Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو د دوو مشرانو ترمنځ اختلاف د سولې خبرې ځنډولي

تاند- رویټرز خبري اژانس وايي، څو ورځې وروسته له دې چې افشا شوه چې افغان طالبان حاضر شوي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي، د طالبانو جګپوړو استازو اسلام اباد ته سفر وکړ چې د بل ګام په اړه خبرې وکړي.

دوی ته پاکستاني چارواکو ډېر زغرد پیغام ورکړ؛ طالبان باید د خپلو دوو مهمو مشرانو ترمنځ اختلاف حل کړي، کنې خبرې نه شي کېدای.

رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان دا خبرداری ښيي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې او پر یوه مېز د دوی رایوځای کېدل څومره ګران کار دی، دا خو لا پرېږده چې پر سولې به موافقه کوي.

رویټرز وايي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې پر خبرو د طالبانو د دوو مهمو مشرانو محمد منصور او عبدالقیوم ذاکر ترمنځ اختلاف دی.

منصور، چې د طالبانو سیاسي مشر دی د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو عبدالقیوم ذاکر، چې پخوا په ګوانتنامو کې بندي و او اوس د طالبانو د جګړې قومانده په لاس کې لري، د افغانستان له حکومت سره د خبرو مخالف دی.

د طالبانو دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ منصور او ذاکر، چې له ډېرو وختونو څخه په خپل منځ کې سیالان دي، په وروستیو کې له یو بل سره وکتل چې خپل شخصي اختلافات حل کړي. دوی په دې ویاړ پسه حلال کړ.

خو منصور ونه توانېد چې ذاکر له کابل سره د مخامخ خبرو له مخالفته لاس اخیستو ته راضي کړي. ذاکر فکر کوي چې خبرې د وخت ضایع کول دي ځکه چې د ده په باور واک د امریکا په لاس کې دی.

د سولې لپاره وروستیو هلوځلو ته د دې لپاره هیله زیاته لیدل کېږي چې پاکستان او چین پکې منځګړتوب کوي.

د سولې په لار کې زیات خنډونه شته. دواړه خواوې شک لري او ګومان کېږي چې طالبان به په خبرو کې د نړیوالو ځواکونو د فوري وتلو غوښتنه وکړي او غالباً چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني یې منلو ته تیار نه دی.

خو له دې سره سره رویټرز خبري اژانس په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو د سرچینو په قول وايي چې لږترلږه پروسه پیل شوې ده.

روانه اوونۍ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ډانیل فیلډمن په نااعلان شوي سفر اسلام اباد ته ورسېد چې د افغانستان د سولې د خبرو پر احتمال خبرې وکړي.

رویټرز وايي چې دوه پاکستاني چارواکو او طالب قومندانانو ورته ویلي چې تېره میاشت د قاري دین محمد په مشرۍ د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی اسلام اباد ته لاړ او د پاکستان د پوځ له مشرانو او چینايي دیپلوماتانو سره یې وکتل.

د طالبانو رسمي ویندوی له قطر څخه اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي د سفر راپور رد کړ. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هونګ لي هم وویل چې په اسلام اباد کې د دوی دیپلوماتانو د طالبانو له استازو سره کتلي نه دي.

رویټرز ته طالبانو یوه قومندان ویلي:« پاکستاني چارواکو سپارښتنه کړې چې موږ باید له کابل سره د رسمي خبرو تر پیلولو مخکې په خپل منځ کې اختلافات ختم کړو.»

څرنګه چې ذاکر د افغانستان په ختیځ کې زیاتې سیمې او په زرګونو جنګیالي تر واک لاندې لري، معلومه نه ده چې که د کابل له حکومت سره اوربند وشي نو نوموړی به یط رعایت کړي او کنه کړي.

کېدای شي د ملا محمد عمر پرېکړه د دواړو ترمنځ اختلاف حل کړي.

خو د ملا عمر هیڅ درک نشته، نه چا لیدلی او نه یې ږغ اورېدلی شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د تېژر کال راپورونه، چې رویټرز لیدلي وو، وايي چې ذاکر په ښکاره دا پوښتنه کوي چې ایا ملا عمر ژوندی دی او که نه دی.

د رویټرز د راپور له مخې، ځیني شنونکي دا ځل پرمختګ ته زیات هیله لري ځکه چې پاکستان د طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې که د کابل له حکومت سره خبرې ونه کړي له خپلې خاورې به یې وباسي. دا مسله به سبب شي چې طالبان له القاعده سره اړیکې وشلوي او له پاکستاني طالبانو څخه هم جلا شي.

142 total views, 1 views today

4 comments

  1. زلمی Reply

    خدای خبر چه داوری به کله شری کیگی، دافغانستان مسئله دسرطان دانه ده ، داشرف غنی او عبدالله جان په ژوند کی خو به ددی مسلی حل افغانان خپل په سترگو ونه وینی، ها په یو شرط پس له دریم جهانی جنگ نه.هغه وخت چه جهانی جنگ یای ته ورسی بیا نو دافغانستان مسئله حل شی متاسفانه. په درناوی

  2. زلمی Reply

    دپاکستان سره دصلحی خبری هیس معنا نلری هسی دوخت ضایع کول دی.

  3. بشير رشاد Reply

    كه اشرف غني او عبدالله خبل اختلافات حل كره نو طالبان يي هم حلوي

  4. hassan Reply

    که زمونږ د سیاست او اقتصاد داکتر او د سترګو داکتر صاحبانو خپلی بی باوری او اختلافات پای ته ورسول نو دا دوه ملایان به یی هم پای ته ورسوی. البته ملا او سیاست له یو بله دومره لری دی لکه مځکه او لمر خو که د الله ج اراده وشی او پر مونږ رحم وکړی بیاهرڅه امکان لری.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *