Categories

اعلان

Loading…

په ارجنټاین کې د دوو هیلي کوپترو ټکر

دوې هیلي کوپترې، چې د فرانسې سپورتي ستوري پکې سپاره ول او د یوې اروپايي تلویزیوني خپرونې لپاره یې په ارجنټاین کې فلم اخیست، په هوا کې ټکر شوې او لس تنه پکې ځای پر ځای ووژل شول.

دا پېښه نن د ارجنټاین په لاریوها ولایت کې وشوه. په وژل شویو کې درې مشهور فرانسوي لوبغاړي (دوه هلکان یوه نجلۍ) او دوه پېلوټان هم شامل دي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دا څرخکې ولي ټکر شوې.

ټاکل شوې وه چې دا تلویزیوني ننداره (شو) د فرانسې په ټي ایف ۱ تلویزیوني کانال کې ښکاره شي.

په ویدیو کې د څرخکو ټکر وګورئ.

72 total views, 1 views today

enclosure:
http://www.taand.com/wp-content/uploads/2015/03/14.mp4 620680 video/mp4

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *