Categories

اعلان

Loading…

شاکر ګارګر بې خرته نشه، مزمل شینواری په دوبۍ کې

حبیب الله څرګند / قزاقستان، الماتا،

پرون چهارشنبه۱۱ دمارچ ۲۰۱۵ کال دقزاقستان هیواد په الماتا ښار کې دافغانستان او مرکزی اسیا هیوادونو دتجارتي او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په موخه یو کنفرانس جوړ شو . په دغه کنفرانس کې دمنځنۍ اسیا هیوادونو قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، روسیې، ترکمنستان ، تاجکستان په ګډون یوناما نړیوال بانک USAID او دکنفرانس کوربه ملګروملتو ایسکات ګډون درلود. دافغانستان په نمایندګۍ باید دافغانستان داقتصاد او تجارت سرپرست وزیر ښاغلی مزمل شینواری او ښاغلی ولسمشره ! ستاسو د روسي ژبو هیوادونو لپاره ستاسوخاص استازي شاکر کار ګر باید په دې غونډه کې موجود وای او د افغانستان نماینده ګي یې کړې وای مګر شاکر کارګر په داسې حال کې غونډې ته حاضر شو چې په بې خرته ډول نشه وو دومره شراب یې څښلي وو چې خپلې خبرې اوحرکات یې نه شو ای کنترولولی . د مختلفو هیوادونو استازیو ورپورې خندل چې وروسته د یو افغان ښاغلي حبیب الله اسد چې د مزمل شینواري مشاور دی لخوا له مجلسه بیرون ته یوړل شو. په کنفرانس کې دافغانستان چوکۍ تشې پاتې شوې هیچا هم دافغانستان نماینده ګي ونه شوه کولی او د مختلفو هیوادونو پوښتنو اوانګیرنو او سپارښتنو ته هیچا هم ځواب ونه ویایه ځکه د افغانستان خاص استازی او وزیر صاحب نه وو حاضر.

ښاغلی حبیب الله اسد دمزمل شینواری مشاور له اجندا خبر نه وو څو د افغانستان نماینده ګي یې کړې وای تراخره چوپه خوله ناست و.

په دغه کنفرانس کې دUNDP استازي ژمنه وکړه چې دافغانستان، تاجکستان او قرغیزستان هیوادونو تر منځ به دایګرو انډستری مشترکه جوړه کړي چې مالي مرسته به یی جاپان او ترکیه کوی. دنړیوال بانک رییس سروج وویل چی د کاسا ۱۰۰۰برېښناکوټ پروژه به هم تر ۲۰۱۶ پورې شروع کړي .جیوجی د بانک اسیايي مشاور په مانیلا مرکزي دفتر کې وویل اقینه بندر باندی به کار وکړو او دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ به تجارتی اړیکی پیاوړې شي او همداراز یې پهTAPI ټاپي پروژه خبری وکړې او ژمنه یې وکړه چې کارونه به ژر تر ژره شروع شي. او روسې دافغانستان دمڼو غوښتنه وکړه چې مڼې ورکړي او همداراز یې د زده کړو په برخه خبرې وکړې چې په پلان کې لري ۷۰۰ زده کړیالانو ته دزده کړي امکانات برابر کړي .په کنفرانس کې هغه تجارانو چې په افغانستان کې پانګه اچونه کړې له نورو خارجي تجارانو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.په الماتا کې دایسکاټ ریس وویل چې دوی به یې په ستنډرډ برخه کې مرسته وکړي،او زیاته یې کړه چې داقتصاد په برخه کې مو هم مرستې وکړې او له دې وروسته به د ترانسپورت په برخه کې چې منځنۍ اسیا له جنوبی اسیا سره وتړي چې ترانزیټي پل یې افغانستان ګڼل کیږی کار وکړي.

دالاندې دویډیو وګورئ چې د افغانستان چوکۍ تشه ده.

78 total views, 3 views today

1 comment

  1. لالا ، بټنوال Reply

    هغه متل دئ وايي ( مونږ بي بي ته راغلو ، بي بي ډېران ته لاړه )

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *