Categories

اعلان

Loading…

متین بېک: د ولسوالیو شوراګانو د تاکڼو لپاره سیاسي تعهد موجود دی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/حوت/۱۹

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست مشر متین بېک، د سه شنبه پر ورځ، په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې له سفیر ښاغلی فرانسېس مېشل مېلېبن سره په لېدنه کې و ویل، چې د ولسوالیو شورګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره د حکومت تعهد موجود دی. ښاغلي بېک د ولسوالیو په کچه د خلکو د استازو جوړښتونو رامنځته کول د یوې سترې ولسواکۍ د بنسټیزیدو لپاره مهم وبلل. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست، د ولایتونو لپاره د نویو والیانو د ګومارل کیدل، دوامداره پروسه وبلله او په یو شمېر ولایتونو کې یې پر وروستیو بدلونونو خبرې وکړې :(( د ولایتونو لپاره د نویو والیانو ګومارنه، د ریفورم د یوې پراخې پروسې برخه ده. د ریفورم په دې پروسه کې، د خدماتو د عرضې د بهیر ښه کول، د بیروکراسۍ په پروسه کې د شفافیت رامنځته کولو او د خلکو او حکومت ترمنځ د باور د فضا رامنځته کول شامل دي؛ موږ په یو شمېر ولایتونو کې بدلونونه درلودل او دا بدلونونه به په لا ډېر قوت سره دوام ومومي.))

د سیمه ییزو اورګانونو ادارې سرپرست مشر همدارنګه، د ولایتي شوراګانو د نظارتي واک پر سر د راپورته شوې ستونزې هواري ته په  اشارې سره و ویل، حکومت د خلکو استازو ته د محلي ادارو له چارو د څارنې د واک ورکولو په برخه کې خپل تعهد یو ځل بیا ثابت کړ. نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشر د حکم له مخې ولایتي شوراګانې، د محلي ادارو له چارو د پخواني قانون سره سم، نظارت ته دوام ورکوي.

د اروپایي اتحادیې سفیر ښاغلي مېلېبن، د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره د حکومت تعهد وستایه او دا یې د افغانستان د اساسي قانون د بشپړ تطبیق لپاره مهم کار وباله. نوموړي د ولایتي شوراګانو د نظارتي واک پر سر د را ولاړې شوې ستونزې په هواري کې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې فعالیت او هلې ځلې و ستایلې. د اروپایي اتحادیې سفیر همدارنګه له سیمه ییزو ادارو سره د هغې اتحادیې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ. دواړو لوریو پر یر یو شمېر نورو د علاقې وړ مسایلو هم خبرې وکړې.

250 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸