Categories

اعلان

Loading…

د بشري حقونو افغان کمپاینره د مرګ له ګواښ سره مخامخ ده

خبریال: میرویس جلالزی – د بشري حقونو افغان کمپاینره وایي، وروسته له دې چې په کابل کې یې په لارو د ښځو د ځورولو پر ضد کمپاین وکړ ژوند یې له خطر سره مخامخ شوی دی.

کوبرا خادمي وايي، له هغه وروسته چې په ټولنیزو رسنیو کې راڅرګنده شوه او په اړه یې په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه راپورونه خپاره شول اوس د مرګ د ګواښونو په خاطر په کابل کې په پټ ځای کې اوسیږي او نه شي کولای په اسانه له یوه ځایه بل ځای ته لاړه شي او حتی خپل هویت څرګند کړي.

کبرا خادمي په یوه بې ساري او غیرمعمولي اقدام کې د ښار په یوه ګڼ میشته سیمه کې د وسپنۍ جامې پر تن کړې او ظاهرا یې داسي پیام خلکو ته ورساوه چې نجونې او ښځې باید په افغانستان کې په ښار او بازار کې د سړو د جنسي ځوروني څخه د خونديتوب لپاره د وسپني جامې واغوندي.

۲۷ کلنه کبراخادمي، چې په خپل دغه کمپاین باندي د نیوکو تر څنګ ستایل شوې هم ده اوس په کابل کې ژوند کوي او د دې په وینا د خپل سر له ویرې د اوسېدو ځای چا ته نه شي ښودلی.

کبراخادمي وايي د کمپاین په ورځ یې په کابل کې د کمپاین په پای کې سمدستي ټکسي ونیوه او له ښار څخه یي فرار وکړ.

هغه وايي که چیرته یې په واټونو کې کمپاین ته دوام ورکړی وای نو لري نه وه چې د سخت دریځو او هغو کسانو له لوري له فزیکي او حتی د مرګ له خطر سره مخامخ شوې وای چې په افغاني ټولنه کې د هغې پر وینا د مثبت بدلون د راتلو مخالف دي.

پیغلي خادمې وویل چې دا به د ښځو د حقونو د دفاع او په ټولنه کې د ښځو په اړه د زاړه فکر د بدلولو په خاطر هر راز قربانۍ ته تن ورکړي او هڅه به یې دا وي چې افغان میرمنې، چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره د مخکښو او مبارزو ښځو د اقداماتو او ګام پورته کولو په تمه دي له حقونو دفاع وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغان په ټولنه کې یوې ښځه په عام محضر کې په داسي یوه مدني حرکت لاس پوري کوي.

د هغې پر ضد نه یوازي په افغانستان کې بلکې د سیمې په هیوادونو او حتی لري پرتو هیوادونو کې هم میشتو افغانانو مثبت او منفي غبرګونونه ښودلي دي.

په کور میشتو ډیری افغانانو په ټولنیزو ویبپاڼو لکه فیس بوک، ټویټر او داسي نورو کې د پیغلي خادمې د یاد خوځښت په باب بحثونه وکړل.

داسي نه بریښي چې څومره کسانو به د دې دا حرکت ستایلي او څومره غندلی وي، خو د ملک دننه او بهر میشتو فیمنیستي (د ښځو د ملاتړ تندلارو ډلو) د یاد خوځښت سخته ستاینه کړې او ویلي یي دي چې دغه ډول حرکات کولای شي د ښځو پر وړاندي په سخت دریځو ټولنو لکه افغانستان کې د تندلارو او ځورونکو پر ذهنیتونو اغیز وکړي او ډیری نارینه او د ښځو ځورونکي دې ته اړ باسي چې په لارو کوڅو کې د هغوی له فزیکي او رواني ځورونې لاس واخلي.

454 total views, 1 views today

8 comments

  1. محمدربی آماج Reply

    !چرګه می نا جوړه ده ««»»بانه می ورته جوړه ده

  2. ګنډېری Reply

    دا یوازې بهر ته د وتلو یوه هڅه ده. تاند دې د خپل اصل او هدف په پام کې نیولو سره د داسې مبتذلو مسایلو په هکله د مطالبو په خپرولو سره خپل نوم نه بدوي. دا خلک اکثر په غربي هېوادونو کې خپل دین او هویت پرېږدي او پناه غواړي. دوی اصلا نه افغانیت لري نه هویت او نه دین.

  3. احمد نصیر راستین Reply

    زه د ښاغلی ګنډیری نظر تایدوم.

    دا له اولی ورځی معلومه وه چی هغی ناولی یوازی د پردیو د نظر راجلبولو لپاره هغه ننداره په لاره واچوله ا و دا ده اوس معلومه شوه چی غواړی غرب ته ووځی ځکه چی دلته ازاده نشی ګرځیدلای.

    لعنت دی وی په داسی ګثیفانو،

  4. رسول Reply

    ددی کثیفی ښځی موخه بهر ته تلل دی او دا یی یوه ښه لار وه چی اوس په اسانی سره بهر ته لاړه شی او چیرته کوم غربی هیواد کی قبوله شی خو مونږ هم پری خوشاله یو چی له خپلی دغی مرداری څیری سره له دی هیواده ورکه شی ځکه دده دا کارافغان او افغانیت ته توهین ده څوک چی دده دا کار ستایی هغه هم غربی نظر لری، که ده په رښتیا هم د (خشونت علیه زنان) تر عنوان لاندی مبارزه کوله نو ډیری نوری مثبتی او قانونی لارو څخه یی هم کولای شوای خو دا هغه خلک دی چی نه په خپل حیثیت او آبرو شرمیږی او نه د اسلام او افغانیت څه پروا لری نو ددوی اوسیدل دی هیواد کی ټول افغان ولس ته د ننګ او شرم یوه ټوټه ده نو ښه خبره ده چی له دی هیواده دوی ورک شی

  5. سیدولی صافی Reply

    تاند والاوو

    د موضوع سرلیک مو داسې لیکلی لکه تاسو چې هم د دې ښځې دا کار تاییدوی او د هغې حرکت رښتیا هم د بشر د حقونو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام ګڼئ

    1. تاند Reply

      خبر – خبر دی. موږ د هیچا نه طرفدار یوو او نه مخالف. تاسو به یې مخالف یا موافق یاست خو زموږ کار دا نه دی چې د چا ملاتړ یا مخالفت وکړو.
      موږ خبر خپروو او تاسي ته معلومېږي چې د دې ښځې هدف څه و یا نه و. ځینو نظرونه لیکلي.

  6. خالده خالد Reply

    ته به وائې چه ښځې ځورل يوازې په افغانستان( افغانې ټولنه ) کې لیده شي دټولې نړۍ نارینه ملائېکې دي خو دافغانستان کوبرا خوره۰
    په یوه هیواد کې چه ۳۶ کاله دانسانانوژوند په ویر بدل، او دوی یوې عاجلې سولې ته ضرورت لري امنیت ته ضرورت لري،خودغسې بې حیاوې دهغه له جګړې ستړوخلکودود(کلتور)ته په ډیره سپکه سترګه ګوري .دغه دایران جاوسوسه ده چه په ایران کې جوړه شوې کڅوړه کې په بې شرمۍ زموږپه ښار کې ګرځي.نن ئې چه دا کار وکړ سبا به بربڼډه لکه داوکرائن ښځې چه په ځینوهیوادو کې ځانونه لوڅ کړه خامخ ئې کوي .دوی نور څه حق غواړي په کابل کې خو ټول حق ستاسوده( دبیات پروژه) هر کال تاسو په خوښه سوپرسټاردرته جوړوي.(کُوبرا خادیِم )حق نه چه دافغانو ښځو نوم په خوله واخلي، دادورشي په ایران کې دخپل حق له خمینیانونه وغواړي نه دافغانانونه۰

  7. shakir Reply

    دا خو کومه مشکله خبره نه ده خو په چادرۍ کی د بیرون ځی نو به یی خلک نه بیژنی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2