Categories

اعلان

Loading…

سل مېرمنو ته حرفوي او سواد زدکړه پيل شوه

د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ په درې حوزو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام له لورې سل مېرمنو ته حرفوي او سواد زدکړه پېل شوه .

د جامو ګنډلو حرفوي زدکړې د یادې ولسوالۍ په سنګلاح،تکانه او سرچشمې  حوزو کې سل تنو مېرمنو ته نن پیل او نږدې درې میاشتې وروسته به پای ته ورسیږي .

دغه مېرمنو ته،چې د اته ښځینه ښوونکو له لورې زدکړې ورکول کیږي،د ثبات پروګرام له لورې هرې مېرمنې ته د کالیو کنډلو ماشین،مېز،پایه، رختونه، ګازډبه، اوتو او د اور وژنې الې ورکړل شوې .

همدا راز یادو مېرمنو ته د سودا زدکړې په موخه کتابونه او نوره قرطاسیه هم ورکړل شوې او د درملنې په موخه لومړني درمل هم ورکړل شوي دي .

دغه زدکړې چې د ثبات پروګرام د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د AREP ادارې په تخنیکي همکارۍ پلي کیږي،په ترڅ کې په ګډون کوونکو مېرمنې ته ورځنی لګښت هم ورکړل شي .

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله حیدري په هره برخه کې زدکړې تر لاسه کول او نورو ته د زدکړو د ورکړې زمینه برابرول په دغه ولسوالۍ کې د ولسونو غوښتنه وبلله .

نوموړی خوښي وښوده،چې د یاد پروګرام په پلي کیدو سره به سل تنه مېرمې د خیاطې او سودا زدکړې ترڅنګ ورځنی لګښت هم ترلاسه کړي،چې په ترڅ کې به د دوی ورځنۍ ستونزې تر یوه حده حل شي .

ده د یادو زدکړو ښوونکو ته لارښوونه وکړه،چې د دندې پر مهال له پوره صداقت او ایماندازۍ څخه کار واخلي او همدا راز یې له مېزمنو وغوښتل،چې له یاد فرصت څخه په ښه توګه د زکړو په ترلاسه کولو ګټه واخلي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸