Categories

اعلان

Loading…

حامد کرزي له پاکستان سره د ولسمشر غني د اړیکو په وړاندې خبرداری ورکړ

تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو پر نژدې کولو اندېښنه ښکاره کړه.

د هند د اوټ لوک ورځپاڼې د راپور له مخې حامد کرزي نن له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ولسمشر غني وروستۍ هڅې پاکستان ته بې فکره امتیاز ورکول وبلل او خبرداری یې ورکړ چې افغانستان په خطرناک ډول د پاکستان لور ته اوړي.

اووه پنځوس کلن کرزي د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل:«موږ دوستانه اړیکې غواړو خو دا نه غواړو چې د پاکستان تراغېز لاندې واوسو.»

ده د ولسمشر غني دا پرېکړه هم وغندله چې تېره میاشت یې پاکستان ته د ملي اردو شپږ پوځیان د زده کړو لپاره ولېږل.

کرزي وویل:«موږ باید هیڅ ګاونډي هیواد ته پوځیان د روزنې لپاره ونه لېږو ځکه چې دوی یې په مقابل کې انتحاریان رالېږي.»

کرزی او د افغانستان اکثره خلک باور لري چې انتحاریان او نور ترهګر په پاکستان کې روزل کېږي، په وسلو سمبالېږي او افغانستان ته رالېږل کېږي.

کرزي دا هم وویل چې که افغانستان، پاکستان ته سر ټیټ کړي نو د بریتانیا د استعمار او د شوروي د یرغل په وړاندې د افغانانو مبارزې به ضایع شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې پاکستان وايي طالبان یې حاضر کړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او افغانان تر یوه حده هیله من شوي چې ګوندي پاکستان به نور په افغانستان کې د جګړې له دوامه لاس اخیستلو ته تیار شوی وي.

140 total views, 1 views today

10 comments

  1. Gul Reply

    پاكستان باندى باور كول لكه په مين چى دپاسه ولار شى او مطمئن اوسى چه نه چوى
    گرانه ولسمشره تاسو پاكستان ته په اول كى وويل موژ عملى اقدام غوارى او بيا مو ورته درى مياشتى وخت وركر كه تاسو درى كاله وخت وركرى با به هم دلغمانى سندره چى شيطان ته كوله دو دو دو درى كاله به خلاص شي خو سندره به خلاصه نه وى تا سو دپارلمان وكيلانوته وويل چى بين الىللى وضعه بله بنه لرى نور نو وخت په پاكستانى سندرورمه ضايع كوى مننه

  2. لاروی Reply

    د غنی اړیکی پاکستان سره د غنی ځان تړل په یوه بله رسی باندی
    بلی خواته له هند نه هغه ۵۰۰ لکه ډالر د هوایی شرکتونو لپاره خریداری معطلول
    دا یوهغټه ضائعه ده هغه د اوردو عسکر چی پاکستان ته د زده کړو لپاره زی دابه بیا د افغانستان لپاره نوی نوی جنرالان وی او پاکستان به ښه برابر کړی وی او د پاکستان منافع به په مخ بیایی دا شپږ روزونکی نه بلکه شپږ جنرالان د ISI دافغانستان لپاره کافی دی نو دافغانستان حکومت سخت په خسران کی په دغه برخه کی …
    اوبلی خوا مهاجر غوښتل په دغسی ساړه ژمي کي او بی سر پنا او بی مدرکه او بی کوره افغان مهاجرین جبرا غوښتل دادی غنی بله تیروتنه او په ملت یی ظلم کول کرزی دی خدای اباد لری دغه بخش کی سم متوجه وه مهاجر نوه زورول شوی خو اوس سخت حالت کې ګيردی خو غنی وایی زه مهاجرت ختموم نور نو ګورو چي څه به کیږی خو ډیر بد کیږی ..

  3. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    به دي هكله دبخوا نئ اولسمشر خبري كاملاء دتا يد وردي.
    مكر داهم بايد دياده ونه بأسوجه بخواني اولسمشر حامد كرزي هم به دي هكله خانته به تيرو كي براءت نه شي وركولي .

  4. سباوون Reply

    جلالزى صاحب زه حيران پاتي شوم څه تا هم د مدارى او خر څوى كرزى خبره هم تا ئيد كر ه ، ولي دي خاين په هغه وخت كي دا خبره وى نه ويل ، كرزى يو ګوا ډ ا ګى انسان ده څه ايران شعييزم ته كار كوى او په دي لحاظ نه غوا ړى څه زمونز هيواد كي سولهه رانشي ، څنكه سه په هيواد كي سوله راشي دى او د دي امثال حيوانات محكمه كيزى ، نو هر څوك څه ددي خر څوى خبر ه منى دا به هيواد سره لويه جفا وى ، په دي هكله كرزى د شمال ټلواله يو مهم عضوه ده او شمال ټلواله نه غوا ړ ى څه په هيواد كي سوله راشي ، ځكه دا ټول قاتلين سل فيصده خلك محكمه كوى ، همدا ده څه كرزى خاين قصدا عبدالله له بيجاره داكتر غنى سره يو ځاى كر او لوى درد سر داكتر غنى ته پيدا كر ، او اوس څه داكتر غنى غوا ړ ى په هيواد كي سوله راشي دا بي عزيته دا دسيسي جو ړ وي ، ګرانو هيوادوالو را ويش شي دا كرزى زمونز هيواد تسليوى ، هيله ده څه متوجه اوسي او دا خاين په نطفه كي خنثى كري بيا شوراى نظار ته دوباره

  5. ځلاند Reply

    د پاکستان کاکول ایبټ اباد پوځي اکاډمی کي د افغان ځواکونه تاسو دی ویدیو کی کتلای شی

    http://video.dunyanews.tv/index.php/en/mustwatch/16267/Will-bring-peace-with-nation%27s-support:-Army-Chief#.VP_AevnoikE

    دغه خبر د ويډیو یی راپور په دوران کی تیره ورځ راحیل شرف نوموړی اکاډمي ته راغلی وه
    نو دغه به دافغانستان خلک وی که د پاکستان ؟؟؟؟

  6. habib amin Reply

    کرزیه د ستا خیانتونه او جنایتونه په دی دیلرلس کالو کی له سرحده وتلی وه او د پشتون ملت په سر دی میچنی وگرزولی همدا ته وی تول پشتون ملت دی په پنجشیریو داله مارانو اود شورای نظار متعصبو او جمیعتی ستمیانو د غوبل لاندی دی کری وه ایا همدا ته نه وی چی د پشتون عزت پت او فرهنگ حتی ژ به دی د ایران متعصبو فرعونی اخند یانو او د هغو د جاسوسان په زریعه دی نیست او نابوده کره ایا همدا ته نه وی چی له ایرانه د پیسی اخیستی او جاسوسان دی ورته تربیه کول ایا ستا عزت اوابرو دا وه چی د شورای نظار .ناکسه غلو بیسواده سقویانو او پنچرمینانوته دی امتیازونه حتی د مارشالی جنرالی رتبی دی ورکولی ستا د بیغرته په دوره کی هر پنجشیری سقو او پنچرمین دالر مینان او سرمایه داران شول ایا ستا رستورانچی ورونه د تا له داله ماری نه ملیاردران نشول ستا په دوره کی ماشومان زنانه سپین ژیری د امریکای سپیو ونه دارل نو ته بیغرته خو هیح حق د ویلو نلری ایا ته نه وی چی پشنون ملت دی له شانه په خنجر وهلی دی ستا په دوره که تول کابل چور او چپاول نشو ایا ته نه وی مخکی د اشرف غنی له راتگه تول بانکونه دی په پنجشیریانو چور ته کرل و ر

  7. Mohammad Gul sahak Reply

    دا خو معلوم خبر ده که چیری پاکستان د داکتر اشرف غنی له هسو کته وانخلی هیس کله به په ریختیا سره همکاری اونکری هغه د انگلیس زوی حتا کله کله انگلیس سره چل کوی او غولوی یی نو د پاکستان په خبره باور کول دیر گران کار دی دا به وخت جواب او وائی مننه ستاسو ورور محمد گل سهاک

  8. samiullah Matoonwall Reply

    د سختو ورځو مشر په اړه څو کرښی درسره شریکوم

    ارګ تــــه راغــلی سلامـــت وې، سلامـــت روان یــې
    عجیبه نه ده چــې ژونــدی له دې مــــالت روان یــې؟

    …پاچـــا! لــــه دې ځــــایه چــا سر سلامت نـه دی وړی
    خـو چې دا ته تـــرینه د څـــه شي په قیمت روان یې؟

    بې مرګ ؤ ژوبلې، بې له شــــور و شـــره څنـګه لاړې
    خپـــله ولـي یـې؟ کـــه د چــا په کـــرامــــت روان یې

    دا فیــصــله بــه د تـــاریخ پــاڼــو ته پـــر یـــږدو پـاچـــا!
    څـــومره یې حق په جانب، څـومـره مــلامــت روان یې

    «««««««««««««««««««««««««««««««««««««

    پـــاچــا! ډیـــر کلک وې، حوصله دې په رښتیا لـوړه وه
    هسې دې فکر لـوړ، چې څنـــګه ونــه ستا لــــوړه وه

    تـــور، ســور، زرغـــون بیرغ دې بیا نـړۍ تـه وپيـــژانده
    چـــې چیــــرتـــه تللې نو جنــډه به هلتــه دا لوړه وه

    تــــا د ځنـــګل پـــه میــنځ کې ډیره پــــاچاهي وکړله
    یــــو ځنـــاور لکۍ به ښکـــته بـــل به بیــا لـــــوړه وه

    تـه یو مجبور انسان د ډانګ او د پړانګ مینځ کې ایسار
    او د ولس شمله پـــه تــــا ښکتــــه پـــه تا لـــوړه وه

    «««««««««««««««««««««««««««««««««««««

    پـــه مخــــه ښه کـــې ګیله ښه نه وي پاچا سلامت
    پـــــاتې دې زړه وي لـــه ګیـــلو نـــه ډک زما سلامت

    خــــو دغـــــه یـــو کار دې بیخي وو حیران کړي خلک
    هـــم دې غوښته غــــل سلامت او هــم ملا سلامت

    لیــــوان دې پـــریــــښــودل رمــــه یې درتـــه وداړلــه
    خــو پــــه همــــــدې لیـــوانـــو سر و ساتو تا سلامت

    ارګ د کابـــــل لــکه خونخـــوره بــــلا وینــي زبیــښي
    بــــلا ســړی وې، ځــان دې وویـست له بـــلا سلامت

    «««««««««««««««««««««««««««««««««««««

    پـــاچــا! تـــه ښه وې او که بـــد ستا به ارمـــان راځي
    دلتـــــه لـــــه بــــــدو نـــــه بـــدتر کفن کشان راځي

    پـــــه بې رحمۍ یې څیـــروي ان تـــر لمنـــې پــورې
    د چا په لاس چې دا ریـــښې ریښې ګریـــوان راځــي

    ولس بــــه بیـــا هم وي نهـــر او د مــرمیــو خـــــوراک
    کـــه له دې خاوري جــهان لاړ شي که جـــهان راځي

    پاچــا! په مخه دې ښه! ځه چې لارې بنـــدې نه شي
    وریځــې تاویــږي داسې ښکـــاري چې بـــاران راځي

  9. Nawab Momand Reply

    کرزیه اوس ټول افغان ولس په دې ښه پوهیږي چې ستا په دغه دیارلس کلنه شرم اوره دوره کې څه تیر شول او له دې وروسته ستاسو اندېښنوخپل ارزښت له لاسه ورکړی . ښه به دا وی چې نور په خپلو څرګندونو سره د پښتنو په ټپونو مالګې مه پاشه .

  10. parveenmalal Reply

    دا چې کرزی پخپله دوره کې څه کړی ؟ دا بیل بحث دی دلته باید مطرح نه سی خو دپاکستان سره د اړیکو او د ښاغلی غنی ددوه سره حکومت د پالیسی په برخه کې چې یې کومو ټکو ته اشاره کړی، زه یې د یوی افغانی په حیث تا ئیدوم،

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *