانګړتياوو برابر وو او ددې هنر تاريخي ځانګړتياو ولرو، نو اړينه ده چې په ځينو اسبابو او ګاڼو سمبال شو.

   څنګه چې شعر ته تعريف ټاکل ګرانه خبره ده، همداسې د شاعر د ډېرو ځانګړتياو په اړه به هم څرګندونې ګرانې وي، خو همدا چې يو شاعر مو خپل شعر ته ګوته په غاښ کړي او حيران پاتى شى، نو هغه کس رښتينى شاعر دى.

     شاعر بايد دومره هېښ او متجسس وي چې په هر څه کې شعر ولټوي، له خپلې روحي، عاطفي او شاعرانه پوهې له محيط سره تړلى وي، د کايناتو هره زره بايد ده ته د شعر له حقيقت نه خالي نه شي او د کايناتو په ښکلا وو کې د يوه شاعر په توګه ټولو پاشلو ښکلاګانو کې په بې صبرۍ سره د شعر لټون وکړي او خپله شعري ورکه تر لاسه کړي.

په فارسي ژبه کې فردوسي يو ستر اسطوره پنځوونکى دى، په تاريخ او ژبه پوه انسان دى، له خپل ژبې او و وطن سره بې سارې مينه لري، خو په ضمن کې يو شاعر دى. ممکن دده د شهکار اثر شاهنامې ټول بيتونه شعر نه وي، خو د فردوسي پوهې، شاعرانه غريزې، مينې او د شعر له نړۍ او ژوند سره ژور تړاو لږ تر لږه هغه د خپلې ژبې په تاريخ کې د يوه تلپاتې شاعر په توګه خوندي کړی.

په فارسي که حافظ او مولوي نه اسطوره پېژندونکي وو، نه مورخين، نه د مشهورو فقهاوو په نامه پېژندل کېږي، نه هم د کلام او بلاغت ستر عالمان دي، خو بيا هم شاعران شول او شاعران پاتې شول.

همدا(شعر) هغه نا پېژندل شوى او مرموز جوهر دى چې کله د يو چا په وجود کې وځلېږي، نو کلام يې په بيان بدلېږي، خبرې يې په شعر اوړي او همغه د (پل والري) خبره شاعرانه کيفيت خپلوي.

   د شاعر په شعر مين روح کولى شي چې د شعر د حقيقت مانا پيدا کړي. په خپل ټول هغه عظمت سره چې شعر ته په کې قايل يو، له شعر بايد هېڅ وېره ونه لرو، مينه ورسره وکړو، د دوستۍ وياړ يې تر لاسه کړو او کوښښ مو دا وي چې يوه ورځ نه يوه ورځ د شعر له دغه نازنينې الهې سره نږدې کېنو، هغه راته وخاندي او موږ يې هم ځان د نږدې دوستانو او ملګرو څخه وبولو.

شاعر چې په خپل نفس کې يو ستر هنرمند دى او د هغه ستر هنر خپله دهغه شاعري ده، نو بايد د يوه شعر د پنځولو، ودې او ځليدلو لپاره زمينه مساعده کړي

شعر هغه جنين ته ورته دى چې بايد د رامنځته کېدو، زېږون او ودې لپاره يې مناسب چاپيريال موجود وي. د شعر د راتلو او غوښتنې موضوع څېړنه يا تشخيص نه خو لازمه ده او نه هم په بشپړه توګه امکان لري.

شعر هم د يوه دروني او بهرني منظم ارګانيزم تابع دى چې له حس، عاطفې، تفکر، پوهنې او يوه منظمې پارونکې موسيقي څخه را پيدا کېږي، خو د پيدايښت ډول يې تل يو ډول او په يوه بڼه نه دى .

له شک پرته چې تاريخي او جغرافيايي لاملونه هم پر شعر له اغېزمنو لاملونو څخه دي، همداسې د يوه هندي شاعر شعرونه له يوه الماني او د يوه هېواد د شاعر شعر د بل هېواد له شاعر سره توپير لري، خو دغه توپير په وخت پورې تړلى دى.

د پښتو ژبې لرغونې او کلاسيکه شاعري له اوسنۍ شاعر سره بشپړ توپير لري اودغه توپير د دوو سترو فکتورنو په سبب په کې رامنځته شوى چې زمان او مکان دي.

162 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *