Categories

اعلان

Loading…

د هلمند په انتحاري حمله کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي

تاند- په هلمند کې نن په یوه انتحاري حمله کې لږ ترلږه ۱۳ تنه وژل شوي او د ۵ پولیسو په ګډون ۲۸ نور ژوبل شوي دي.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار رویټرز خبري اژانس ته وویل، ځانمرګي له چاودېدونکو موادو بار موټر لشکر ګاه ته نژدې د پولیسو د یوې پوستې مخته وچاوداوه.

ده وویل چې پولیسو ته مخکې تر مخکې استخباراتي معلومات په لاس ورغلي وو چې په موټر کې انتحاري حمله کوونکی سپور دی ځکه یې په سیمه کې د تلاشۍ لپاره پوسته ایجاد کړې وه.

«انتحاري د ملکي خلکو په منځ کې ځان والوزاوه. ملکیان د تلاشۍ لپاره انتظار ولاړ ول.»

د رسولیار په وینا ټول ۱۳ وژل شوي کسان عام خلک دي خو د ۲۸ ټپیانو په منځ کې ۵ پولیس هم شامل دي.

تراوسه پوري طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په وروستیو کې افغان ا منیتي ځواکونو په هلمند کې وسله وال طالبان ترفشار لاندې راوستي او د امنیتي چارواکو په وینا طالبان هڅه کوي چې تر کنټرول لاندې سیمې د خښو کړو ماینونو په زور وساتي.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *